بدخشان

دغه غرنۍ ولایت چې د افغانستان په شمال ختیز کې پروت دی د ۲۸ ولسوالیو څخه جوړشوی دی او د تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډې پولې لري. د ولایت اصلي ژبه دري ده.

په دې ولایت کې بیخبنا کمزورې ده، پرله پسې طبیعي ناروي پیښیږي او ګڼ شمیر خلک روغتیاي څارنې، د څښاک اوبو او د انرژۍ سرچینو ته لاسرسۍ نلري. له دې کبله دغه ولایت د پخوا په شان د اقتصادي ودې او پراختیا په لاره کې د خنډونو سره مخامخ کیږي. د بدخشان د ۹۶۰۰۰۰ تنو اوسیدونکو د پاره کرهنه د عاید یوه اصلي سرچینه ګڼل کیږي. سره له دې هم دا ولایت د طبیعي سرچینو او کانونو له پلوه بډای دی چې یوه برخه یې اوس ایستل کیږي.

کوچني غرني کلي د ولایت د ټرانسپورټ د شبکې سره نه دي نښلول شوي، او له دې امله د دې شبکې د پراخولو په موخه کار روان دی ترڅو بدخشان د افغانستان د نورو سیمو سره ونښلوي. د ولایت مرکز فیض آباد هم یو هوایي ډګر لري چې اوس د مرستندویو سازمانونو، د ملګرو ملتو، د افغان پوځ او سوداګریزو الوتنو له خوا کارول کیږي.

د ډیرو کلونو راهیسې د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام په بدخشان کې د پوهنې، اداري اصلاحاتو، د قانون د واکمنۍ، اقتصادي پراختیا، د ناوریو د مخنیوي، خوراکي امنیت، او د څښاک د اوبو او د انرژۍ د برابرلو په ډګرونو کې کار کوي. یو زیات شمیر بیخبناي نوښتونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.

په دغه برخه کې په بدخشان کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.

کيسې