بلخ

د بلخ ولایت چې د افغانستان په شمال لویدیز کې د ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان تر منځ پروت دی ۱٬۳ میلیونه نفوس لري او د هیواد څلورم لوی ولایت شمیرل کیږي. اصلي ژبه چې خلک ورباندې خبرې کوي دري او وروسته بیا پښتو ده. د دې ولایت مرکز مزارشریف چې ۴۱۰۰۰۰ اوسیدونکي لري د هیواد په شمال کې اقتصادي مرکز ګڼل کیږي.

بلخ د نورو ولایتونو په پرتله د ښاري کیدلو دوهمه لویه کچه لري او د هغه د کار د عوایدو د پام وړ برخه د خدمتونو او صنایعو د سکتورونو څخه په لاس راځي او د ښوونې او روزنې کچه یې د منځنۍ کچې څخه لوړه ده. په مزارشریف کې د هوایي ډګر څخه هره ورځ کورني او نړیوال الوتنې کیږي او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې مثبته ونډه اخلي.

د بیخبنا د پراخولو، پوهنې، روغتیایي څارنې، او انرژۍ او اوبورسونې په ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ او په هغه پورې تړلې اقتصادي ودې سره سره، دغه ولایت د پخوا په شان د عمده ننګونو سره مخامخ دی. د ښار او کلیو د اوسیدونکو تر منځ د ژوند د کچې له پلوه د پام وړ توپیرونه لیدل کیږي. طبیعي ناروي په پسرلي او مني کې په کراتو پیښیږي.

د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام د بلخ په ولایت کې د ډیرو کلونو راهیسې کارکوي او په ډیرو ډګرونو لکه د پوهنې، د کرهنې د پراختیا، د پایښتونکي اقتصادي پراختیا، د قانون د واکمنۍ، اداري اصلاحاتو، د اوبو او برښنا د رسونې، او روغتیایي څارنې په اړه بیلابیل پروګرامونه پرمخ بیایي چې دغو پروګرامونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.

په دغه برخه کې په بلخ کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.

Projects in Focus

ښاروند محور پولیسوالي اوس مهال، افغان ملي پولیس د قانون او نظم د پلي کولو او د خلکو غوښتنو ته د ځواب ویلو په تړاو خپلې دندې په بشپړ ډول نه شي ترسره کولی. د پولیسو کار نه یوازې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله ګران دی، بلکې د پولیسو خپلمنځي ستونزې او د کاري نظم کمزورتیا هم د قانون د حاکمیت په تړاو د اغیزمنې پولیسوالۍ مخه نیسي. more
پاکه انرژي د پرمختګ د اړتیا په توګه د بریښنا منظمه رسونه هغه څه دي چې ډیرو لږو افغانانو ته بخښل شویدي. که څه هم افغان دولت د بریښنا د سکتور لپاره یو نوې ماسټر پلان پلي کوي او نوې کیدونکې انرژۍ لپاره ملي ستراتیژي لري، خو بیاهم، یواځې شاوخوا څلورمه برخه وګړي د بریښنا له شبکې سره نښتي دي. more
د افغانستان د شمال لپاره د څښلو اوبه د څښلو پاکې اوبه د افغانستان د اوسیدونکو لپاره یوه لږه پیدا کیدونکې متاع ده. که څه هم د پاکو اوبو رسونه ښه شویده، خوبیاهم، د افغانستان جمعیت معمولا یواځې د څښلو ککړو اوبو ته لاسرسی لري، چې اکثراً کولرا، د محرقې د تبې او نس ناستې د ناروغېو لامل ګرځي. more
د افغانستان شمال ته د برېښنا لېږدول د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي باید عامه برېښنا ته له لاسرسي پرته ژوند وکړي. په هېواد کې یوازې ۱.۳ میلیونه کورنۍ د برېښنا له شبکې سره نښلول شوي دي، چې ډېری برخه یې په ښاري سیمو کې ده. له لس سلنې څخه لږ کلیوال وګړي برېښنا ته لاسرسی لري، که څه هم دا هغه سیمه ده چېرته چې درې برخې افغانان ژوند کوي. more
د افغانستان د بیارغاوني لپاره کارپوهان د افغانستان په وزارتونو او اداری سیسټمونو کې په وروستېو کلونو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شویدی. اوسمهال، د افغانستان ادارې په تدریجی ډول سره د بیارغونې او د ډونرانو د همغږۍ چارې په خپله مدیریت کوي. more
د کان ایستنې او اومو موادو کارپوهان افغانستان د اومو موادو څخه ډک دئ. خو افغان دولت تر اوسه ندئ توانیدلئ چې د دغو منرالي سرچینو څخه د پام وړ عواید په لاس راوړي. د دې خبرې یو دلیل د کانونو په سکتور کې د فني او مجربو کارپوهانو نشتوالۍ دئ. more
د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د ښوونې او روزنې وده د افغانستان په شمال کې د ماشومانو لپاره ښه ښوونه او روزنه ډیره لږه تر سترګو کیږي. د یونیسف په وینا، په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان ښوونځیو ته نه ځي چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي. جګړې او وسله والو نښتو ژورې اغیزې درلودلې دي. more
د افغان وګړو لپاره د روغتیایي پاملرنو وړاندې کولو ته وده ورکول که څه هم په افغانستان کې ژوند ته هیله لوړه شوې ده، خو د زېږون پرمهال د مور د مړینې کچه اوس هم لوړه ده. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې ، په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې ۳۹۶ مړینې شتون لري. د نوي زېږېدلي ماشوم او کوچني د مړینې کچې هم په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده. more
د افغانستان په شمال کې د کډوالو ادغامول د المان حکومت د افغانستان د کډوالو او راستنیدوکو د وزارت سره د هیواد په کوربه ټولنو کې د کورنیو بیځایه شویو او راستنیدونکو د ادغام د کار د آسانه کولو په موخه د استوګنې او لومړنۍ بیخبنا د برابرولو په لاره کې مرسته کوي. more
د کندز - خلم ملي لویه لار – بېخبنا اقتصادی پیاوړتیا رامنځته کوي د افغانستان په شمال کې د سړک شبکه په کافي اندازه پرمختللې نه ده. نوموړي سړکونه د ترمیم په بد حالت کې دي. ځینې یې په جګړو سره له ویجاړ شوي دي، خو په ډیرو سړکونو کې یې د مخه حتی جغل او خاورې رابرسېره شوي دي. په ډېرو ساحو کې د ښارګوټو ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون نه لري، په داسې حال کې چې نورې کلیوالې سیمې په عملي بڼه د سړکونو هیڅ اړیکې نه لري. more
ټولو هیوادوالو دپاره حقوقي ډاډمنتیا د افغانستان اساسي قانون چې په ۲۰۰۴ کال کې تصویب شوی د نارینه او ښځینه وو لپاره مساوي حقوق تضمینوي. دا د افغانستان لخوا لاسلیک شوو د بشري حقونو نړیوالو تړونونو کې هم منعکس کیږي. پداسې حال کې چې ډیری نوي قوانین او پالیسۍ د نوي قانوني سیسټم روحیه تعقیبوي، خو پلي کیدل یې ډیر ورو روان دي. more
دوامداره اقتصادي پراختیا او کار جوړونې ته وده ورکول له کلونو راهیسې په افغانستان کې اقتصادي وده په ټپه ولاړه ده. په هېواد کې ستونزمن امنیتي وضعیت او سیاسي بې ثباتي د پانګونې چاپېریال او د دندو په بازار منفي اغېزه لري. ډېری راستانه شوي کډوال او داخلي بې ځایه شوي کډوال له دمخه د کار ستونزمن بازار لا پسې خرابوي. more
د غوره زیربناو لپاره د حکومتولۍ د جوړښتونو پیاوړي کول د افغانستان په شمال کې د ژوند کولو شراېط تر اوسه هم خراب دي. د جمعیت اکثریت بنسټیزو زیربناو او عامه چوپړتیاو ته یواځې محدود لاسرسی لري. د نورو څیزونو ترمنځ هلته د سړکونو، پلونو، د څښلو د پاکو اوبو، کرنې لپاره د اوبو لګولو د سیسټمونو، د بریښنا رسولو، د سیلابونو په مقابل کې ساتنه او د ښوونځېو د نه شتون ستونزه موجوده ده. more

کيسې