آیا رسنۍ د قانون حاکمیت ټینګوي؟

د سه شنبه په ورځ، د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د بلخ ولایت د مزارشریف په ښار کې د شمالي افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنیزې ټولنې (سنجا) سره یوځای د رسنیو د یوې بلې غونډې کوربه وو
06.07.1396
د دې غونډې موضوع داوه چې د قانون د واکمنۍ د پوهاوي د منځته راوړلو په لاره کې رسنۍ په افغانستان کې څنګه د قانون د واکمنۍ د پوهاوۍ د کچې په لوړولو کې ونډه اخیستلای شي؟ د غونډې پایله داوه چې که څه هم افغان میډیا د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړولو کې د پاملرنې وړ ونډه اخیستې ده خو دوی کولای شي لانورې سرچینې په دې فعالیت کې وکاروي. دریو حقوقي کارپوهانو او د ۷۰ تنو نه زیاتو ژورنالیستانو په نوموړې غونډه کې برخه اخیستې وه چې په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت په لاره کې د رسنیو د رول په باب خبرې اترې وکړي.

دریو کارپوهانو یعنې د بلخ د عدلیې ریاست رئیس ښاغلي سید محمد جعفر مصباح، د بلخ په ولایت کې د افغان-المان د همکارۍ د قانون د واکمنۍ د ټینګښت د پروګرام مشر ښاغلي تاج محمد پیوند او ژورنالیسته او مدني فعاله میرمن فرزانه رحیمي په نوموړې غونډه ویناوې وکړې او خپلې نظریې او پوهه یې د ګډونوالو سره شریکې کړې. په تیرو پنځه لسو کلونو کې د افغان میډیا.

ښاغلي مصباح ټینګار وکړ: «د قانون واکمني خلکو ته ریښتینۍ واک ورکوي او هم دسپلین او هم عدالت ټینګوي. دا میډیا ده چې دغه پیغامونه خلکو ته رسولالی شي». نوموړي زیاته کړه: «د مونږ د کارونو په باب لکه حقوقي غونډې، د پوهاوي صحنې، روزنې او نورو په اړه باید ووایم چې مونږ د رسنیو د استازو سره له ډیرې نږدې نه یوځای کار کوو. له دې امله، غواړم هغوی وهڅوم چې په دې لاره کې مخکښه شي، اقدام وکړي او د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړولو کې، په تیره بیا په حقوقي برخه کې، نوي ډیالوګونه منځته راوړي».

میرمن فرزانه رحیمي د دې پوښتنې په باب چې رسنۍ د حقوقي موضوعګانو پوښښ ته څومره لیوال دي، خبرې وکړې: «میډیا د زیاتو ننګونو سره سره، د خلکو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ د یوه پله په شان عمل کوي. دوی خلک خبروي او او هغوی ته وسیا ورکوي چې توقعات ولري او دولتي مقامونو وپوښتي چې هغوی ته خدمتونه او ځوابونه برابرکړي».

د پوښتنو او ځوابونو په ناسته کې د ملي او محلي تلویزیونونو، راډیوګانو او ورځپاڼو د ۷۰ نه زیاتو ژورنالستانو د نوموړو کارپوهانو څخه پوښتنې وکړې.

"د رسنیو د ۲۰۱۷ کال غونډه – د افغان میډیا ټولنیزه دنده" د منظمو غونډه یوه سلسله ده چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام او سنجا له خوا جوړیږي. په دغو غونډو کې د دولتي سکتور کاپوهان، د مدنې ټولنې استازي، پراختیایي سازمانونه او میډیا برخه اخلي چې د مهمو پراختیایي مسئلو په باب خبرې اترې وکړي. تر اوسه پورې ۱۴ غونډې په کابل، مزارشریف او فیض آباد کې جوړې شوي دي. په هره غونډه کې د رسنیو شاخوا ۸۰ استازي برخه اخلي.