المان په مزارشریف کې د پولیسو د روزنې په برخه کې د افغانستان ملاتړ کوی

په مزارشریف کې د پولیسو د روزنې د سیمه ایز مرکز د ودانولو، ساتني او څارنې او پراختیا د پاره د مالي او تخنیکی مرستو د برابرولو نه ورسته د المان حکومت د نوموړي مرکز د ودانیو د د چارو څښتنتوب او واک په رسمي توګه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپاره.
05.04.1393
دغه مرکز چې د ۲،۳ میلیاردو افغانیو په ټول لګښت ودان شوی دی د تکتیکی روزنې ډګرونه، لیلې، د ډزوډګر، سپورتي ډګرونه او نور د روزنې ماڼۍ لري چې په یوه مهال کې د ۱۴۰۰ تنو د پولیسو د پرسونل ظرفیت لري.

نن د المان حکومت په مزارشریف کې د پولیسو د روزنې د سیمه ایز مرکز (RPTC) دچارو واک د افغانستان حکومت ته وسپاره. د سپارښت مراسم چې په هغه مرکز کې  د ښاغلي مسعود احمد عزیزی، د کورنیو چارو وزارت د پلانګذاری معین، ښاغلي داکتر ردیب د بلخ ولایتی شورا ریس، ښاغلي عبدالرحمن رحیمی، د ولایتی پولیس ریس، ښاغلي الفونس آیگنر، د المان د پولیسو د پروژې ټیم  (GPPT) ریس، ښاغلي داکتر کورنیلیوس زیمرمن، د آلمان کنسل په مزارشریف کي او د المان د فدارلي پولیسو د مشر ښاغلي هیلموت تایخمن په ګډون جوړشوی وو د افغانستان د پولیسو د ساتنې، ودې او روزنې په لاره کې  د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام یو له روستیو پراړوونو څخه ګڼل کیږي. نوموړۍ پروګرام چې د المان د بهرنیو چارو د وزارت په لارښوونه پلۍ کیږي هم د نوموړي مرکز د ودانولو او هم د پولیسو د افرادو او افسرانو دپاره تخنیکی او مالي مرستې کړي دي. نوموړي پروګرام همدارنګه د روزنیزو ځایونو د دوامداره ساتنې او څارنې دپاره د ظرفیت جوړولو په لاره کې د افغانستان سره د مرستې په موخه خاص روزنیز پروګرامونه برابرکړیدي.

نوموړۍ مرکز چې یوازې د ودانولو لګښت یې دوو میلیادو افغانیو ته رسیږي په ښځینه او نارینه لیلیو کې د ۱۰۰ نه زیات ګنجایش او د روزنې دپاره د ۱۲۰۰ تنو د پولیسو د افرادو او ۲۰۰ تنو ښوونکو ظرفیت لري. ددې مرکز مساحت ۵۰۰۰۰۰ مترمربع دی او د څلورو برخو نه جوړشوی دی چې په هغو کې تقریباً ۱۰۰ ودانۍ د بیلابیلو دندو د پاره جوړې شوي دي. د مرکز د ودانولو کار لومړۍ ځل په ۲۰۰۸ کال کې د المان د پولیسو د پروژې د ټیم (GPPT)سره د همکارۍ پراساس پیل شو چې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د ودانیو چارې او د نورو ټولو ودانیو د ساتنې او څارنې دنده په غاړه واخیسته.

د نوموړي مرکز په سپارلو سره اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټولو تاسیساتو او د اړتیا وړ اقدامونو لکه د تسخین، تهویی، د اوبو د نلونو، برښنا، ودانولو او ترمیم، بهرني ځایونو، پاککارۍ، د ودانیو د ساتنې او څارنې دپاره د اوسیدونکو د روزنې او د شتمنیو د ساتنې د پاره د لارښوونو دبرابرولو د ادارې او څارنې څښتنتوب او واک په غاړه واخیست.

د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د بهرنیو چارو په استازیتوب د پولیسو د ریفورم په ټول پروګرام کې دپولیسو د ودانیو جوړولو ته وده ورکوي.  په مزارشریف، کابل، کندز او فیض آباد کې د پولیسو د مرکزو د جوړولو سربیره، نوموړې ادارې د کابل په هوایي ډګر کې د سرحدي پولیسو د ریاست د پاره د یوه مرکز او په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت دپاره د لوژستیک د یوه مرکز په ودانولو کې مرسته کړی ده. څرنګه چې د ودانولو کار د کورنیو ودانیزو شرکتونو په غاړه اچول شوی دی هغه پیسې چې په دې لاره کې کارول شوي دي د سیمه ایز اقتصاد په ودې کې رول لوبوي. د ودانیزو چارو سربیره، نوموړې ادارې د پولیسو کارکوونکي د ودانیو د دوامداره ساتنې او څارنې دپاره هم روزلي دي.

د المان د پولیسو د پروژې ټیم  (GPPT)د افغانستان د ملي پولیسو سره یوځای د پولیسو د روزنیزو کورسونو د انسجام او پرمخ بیولو مسئولیت په غاړه لري.