استاد-شاګردي: په ملي کچه د همغږۍ ورکشاپ تطبیق او پېژندنه

07.05.1398
کابل، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د جولایي د میاشتې ۲۹مه نېټه - پرون ورځ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې (TVET) ادارې چارواکي، د ۲۰ ولایتونو د پوهنې مرستیال رئیسان او د ۲۴ تخنیکي او مسلکي زده کړو له ښوونځیو څخه مدیران په کابل کې د یوه ورکشاپ لپاره سره راغونډ شول. ټولټال ۸۰ ګډونوالو، ښځینه وؤ او نارینه وؤ، په ملي کچه د استاد-شاګردۍ پروګرام د تطبیق د راتلونکي پړاؤ په اړه بحث وکړ. له 4,000 څخه زیات کار زده کوونکي به له دې پرمختللي مسلکي روزنیز پروګرام او زده کړې څخه په راتلونکې کې ګټه پورته کړي. د افغانستان – آلمان همکارۍ ادارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پروګرام له دې غونډې څخه ملاتړ وکړ.

د قیص په نامه د الکټرونیک یوه زده کوونکي داسې څرګنده کړه: «پخوا ما په خپلې هټۍ کې د ډیرو تجهیزاتو د نومونو او کارونې سره آشنایي نه درلوده. خو د استاد-شاګردۍ روزنه زما سره مرسته وکړه، او نن زه ځان په خپل مسلک کې لکه یو مسلک چي احساسوم.»

د استاد شاګردۍ پروګرام اوسمهال د افغانستان د ۱۳ ولایتونو په ۲۴ ښوونځیو کې شتون لري او له 1,700 څخه زیات کار زده کوونکي ور څخه ګټه پورته کوي. د تطبیق په دې شپږم پړاؤ کې، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د مارچ په میاشت کې، د هغو ښوونځیو شمېر چې دا پروګرام ورته وړاندې کوي او د هغو شاګردانو شمېر چې له دې څخه ګټه پورته کوي، دوه چنده کېږي. د پرون ورځې د ورکشاپ بحثونو د موقعیت او پروګرام ته د مناسبتیا په څیر معیار پر بنسټ نوي پړاؤ لپاره د ښوونځیو په ټاکلو کې مرسته وکړه.

د استاد-شاګردۍ پروګرام د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د اپریل په میاشت کې پیل شو. دا هغو کار زده کوونکو ته اجازه ورکوي کوم چې له وړاندې څخه له شرکتونو سره عملي روزنیز پروګرامونه ترلاسه کوي څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ښوونځي څخه نوره رسمي زده کړه ترلاسه کړي. دا له اړوندې تیوري او نظریاتي پوهې ترڅنګ د کار زده کوونکو  عملي مهارتونه هم بشپړوي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي د ۱۰ څخه تر ۱۲ ټولګیو زده کوونکو ته په اونۍ کې ۱۸ ساعته د استاد-شاګرۍ پروګرام وړاندې کوي. دا ټولګي په مسلکي موضوعاتو باندې تمرکز کوي، لکه تخنیکي مخابرات او ټکنالوژي. په ورته وخت کې په شرکتونو کې عملي روزنیز پروګرام د زده کوونکو د زده کړې د یوې مهمې برخې په توګه پاتې کېږي.

د ښوونځۍ مدیری میرمن سهیلا رحیمی داسې توضیحات ورکړل: «افغان ځوانان چې د کار په بازا کې فعال دي د خپل کار تر شا د نظري پوهې سره تل آشنا ندي. خو د استاد-شاګردي په ښوونځیو کې په ګډون سره دوی زده کوي چې څنګه خپلو مشتریانو ته لاښه خدمتونه ترسره کړي.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو دغه ښوونځي د کار زده کوونکو له لورې په آسانۍ سره د لاسرسي وړ دي، ځکه چې دوی ټول د ښار په مرکزونو کې موقعیت لري. د نوي تعلیمي کال لپاره چمتو کېدلو په موخه، ښوونځي به د شمولیت او مهالوېش او همدارنګه د تنظیف او مراقبت په اړه اصلاح شوې تګلارې معرفي کړي. ښوونکو ته به د تدریس ځانګړو توکو ته د لاسرسي امتیاز ورکړل شي. ټاکل شوي ښوونځي به بیا ورغول شي او  نوي فرنیچر او تجهیزات به ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې څخه د ملاتړ پروګرام د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ)  او پراختیایي بانک (KfW) له لورې پلي کېږي. د افغان ځوانانو د کارموندنې فرصت د کچې لوړولو لپاره په افغانستان کې د رسمي مسلکي زده کړې او روزنیز سیسټم پراخول او ورته وده ورکول د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې پروګرام موخه ده. سربېره پردې، دا پروګرام د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې ادارې په همکارۍ د استاد-شاګردۍ د عنعنوي کار زده کړې سیسټم عصري کوي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې د رسمي ښوونځي ته او د درې کلونو لپاره د استاد-شاګرۍ پروګرام ته له تګ څخه وروسته کار زده کوونکي کولای شي چې د ۱۲ ټولګي د شهادتنامې غوښتنه وکړي، چې په دې سره به ډېرو ځوانانو ته اجازه ورکړي چې پرمختللي ښوونځیو کې ګډون وکړي.