المان د زده کړې نوې سیمه د بدخشان پوهنتون ته تسلیموي

د څلورو پوهنځیو، اداري دفترونو، د ۲۰۰ تنو زده کوونکو په ظرفیت د زده کړې د ټولګیو او د هستوګنې د لیلیو دپاره نوې ودانۍ په فیض آباد کې د بدخشان پوهنتون ته وسپارل شوې.
18.05.1393
دا ودانۍ په اول کې د پولیسو د روزنیز مرکز دپاره جوړې شوې وې خو اوس په اکادمیکې ودانې بدلې شوې او د نوموړي پوهنتون د ګټې اخیستنې دپاره چمتو شوي دي.

Dr. Zimmermann said, “It is an honour and a pleasure for me to assist in today’s handover ceremony of the new campus of the Badakhshan University."

د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي عبیداله عبید، د بدخشان والي ښاغلي ډاکټر شاولی الله ادیب  او په افغانستان کې د المان جنرال قونسول ښاغلي ډاکټر کورنیلیوس څیمرمن په افغانستان کې د
 Deutsche Gelsellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbHد ادارې د مشر ښاغلي وولف پلیزمن له خوا د بدخشان ولایت د فیض آباد په ښار کې د بدخشان پوهنتون ته د نویو ودانیو د تسلیمولو په مراسمو کې برخه واخیسته. نوموړې ودانۍ چې پخوا د سیمې د پولیسو د روزنې د مرکز دپاره جوړې شوې وې اوس د پوهنتون د ګټې اخیستنې دپاره چمتو شویدي وې. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ستراتیژۍ کې د بدلون نه وروسته داسې یوه لوی مرکز ته نور اړتیا نه لیدل کیدله. له همدې کبله په ښه مهال پریکړه وشوه چې نوموړي د پولیسو د روزنې د پخواني مرکز ودانیو ته بدلون ورکړل شي او اوس به د سیاسي علومو، شرعیاتو، انجینرۍ او د کمپیوتر د پوهې د زده کوونکو د اداري دفترونو، د زده کړې د ټولګیو او کانتین په خدمت کې وي. سربیره پردې، د هغو زده کوونکو دپاره چې د لرې ځایونو څخه راځی او په فیض آباد کې د کور د کرایې توان نلري د نوموړو ودانیو په لیلیو کې د دوې دپاره د هستوګنې امکان برابریږي.

ښاغلي ډاکټر څیمرمن د ودانیو د تسلیمولو د مراسمو په ترڅ کې داسې وویل: "زما دپاره د ویاړ او خوشحالۍ ځای دی چې د بدخشان  د پوهنتون  دیوي نوې ساحي د تسلیمولو په مراسمو کې برخه اخلم. د بدخشان ولایت د ښوونې او روزنې، شعر او فرهنګ په بډای دود مشهور دی، او زه هغه لیوالتیا چې خلک یې د ښوونې او روزنې سره لري په رښتیا سره احساسوم. مونږ په ځوان نسل باندې تکیه کوو چې ګام په ګام به یو نوۍ افغانستان جوړکړي. او زه کولای شم تاسو ته ډاډ درکړم چې المان به د یوې ښې راتلونکې د جوړولو په ډګر کې د خپلو افغاني دوستانو او ملګرو سره د مرستې  په لاره کې په خپلې ژمنې ولاړ پاتې شي."

نوموړې ودانۍ چې ودانیز لګښت یې ۳۷۵ میلیونو افغانیو ته رسیږي د المان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا تمویل شوي دي. د هغوي د ودانولو په کار کې ځایی ودانیزو شرکتونو ته برخه ورکړل شوی وه او د ودانولو په عصری سټنډرډونو، د زلزلې په وړاندې د ساتنې په نوي تخنیک، حرارتي عایقونو، د اوبو د ګرمولو دپاره لمریزو سرچینو، جنراتورونو، ژوره څا، د اوبو د ذخیرې تکنولوژۍ، قیرشوی لارو او کوڅو سمبال شوی دي. د زده کړې د ټولګیو، اداري دفترونو، یو کانتین، د غونډو تالار او د ودانیو د صحن سربیره، په نوموړو ودانیو کې د ساتونکو، د لمونځ خونې او د انجینرۍ او تخنیک خونې هم لیدل کیږی. د ودانیو د صحن څه ناڅه ۴۳۰۰۰ مربع متره مساحت لري . د بدخشان پوهنتون ته د نوموړو ودانیو په تسلیمولو سره د هغو نه سملاسي ګټه اخیستل کیدای شي.

د  Deutsche Gelsellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د بهرنیو چارو د وزارت په لارښوونه د پولیسو د اصلاحاتو د پروګرام په چوکاټ کې  د پولیسو د ودانیو د جوړولو څخه ملاتړ کوی. نوموړۍ پروګرام  په مزارشریف، کابل، کندز او فیض آباد کې د پولیسو د مرکزونو سربیره، همداراز د کابل په هوایي ډګر کې د سرحدي پولیسو د ریاست دپاره دیوه مرکز او په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د یوه لوژستیکي مرکز په جوړولو کې هم مرسته کړې ده. داچې د نوموړو ودانیو په ودانیز کار کې د ځایی شرکتونو څخه ګټه اخیستل شوې ده، هغه پانګه چې په دې لاره کې اچول شوې ده د سیمې د اقتصاد په ښه کولو کې به اغیزه ولري. د دوانیزو کارونو سربیره، د جی آی زید اداره د پولیسو کارکوونکي  د نوموړو  ودانیو د دوامداره څارنې او ساتنې  دپاره هم روزي.