انځور خبرې کوي

15.12.1397
مزار شریف، بلخ د ۱۳۹۷ کال د کب ۱۵ مه، د لیسو د زده کونکو او د پوهنتونو د محصلینو په شمول له مزار شریف څخه څلویښتو ځوانو انځورګرانو د انځورګرۍ په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ. انځورګرانو د سولې او جګړې د پایلو په انځور کې کښلو لپاره یو میاشت وخت درلود. پرون د بلخ ولایت په مرکز کې د کورنېو لپاره د سلا مشورې مرکز دغه انځورونه نندارې ته وړاندې کړل. د XX ښځو په شمول XX خلک د دغو انځورونو د لیدلو لپاره راغلي ول. افغانستان سره د آلمان هیواد د قانون د واکمنۍ د ټینګښت د ترویج پروګرام (RoL) دغه سیالي ملاتړ کړه.

د بلخ د ښځو د چارو مشر، شهلا حدید، ټینګار وکړ، "د نندارتون اصلي موضوع د جګړې او سولې پایلې لیدل کیږي. افغان ولس لسیزو جګړو او بدبختۍ تجربه کړې، مګر موږ خپل اعتماد په سولې کې ټینګ کړ او زموږ څخه یې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو. « یوښځینه انځورګر ګډون کوونکي زیاته کړه،" د ټولنې هر غړی باید د سولې ډاډمن کولو لپاره هڅه وکړي، لکه څنګه چې موږ ځوانو ښځينه انځورګرانو وکړل»

ګډون کونکو د خپلو انځورونو پواسطه څرګنده کړه چې جګړه څرنګه د بحران او بدمرغۍ لامل ګرځي، حال دا چې سوله کولې شي ټولو افغانانو لپاره روښانه راتلونکې او ښه ژوند برابر کړي. دا سیالي د ځوانو ښځینه ګډون کونکو لپاره ځانګړې فرصت وه چې دا پیام عامه وګړو ته ورسوي. دا نندارتون ښايي لیدونکي ملاتړ کولو ته وهڅوي ترڅو افغانستان کې سوله ډاډمنه او مسلح شخړې پاې ته ورسیږي.

له ښځینه انځور کونکي وویل، «نندارتون به د خلکو په ذهن مثبت اغیزه ولري.»

د دې ډاډمنولو لپاره چې ډيرو خلکو دا مهم پیام ترلاسه کړي وي، ورته نندارتونه به دا انځورونه په راتلونکو اونېو کې په بلخ کې په عامه ځایونو کې نندارې ته وړاندې کړي. د کب په ۱۷ مه، د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت به دا انځورونه د بیا ځلې لپاره په مزار شریف کې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په بهیر کې نندارې ته وړاندې شي.  

په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت د ترویج پروګرام (RoL) د المان  د اقتصادی همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د همکارۍ پواسطه تطبیق کیږي. د دې پروګرام موخه په افغانستان کې د قانون د حاکمیت ډاډمنول، د ښه قضايي سیسټم شتون او د حقوقي مصؤنیت موجودیت دي. د ټولو هیوادوالو د حقوقي مصؤنیت د ډاډمنولو په موخه د قانون د واکمنۍ د ټینګښت د ترویج پروګرام د حقوقي ادارو ملاتړ کوي چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې یې له ۸۰،۰۰۰ څخه ډيرې قضیې  حل کړیدي. په ورته وخت کې، د حقوقو په برخه کې د لوړو زده کړو د ملاتړ لپاره د قانون د واکمنۍ د ټینګښت د ترویج پروګرام له ۳۱،۵۰۰ څخه ډير کتابونه د شرعیاتو پوهنځي ته برابر کړیدي، د پوهنتون استادانو او محصلینو ته یې د حقوقي موضوعاتو په اړه له ۱۹۰ څخه ډیر روزنیز کورسونه تنظیم او له ۶۰ څخه ډیرو محصلینو ته یي اکاډمیک بورسونه ورکړیدي. دا پروګرام همداراز د ښځو د حقوقو په ترویج او عدالت او کاري مارکیټ ته د هغو په لاسرسي ټینګار کوي.