زمونږ په اړه

په ۱۳۷۹ کې د طالبانو تر ماتې وروسته، افغانستان د آلمان په ګډون چې په هندوکش کې له ګڼ شمېر پوځي او ملکي سرچینو سره فعالیت کوي ترڅو د سولې، پایښت او جامع پرمختګ په برخه کې د هېواد ملاتړ وکړي، بې سارې نړېوال ملاتړ ترلاسه کړ.

که څه هم یوه جامع داخلي سوله تر اوسه خورا لرې ده، خو بیاهم، د هېواد اقتصاد او ټولنې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په لاندې پاڼو کې، موږ غواړو تاسو ته د آلمان او افغانستان تر منځ د هر اړخیزې همکارۍ په اړه لنډ مالومات وړاندې کړو. ولې؟ ځکه چې د شته ننګونو سر بېره له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

آلمان او افغانستان د ۲۰مې پېړۍ د پېل راهیسې نژدې اړیکې لري. په ۱۳۹۳ کې، دواړو هېوادونو د افغان-آلمان د ملګرتیا ۱۰۰ کاله ولمانځل. اوسمهال افغانستان لپاره د آلمان ملاتړ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، هغوې ته د سلا مشورې ورکولو او ملاتړ تر څنګ په پرمختیايي همکارۍ، پایښتي اقداماتو او بشري مرستو تمرکز کوي. د دې کار موخه د هېواد په ډیموکراټیکي او سوله اییز پرمختګ کې ونډه اخیستل او د ترهګرۍ په یوه خوندي ځای باندې د افغانستان د یو ځل بیا بدلیدو مخنیوی دی.

په افغانستان کې د آلمان دولت د مدني ټولنې نوښتونه د آلمان دولت په استازیتوب د افغان، آلماني او نړېوالو کارپوهانو لخوا د رسمي پلي کونکو سازمانونو لکه د KfW پراختیايي بانک او Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH او همداراز ګڼ شمېر نړېوالو او داخلي غیر دولتي سازمانونو پواسطه پلي کیږي. پدې وروستېو کلونو کې د اعزام شوو کارپوهانو شمېر کم شوی دی او ټاکل شوي اقدامات په ډېرېدونکې توګه په لوړه کچه د افغان کارپوهانو لخوا مدیریت کیږي.

په افغانستان کې د آلمان د هڅو موخه د یو داسې دولت په جوړښت  کې مرسته کول دي چې په اغیزناکه توګه د امنیت، قانون او نظم د ډاډمنولو او همداراز د اقتصادي پرمختګ د وړتیا پر بنسټ په ټول هېواد کې مشروعیت ولري او پدې توګه ثبات ټینګ کړي. په افغانستان کې به د وګړو د ژوند کولو په شراېطو او هېلو کې تلپاتې اصلاح رامنځته او پدې ډول سره به سولې، امنیت او ودې ته لاره هواره  شي.

لاندې پاڼې په افغانستان کې د ملکي بیارغاونې او پرمختګ لپاره د آلمان د ملاتړ عمومي کتنه وړاندې کوي.