بانکي کریډتونو ته د شرکتونو لاسرسۍ څنګه آسانه کیدلای شي؟

28.01.1398
کابل، د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې ۱۷مه نیټه – نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د صنایعو او سوداگرۍ وزارت بانکي کریډتونو ته د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د لاسرسۍ په باب د دولتي او خصوصي سکتورونو تر منځ یو ملي ډیالوګ په کابل کې جوړ کړ. په دې غونډه کې د دولتي او خصوصی سکتور د نهادونو د بیلابیلو موسساتو لکه د سکتوري وزارتونو، مالي نهادونو، سوداګريزو ټولنو او کوچنیو او منځنیو شرکتونو څخه د ښځو او نارینه وو په شمول شاوخوا ۱۰۰ تنو ګډون کړی وو. بانکي کریډټونو ته د لاسرسۍ آسانه کول به د افغانستان د پایښتونکي اقتصادي پراختیا سره مرسته وکړي. د افغان-المان د همکارۍ ادارې د دغې غونډې څخه ملاتړ وکړ.

د افغانستان د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور داسې څرګنده کړه: «په افغانستان کې کابو ۱۵ سلنه خلک بانکي کریډټونو ته لاسرسۍ لري چې دا رقم ډیر لږ دی او د نورو هیوادونو په پرتله یو نامساعد نسبت ښکاره کوي.» د صنایعو او سوداگرۍ وزارت د تحقیقاتو او څیړنو د ریاست مشر ښاغلي جواد نوري زیاته کړه: «بانکي کریډټونو ته د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د لاسرسۍ نشتوالۍ د افغانستان د اقتصاد یو له ډیرو لویو ننګونو څخه ګڼل کیږي او د هغې تامینول د ملي یووالي د حکومت یو مهم لومړیتوب دی. له همدې کبله، د افغانستان د صنایعو او اقتصاد وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو خونه ژمن دي چې بانکي پورونو ته د نوموړو شرکتونو د لاسرسۍ د آسانه کولو په لاره کې اړین ګامونه اوچټ کړي.»

نوموړي شرکتونه بانکي پورونو ته د لاسرسۍ د هڅو په ترڅ کې اغلباً د ستونزو سره مخامخ کیږي. یوازې شاوخوا دوه سلنه افغاني شرکتونه د خپلو پانګونو د تمویل دپاره پور په لاس راوړي. په پایله کې، هغوی اکثراً د خپل پوتنسیال د کچي څخه ټیټ پاتې کیږي او نشي کولای پراختیا ومومي، یا نوي کارونه ترسره کړي او یا هم نور کارکوونکي وګماري. دا کار د دې لامل ګرځي چې د عاید جوړونې کچه ټیته شي او زیات شمیر بالقوه کارځایونه له لاسه ووزي او دا د اقتصادي پراختیا عمده خنډونه دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې لومړۍ مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي داسې تبصره وکړه: «د دولتي او خصوصي سکتورنو تر منځ دا ډول ملي ډیالوګ مرسته کوي چې بانکي کریډټونو ته د کوچنیو او منځینو شرکتونو د لاسرسۍ په وړاندې په خصوصي سکتور او دولتي ادارو کې شته ننګونې راوپیژندل شي او د هغوی د حل لارې طرحه شي.»

زیات شمیر عوامل شتون لري چې بانکي کریډټونو ته د کوچنیو او منځینو شرکتونو د لاسرسۍ خنډ ګرځي. د بیلګې په توګه، زیات شمیر دغه شرکتونه د موجوده مالي محصولاتو څخه بسیا پوهاوي نلري او ډیر کم د دودیزو پورونو غوښتنه کوي. برسیره پردې، د مالي مراوداتو د ثبت معلومات اغلباً شتون نلري چې دا کار د نوموړو شرکتونو د کریډټ اخیستنې د وړتیا خنډ ګرځي. له دې سره جوخت، د بانکي پورونو د غوښتنې خنډونه ډیر زیات دي. د بیلګې په توګه، بانګونه اغلباً د پور د غوښتونکو څخه غواړي چې د غیرمنقولو شتمنیو د څښتنتوب د داسې سندونو خاوند وي چې رسماً ثبت او راجستر شوي وي، کوم چې په لاس راوړل یې بعضاً ستونزمن دی. برسیره پردې، د ۱۶ سلنې ربحه د پانګې لګښت لوړوي. په پای کې، زیاد شمیر بانکونه یوازې لنډمهال پور ورکوي، په داسې حال کې چې کوچني او منځني شرکتونه د خپلو پانګونو لپاره اوږدمهاله پورونو ته ترجیح ورکوي.

د نوموړو ننګوونو د رفع کولو په موخه، د دې ډیالوګ ګډونوالو هوکړه وکړه چې په اړونده ادارو کې د راپیژندل شویو ننګونو د تعقیب لپاره یوه کمیټه جوړه کړي. برسیره پردې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د یو شمیر بانکونو سره هوکړه وکړه چې د راتلونکې غونډې د جوړولو په اړه د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کړي. په راتلونکي کې، دغه بانکونه به نوموړو شرکتونو ته داسې پورونه وړاندې کړي چې لاسرسۍ ورته آسانه او ربحه یې ټیټه وي. حتی په نوموړي غونډه کې مالي نهادونو خپل محصولات بالقوه مشتریانو ته وړاندې کړل تر څو د ننیو سوداګرو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د eutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د پایښتونکي اقتصادي پراختیا او د کارجوړونې د ودې (SEDEP) پروګرام د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کوي. د دې پروګرام موخه داده چې د نویو کارځایونو او عوایدو فرصتونه د ټولو افغانانو لپاره منځته راوړي. د دې پروګرام کارونه د مغزیاتو، لبنیاتو، چرګانو، غنمو او سابو د ارزښت په پنځو ځنیځیرونو پورې اړه نیسي. د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ دغه پروګرام د کابو ۲۳۰۰۰ تنو افغانانو لپاره د څارویو مدیریت، کنټرول شوې نسل اخیستنې او د کرنې د تخمونو په اړه روزنیز کورسونه جوړکړیدی. برسیره پردې، د ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۱۶ کاله پورې د ۶۷۰۰ نه زیات اوږدمهال کارځایونه او د ۶۰۰ نه زیات موسمي کارځایونه جوړشوي دي او د کارکوونکو عواید چې ۴۳ سلنه یې ښځې جوړوي، ۳۰ سلنه زیات شوي دي.