افغانستان او المان د ممتازو زده کوونکو دپاره د نمونه یي ښوونځیو د جوړولو په باب موافقه وکړه

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت او د المان د Deutsche Gesellschaft for Internationale Zusammenarbeit (GIZ)ادارې "په کابل کې د المان له خوا د مرستې کیدونکی ښوونځیو د پیاوړتیا" په باب یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
24.04.1393
د دې پروژې موخه داده چې په ګډه توګه د لوړ استعداد لرونکو زده کوونکو دپاره د نمونه یی ښوونځیو یو سیستم جوړشي. په افغانستان کې د المان سفیر جلالتمئاب مارتین ییګر د نوموړي تفاهم لیک د لاسلیک د مراسمو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې په ارزښټ په هیواد کې د پراختیا او پرمختګ په ډګر کې او په افغانستان کې د ښوونځیو د پاره د مالي او سیاسي ملاتړ د دوام په لاره کې د المان د فدرالي جمهوریت دچمتووالي د پاره د یوه بنسټیز عنصر په توګه ټینګار وکړ.

From left to right German Ambassador H.E. Martin Jäger, H.E. Farooq Wardak, Afghanistan’s Minister of Education and Peter Palesch, GIZ Country Director

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزیر جلالتمئاب فاروق وردګ، په افغانستان کې د جی آی زید مشر ښاغلي پیتر پالیش، او په جی آی زید کې د المان د دولتي سکتور د مشتریانو د څانګې مشر ښاغلي وولف پلیزمان په هغه وزارت کې لیدنه وکړه او"په کابل کې د المان له خوا د مرستې کیدونکی ښوونځیو د پیاوړتیا" په باب یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دې پروژې موخه  د همکاریو ژوررول  او په کابل کې د دریو دولتي ښوونځیو، یعني د اماني، عایشه دراني او جمهوریت لیسو د کیفیت او زیربنا سمبالول دي. د زده کړې د نورو موادو  او نویو تجهیزاتو د برابرولو سربیره، هغه ملاتړ چې په نوموړې تفاهم لیک کې ذکر شوی دی کابل ته  د الماني ښوونکو لیږنه او د افغانی ښوونکو روزنه هم پکې شامل دي. په دې پروژې کې همدارنګه په پام کې ده چې د کابل او نورو ولایتونو ممتازو زده کوونکو دپاره نوي نمونه یي ښوونځۍ  هم جوړې شي.

د المان سفیر جلالتمئاب مارتین ییگر د تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل: "په افغانستان کې د ښوونځیو له لارې د ښوونې او روزنې پرمختګ تل د افغانستان او المان ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ یو له ارزښتناکو برخو څخه ګڼل کیږي. دغه درې ښوونځۍ چې مونږ په پام کې لرو ورځنې ملاتړ وکړو د نورو هیوادونو دپاره به یو سرمشق وي چې د هغو نه الهام واخلي او دغه لاره غوره کړي او په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د سیستم په هراړخیزه پرمختیا کې ونډه واخلي. دغه تفاهم لیک په دې سکتور کې د لا زیاتې همکارۍ او په اوږمهال کې د نوموړو ښوونځیو د شهرت د ساتلو په لاره کې یوه ارزښتناکه ګام ګڼل کیږي."

نوموړې پروژه چې د المان له خوا د مرستې کیدونکی ښوونځیو د پیاوړی کولو په موخه طرحه شوې ده همداراز د ښوونې او روزنې د ملي ستراتیژیک دوهم پلان (NESP II)د سرته رسولو د پاره افغانستان ته د مرستې په لاره کې یو ګام ګڼل کیدای شي. د نوموړې ستراتیژۍ په یوه برخه کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې د پراختیا په موخه د ممتازو زده کوونکو د پاره د نمونه یي ښوونځیو جوړول شامل دي. نمونه يي ښوونځې به د زده کړې نوښتیز میتودونو ته تطابق ورکړي او د هغو نه به کارواخلي، او د یوه ناحکومتی سازمان په همکارۍ به د افغاني مراجعو او نهادونو له خوا اداره شي. په دې توګه، په نوموړي تفاهم لیک کې یادشوې پروژه به د نوموړو دریو ښوونځیو د پاره د لاندنیو موخوپه څارلو سره د ښوونځیو افغانی څښتنتوب تامین کړي:

  • د ښوونځیو د اداره کولو ټینګښټ
  • د ممتازو زده کونکو د ټاکنې د پروسې جوړول
  • نړیوالې کچې ته د ښوونځیو د درسي نصاب او ارزونې د سیستم د کچې رسول
  • د مسلکي ښوونکو او د ښوونځیو د ادارې د پراختیا توان ورکول
  • د ښوونځیو بیارغول او نوي کول
  • د نمونه یی ښوونځیو د دوامدارې مالي خپلواکۍ تامینول

هغه درې ښوونځۍ چې د نمونه یي ښوونځیو په پروژه کې په پام کې نیول شوي دي ټول د ۲۰۰۲ کال راهیسې د المان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا مالي مرسته ترلاسه کوي. دا درې ښوونځۍ زده کوونکو ته د دې امکان ورکوي چې په الماني ټولګیو کې برخه واخلي او خپلې شهادتنامې په الماني ژبه ترلاسه کړي.