کندز

د کندز ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت دی او د تاجکستان سره پوله لري. د دې ولایت د یوه میلیون نه زیاتو اوسیدونکو یوه ډیره برخه د کندز د سیند په وادي کې ژوند کوي. یوازې د اوسیدونکو یوه دریمه برخه په ښارونو کې میشته دي. په کندز کې خلک په دري، پښتو او ازبکي ژبو باندې خبرې کوي.

دا ولایت د څو ننګوونو سره مخامخ دی. سره له دې چې برښنا د تاجکستان څخه واردیږي، د کندز لویې برخې برښنا نلري. دا کار د لرزیدونکي امنیتی وضعې سره یوځای په سیمه کې د خلکو د پانګونې پر لیوالتیا باندې منفي اغیزه کوي. په ټول ولایت کې د کارموندنې د فرصتونو، د څښاک د پاکو اوبو او د سړکونو نشتوالۍ لیدل کیږي.

د نوموړو ننګونو سره سره، کندز د پراختیا دپاره لوی پوتنسیال لري. سړکونه د ولایت د ختیځ څخه لویدیز ته د تاجکستان د پولې څخه پیل کیږي او د سالنګ د کوتل څخه تیریږي او کابل ته رسیږي. کندز هم یو هوایي ډګر لري. د ولایت اقلیم، خاوره او د اوبو لګولو سیستمونه د کرهنې دپاره مساعد دي. کندز د بغلان نه وروسته په افغانستان دوهم حاصلخیزه ولایت شمیرل کیږي. کوچیان خپل څاروي او رمې د ټیټو سیمو په څړځایونو کې څړوي. کندز د تاجکستان سره د ګاونډیتوب له امله یو بډای سوداګریز دود منځته راوړی دی.

د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام په کندز کې د ډیرو کلونو راهیسې کار کوي او په ډیرو ډګرونو لکه د اقتصادي پراختیا، د پوهنې، د قانون د واکمنۍ، د سیمه ایزو حکومتي سازمانونو دپاره د ظرفیت جوړونې، د اوبو او برښنا د رسونې، او د ناویلیو اوبو د دفعې په اړه بیلابیل پروګرامونه پرمخ بیایي چې دغو پروګرامونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.

په دغه برخه کې په کندز کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.