افغانستان سره د آلمان د همکارۍ شپږ غوره خبرونه

09.03.1399

له تېرو څو اونېو راهیسي له افغانستان سره د آلمان همکاري بوخته ده. دا هغه څه دي چې پروژو په لاندې برخو کې تر سره کړیدي:

زرګونه افغان پولیسو  د کووید-۱۹ سره د مبارزې روغتیایي کڅوړې ترلاسه کړې.

تېره اونۍ له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د کورنیو چارو وزارت ته زرګونه طبي توکې ورکړې چې د افغانستان په ټولو سیمو کې د کووید-۱۹ سره د مبارزې ملاتړ وکړي.

په دې توکو کې د ماسک، صابون او دستکشو سره د ۶۷۰۰ روغتیايي کڅوړې، 161000 د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي بروشراو 4500 د پوهاوي پوسټر شامل دي. په افغانستان کې د جرمني د سفیر مرستیال کریسټوپي پلکیس دغه توکې د کورنیو چارو وزارت لوی پاسوال عبدالجبار پردلی ته وسپارل. جنرال پردلی له افغانستان سره د آلمان د دوامداره مرستو له امله مننه وکړه.

دغه توکې به د افغانستان په 34 ولایتونو کې د پولیسو په مرکزونو وویشل شي. دا توکي به  زرګونو افغان پولیس افسرانو سره مرسته وکړي ترڅو ددغې ویروس په وړاندې ځان خوندي کړي او خپله دنده په مسلکي ډول ترسره کړي.

 

An awareness-raising poster on virus prevention

کابل: ځوان افغانان د کوید-۱۹ په اړه د داخلي بې ځایه شوو پوهاوۍ زیاتوي

د کورونا ویروس COVID-19 خپرېدو ډيري وګړي، په ځانګړې توګه کډوال له خطر سره مخ کړیدي. په افغانستان کې زرګونه داخلي بېځایه شوي وګړي روغتیایي خدمتونو یا د ناروغېو د مخنیوي په اړه مالوماتو ته لاسرسۍ نلري.

د ځوانو نارینه او ښځینه و ۱۲ کسیزه ډله د دغو ستونزو د حل په برخه کې مرسته کوي. 

کابل ایکول ټیم داسې یوه ډله ده چې ځوان افغانان خپل سوله جوړونکي نوښتونه رامنځته کوي. د مارچ او اپریل په مېاشتو کې هغوې د هیوادوالو او د داخلي بېځاېه شوو په کمپونو کې د شته وګړو د پوهاوي د کچې په لوړولو کې مرسته کړیده، ترڅو خپل ځانونه د کورونا ویروس په مقابل کې څرنګه پاک، ضد عفوني او وژغوري. تر دې دمه، هغوې د عامه پوهاوي د لوړولو شاوخوا ۲۰،۰۰۰ پوسټرونه ځړولي او له ۱،۰۰۰ څخه ډېر کورونه، ۴،۰۰۰ موټرونه او ۲،۵۰۰ هټۍ یې ضدعفوني کړیدي. 

کابل ایکول ټیم له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د مدني سولې د چوپړتیا د ژوند مهارتونو او رهبرۍ د روزنیز پروګرام د پخواني ګډون کونکي پواسطه رامنځته شویدی. دغه روزنیز پروګرام ځوان افغان نارینه او ښځینه هڅوي ترڅو په خپلې ټولنه کې د یو مثبت بدلون بیلګه شي

 

هرات: د داخلي بېځاېه شوو وګړو تر منځ د COVID-19 په اړه د پوهاوي د کچې لوړول

د اپریل په 8مه، په افغانستان کې د داخلي بېځاېه شویو وګړو د ادغام لپاره له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پروژې (IDDP) له افغان ادارې Union Aid سره یو ځاې په هرات کې د داخلي بېځاېه شویو وګړو لپاره د کرونا وایرس په اړه د پوهاوي کمپاین پېل کړ.

له ایران سره د نږدې والي له امله، هرات د هېواد د نورو برخو پرتله د کرونا وایرس د ډېرو پیښو لرونکی ده. د کرونا وایرس COVID-19 د خپرېدو د مخنیوي په موخه، Union Aid د 1,000 پوسترونو له ډلې څخه لومړني 72 پوسټرونه طرح کړل. راتلونکي پړاو کې به 1,000 کورنېو ته روغتیايي کیټونه و ویشل شي.

د ځمکې بیارغاونه په یو وخت کې یوه ونه

پسرلی په افغانستان کې د ونو د کښت وخت دی. له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د ځنګلونو او ځمکې د بیارغونې پروژې (FLR) په بدخشان، خوست او پکتیا ولایتونو کې له 200,000 څخه ډېر نیالګي کېنولي  دي.

 نارینه او ښځینه کلیوال، د ځنګلونو د مدیریت اتحادیه او محلي مراجع سره راټول شویدي ترڅو دغه کار پلان او شونې کړي. هر کلي د ځنګلونو د مدیریت یوه اتحادیه جوړه کړې چې 10 غړي لري چې څلور یې مېرمنې دي. دغه اتحادېه د کرل کېدونکو ونو د ټاکلو او د نیالګېو د مدیریت په اړه پرېکړې کوي.

کلیوال دواړه مثمره او غیرمثمره ونې کري. مثمره او مغز لرونکې ونې له څلورو څخه تر پنځو کلونو پورې حاصل ورکوي. نورې ونې او بوټي لکه وله، سپېدار او د جلغوزې ونې په ورته وخت کې ښايي تر څو مترو پورې وده وکړي.

د ونو کښت به راتلونکو درېو کلونو کې په پسرلي او مني کې ادامه ومومي. د دې موخه په پنځو ولایتونو او 50 کلېو کې د ځنګل د 3,000 هکټاره ځمکې بیارغونه ده.

تر دې دمه، 700 کلیوال چې 45 سلنه یې مېرمنې دي د ځنګلونو د مدیریت په بېلابېلو تخنیکي برخو کې روزل شویدي.  د دې سربېره، 61 قوریې احداث شویدي چې له هغې ډلې څخه 48 یې د مېرمنو پواسطه احداث شویدي. دغه قوریې د ځنګلونو د احداث او ځايي کورنېو لپاره د عاید د برابرولو په موخه نیالګي کري.

دا ډول فعالیتونه اړین دي، ځکه چې وګړي د ځنګل له 2 سلنه څخه لږ طبیعي پوښښ سره د طبیعي زیرمو له کمښت سره مخ دي. سېلابونه، د ځمکې ښوییدنې او وچکالۍ اکثراً په هغو ځمکو کې چې ونې او بوټي نه لري رامنځته کیږي او د کلیوال جمعیت ژوند ګواښوي. د اقلیم بدلون دغه ستونزې نورې هم ډېروي.

 

Spring is tree planting time

د اوبو سکټور ډیجیټل شو

د اوبو د سکتور د سمونتیا پروګرام (WSIP) خپل وروستی فزیکي ورکشاپ د جنورۍ په میاشت کې دایر کړ.

له هغه وخت راهیسې، روزنیزې جلسې د ډیجیټلي لیارو پواسطه ترسره کیږي. دغه جلسې د اوبو د زېرمو د مدیریت او پلان جوړونې په برخه کې د کارکونکو د روزلو لپاره کارول کیږي. هغوې ښوونیز توکي لکه لارښود کتابونه، پریزینټیشنونه او ویډیوګانې او همداراز کورنۍ دندې ترلاسه کوي. زده کونکي له یو بل او خپلو روزونکو سره په آسانۍ سره اړېکې ټينګولې شي.

د کرونا وایرس پرمهال د اوبو تخنیکارانو ته د ساحوي کار او عملي مسلکي روزنې ورکول ستونزمن دي. خوبیا هم، کار دوام لري. اوسمهال له شریکو سازمانونو سره یوځای د روزنیزو توکو په جوړولو باندې ټینګار کیږي. دا مهمه ده چې د ځمکې لاندې اوبو، مالي مواردو، د اوبو د پېرودونکو او زېربنا په اړه مالومات په معمول ډول سره سمبال شي. د دې کار د اغیزمنتوب لپاره دوامداره ملاتړ ته اړتیا ده په ځانګړې توګه د دندې پرمهال روزنه او د ابزارونو ګډ پرمختګ لکه ډیټابیس.

د COVID-19 کاري ځواک د پروژو په پلي کېدو کې دوام ډاډمنوي

له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د پایښتونکي اقتصادي پراختیا او د کارموندنې د ودې پروګرام (SEDEP) د COVID-19 پر وړاندې د مبارزې یو داخلي کاري ځواک رامنځته کړیده. دغه کاري ځواک اوسنی وضعیت تحلیلوي، اړین اقدامات تشخیصوي ترڅو د  پروژو صحیح پلي کېدل ډاډمن کړي، خپل شریکان پياوړي کوي او له وروستېو بدلونونو سره د پاېلو ترلاسه کول ډاډمنوي.

 

له افغانستان سره د آلمان همکاري تاسو هڅوي ترڅو خپل لاسونه و مینځئ، له یوبل څخه واټن وساتئ او تر ټولو مهمه دا چې صحتمند اوسئ.