زمونږ په اړه

افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د نسکوریدو وروسته یو بیسارۍ نړیوال ملاتړ – په تیره بیا د المان څخه – تجربه کړ هغه هیواد چې د پراخو پوځي او ملکي سرچینو په کارولو سره په افغانستان کې بوخت دئ. اوس افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او د ټولنې د اړیکو له پلوه د پام وړ پرمختګ کړی دی. په لاندې مخو کې مونږ غواړو تاسو ته د افغانستان سره د المان د هراړخیزې همکارۍ په باب یوه لنډه کتنه وړاندې کړو. ځکه هغه بریالیتوبونه چې د افغانستان سره د المان د همکارۍ له لارې په لاس راغلي دي د ننګوونو سره سره چې تر اوسه هم دوام لري، په سترګو لیدل کیږي.

المان او افغانستان د ۲۰مې پیړې د پیل راهیسې نږدې اړیکې لري. په ۲۰۱۵ کال کې دواړو هیوادونو وکولای شول د المان-افغان د ملګرتیا سل کاله ولمانځي. نن المان د افغان دفاعي او امنیتی ځواکونو د روزنې، سلامشورې او مرستې تر څنګ، په تیره بیا د پراختیایي همکارۍ ، د ثبات جوړونې د اقدامونو او د بشرپالنې د مرستو له لارې د افغانستان څخه ملاتړ کوي تر څو په دې توګه د دې هیواد د ډموکراټیکې او سوله ایزې پراختیا سره مرسته وکړي او د ترهګرو په یوه خوندي ځای باندې د افغانستان د یو ځل بیا بدلیدو څخه مخنیوۍ وکړي.

نړیوالې ټولنې د افغانستان په باب د وزیرانو په غونډه کې چې په کال ۲۰۱۲ کې په توکیو کې جوړه شوې وه تر ۲۰۲۴ کاله پورې د خپلو ژمنو په دوام هوکړه وکړه چې بیا دوه کاله وروسته یعنې په کال ۲۰۱۴ کې په لندن کې او په دې وروستیو کې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان په باب د وزیرانو په غونډو کې بیاهم تائید شوې. افغان حکومت د هغو اصلاحاتو د پرمختګ اصلي دنده په غاړه لري کوم چې په ګډه ورباندې هوکړه شوې ده، خو په دې ډګر کې د نړیوالې ټولنې اوږدمهالې ژمنې ته اړ دئ.

المان به په راتلونکې کې هم د افغانستان د ملکي بیارغونې په موخه د پام وړ مالي سرچینو په برابرولو سره د بېوزلۍ پرضد د مبارزې، د یوې ښې حکومتولۍ د جوړولو او د افغانستان د اقتصادي وضعې د سمون ورکولو او په دې توګه د پایښتونکي ثبات، امنیت او سولې د بنسټونو د منځته راوړلو د هڅو په لاره کې د دې هیواد څخه ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د المان د فدرال حکومت ملکي ژمنې د افغاني، الماني او نړیوالو کارپوهانو له خوا پلۍ کیږي چې په دولتي سازمانونو لکه د KfW پراختیایي بانک او دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH په اداره  او همدارنګه په بیلابیلو نړیوالو او ملي غیرحکومتي سازمانونو کې د المان د فدرال حکومت په دستور په کار بوخت دي. د وروستیو کلونو په ترڅ کې د اعزام شویو کارپوهانو شمیر لږ شوی دی. ټاکل شوې پروژې په زیاتیدونکې توګه د افغاني کارپوهانو له خوا په پراخه توګه پرمخ بوول کیږي.

په افغانستان کې د المان د ژمنې موخه داده چې د یوه داسې دولت په جوړولو کې مرسته وکړي کوم چې د امنیت، نظم او قانون د اغیزمن تامین او همداراز د اقتصادي پراختیا پر بنسټ په ټول هیواد کې مشروعیت ولري او له دې لارې ثبات برابرکړي. په دې توګه به د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط او راتلونکي لرلیدونه په دایمي او پایښتونکي توګه سمون ومومي او په پایله کې به دا کار د سولې، امنیت او پرمختګ په منځته راوړلو کې مرسته وکړي.

په راتلونکې مخو کې به تاسې په افغانستان کې د ملکي بیارغونې او پراختیا څخه د المان د ملاتړ په اړه لنډه کتنه ولولی.