استاد شاګردي: ښوونکي او زده کونکي د مسلکي روزنې د اصلاح په موخه سره راټول شول

29.05.1398
هرات، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۹ مه – د تېرې اونۍ په پاې کې، د ښوونکو دوه ورځنې کنفرانس د هرات ولایت په ښار کې دایر شو. پدغه کنفرانس کې د استاد شاګردي له ۲۴ ازمیښتي ښوونځېو څخه اتیاو ښوونکو او همدارنګه ۱۰۰ زده کونکو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې د ادارې چارواکو ګډون وکړ. د نوموړو ګډون کونکو له ډلې څخه ۴۷ تنه ښځې وې. ګډون کونکي د استاد شاګردي په ښوونځېو کې د مسلکي ښوونې د اصلاح د لارو چارو په اړه د بحث لپاره سره راټول شول. افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پروګرام د دغې غونډې ملاتړ وکړ ترڅو په افغانستان کې د کار د زده کړې د دودیز سیسټم عصري کول آسانه کړي.

«هیواد له دې برنامې څخه په ډیرو لارو ګټه اخلي. افغانستان نه یوازې ډاکټرانو او وکیلانو ته اړتیا لري ، بلکه مسلکي تخنیکران او انجنیران هم د دې هیواد د پرمختګ لپاره اړین دي ، نو ښاغلي شیرالم غوربندي ، د کابل میخانیکي انسټیټیوټ ښوونکی.»

د استاد شاګردي پروګرام اوسمهال د ۱۳ ولایاتو په ۲۴ ښوونځېو کې شتون لري چې له ۱،۷۰۰ څخه ډیر شاګردان ترې ګټه پورته کوي. د دې پروګرام راتلونکی پړاو به دواړه د اړونده پروګرام لرونکو ښوونځېو د تعداد او ګټه پورته کونکو شاګردانو چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې به یې تعداد دوه ګونې شي، لیدونکی وي.

د کنفرانس په لومړۍ ورځ، ګډون کونکو ښوونکو د استاد شاګردي په ښوونځېو کې د ښوونې د اصلاح د فرصتونو په اړه سره بحث وکړ او د شخصي روزنې اړتیاوې یې په ګوته کړې. د دې سربېره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې ادارې او افغانستان سره د آلمان همکارۍ د اړونده پروګرام د پراختیا د پلانونو، د ښوونکو د ګمارنې د راتلونکو پړاوونو او د راتلونکي سمستر د ازموېنو په اړه یو بل سره معلومات شریک کړل. دغه ورځ د هغو ښوونکو لپاره له یوې ازموینې سره پاې ته ورسیده چې په شراېطو د پوره والي او د تخنیکي مخابراتو د روزونکو جوړیدو لپاره لیوال ول.

ښاغلي حبیب الله ، د موټر میخانیکونو زده کړې وړاندیز وکړ« دا به عالي وي چې زموږ د نصاب لید وګورئ چې تر نوي مهاله موضوعات پکې شامل دي. د مثال په توګه ، که موږ د نوي ، بریښنایی موټرو سیسټمونو په اړه نور معلومات زده کړو ، موږ کولی شو د مسلکي انجینرانو په توګه د راتلونکي لپاره ځان چمتو کړو.»

د دوېمې ورځ په سهار کې، د ښوونکو او شاګردانو مدیره هیئت د استاد شاګردي پروګرام د راتلونکي پرمختګ په اړه سره بحث وکړ. د غرمې له ډوډۍ وروسته، شاګردانو د درک شوو ننګونو په ډاګه کولو او د اصلاحاتو د وړاندیز کولو فرصت ترلاسه کړ. 

په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې څخه د ملاتړ پروګرام د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ)  او د (KfW) پراختیایي بانک له لورې پلي کېږي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې موخه په افغانستان کې د رسمي مسلکي زده کړې پراختیا او اصلاح کول دي ترڅو د افغان ځوانانو د ګمارنۍ کچه لوړه کړي. د دې سربېره، دا پروګرام د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې د ادارې په همکارۍ د استاد-شاګردۍ د کار زده کړې دودیز سیسټم عصري کوي. د درېو کلونو لپاره د استاد-شاګردۍ د پروګرام ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنې په رسمي  ښوونځي کې تر ګډون کولو وروسته کار زده کوونکي کولای شي چې د ۱۲ ټولګي د شهادتنامې غوښتنه وکړي، چې دا ګڼ شمېر ځوانانو ته په پرمختللو ښوونځېو کې د ګډون کولو لاره هواروي.