باوري برېښنا: په سمنګان ولایت کې د بریښنا رسولو له نوې شبکې څخه به ۸۰۰۰ اوسېدونکي ګټه واخلي

25.06.1398
25-۰۶-۱۳۹۸ مزار شریف، بلخ ولایت. تېره پنجشنبه، د سمنګان ولایت برېښنا شرکت (DABS) او افغان جرمن همکارۍ په سمنګان ولایت کې د حضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجر سیمه کې د برېښنا د توزیع شبکې جوړولو قرارداد لاسلیک کړل. د بامانچي، مالک، ګنډاکي، تولکاچي، نوی قزلباش لوپان، زوړ لوپان او سدویي کلیو کې به له ۸۰۰۰ څخه زیات خلک د برېښنا له نوي شبکې څخه ګټه پورته کړي. د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) سره د دغه پروژې په ګوته کولو کې مرسته وکړه او د دغه پروژې تطبیق لګښت چې شا او خوا ۱۳۳ میلونه افغانۍ کېږي، ورکوي. تمه کېږي چې د دغه پروژې د رغولو چارې به په ۱۴ میاشتو کې بشپړ شي.

اوسمهال، د کوکجر سیمه د برېښنا له هیڅ کوم شبکې سره نښلېدلې نه ده. ځینې کورونه او دولتي ودانۍ خپل شخصي جنراتورونه لري چې له هغه څخه برېښنا ترلاسه کوي. خو، د دغه برېښنا لګښت زیات دی او جنراتورونه د چاپېریال ککړتیا او ناآرامۍ لامل کېږي. 

د سمنګان ولایت مرستیال والي ښاغلي صفت الله سمنګاني د دغه پروژې په تطبیقولو کې د سمنګان له سیمه ییزې حکومتدارۍ سره په ګډه د خپل بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه. هغه زیاته کړه، "موږ خوشحاله یوچې د دغه راز یو مهمې پروژې د قرارداد لاسلیک شاهدان یو. د حضرت سلطان ولسوالۍ خلک له ډېر لېوالتیا سره د دغه پروژې په تمه ول او ډېر ژر به په خپل کورونو کې برېښنا ولري."

د دې لپاره چې دغه ستونزې حل شي، د توزیع ۲۰ کیلوولټه لین چې ۱۰ کیلومټره اوږدوالی به ولري، جوړېږي څو دغه سیمه د سنګان له مرکز ایبک آباد د برېښنا توزیع سبسټېشن سره ونښلوي. پر دې سربېره، اته (۸) ټرانسفارمر سبسټېشنونه چې د ۸۳۰ کیلوولټه امپیر ظرفیت ولري او د ۲۳ کیلومټرو په اوږدوالي ټیټ ولتاژ شبکه به هم ولګول شي. د حضرت سلطان ولسوالۍ لپاره دغه نوې شبکه کافي ده څو له ۱۳۰۰ څخه زیات کورونو او همداراز دولتي ودانیو ته باوري برېښنا توزیع کړي چې په هغه کې ښوونځي، دوکانونه او روغتیایي کلینکونه شامل دي.  

د سمنګان ولایت د برېښنا شرکت رئیس سید کریم ډاډ ورکړ چې، "د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) به له قراردادي شرکت سره د تخنیکي مشخصاتو سره سم دغه پروژه بشپړه کړي."

دغه نوې شبکه به پر ډیزلي برېښنا باندې تکیه/اتکا کمه کړي او د خلکو د ژوند شرایط به پر پراخه کچه ښه کړي او همداراز په سیمه کې به اقتصادي او کلیوالي پراختیا پیاوړی کړي. دا کار به له کم لګښت سره د رڼا لپاره دوامداره برېښنا برابره او همدارنګه د رغونې په مرحله کې به د ځایي خلکو لپاره د دندو لنډمهاله فرصتونه برابر کړي.

د برېښنا توزیع نوې شبکې بودیجه ورکولو سره سره به د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) په سمنګان ولایت کې د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) مدیرانو او انجینرانو لپاره د دندې پرمهال روزنې، لارښوونې او څارنې ناستې هم جوړوي. د دغه فعالیتونو موخه په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د ورته پروژو پېژندلو، اداره کولو، پلي کولو، تطبیقولو او ساتلو لپاره د (DABS) وړتیا پیاوړی کول دي. په ورته وخت کې به د برېښنا شبکې زیربناء ثبات تضمینوي.  

د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د دغه پروګرام موخه د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناو ته وده ورکول دي، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو په خپلواکه توګه پراختیایي پروګرامونه پلان اوتطبیق کړي. له ۱۳۹۰ کال راهیسې، دغه پروګرام د افغانستان په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې  له ۱۶۰ کیلومټره څخه زیات سړکونه، ۵۰ کیلومټره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړۍ پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه جوړ کړي او بیارغولي دي. اوسمهال، RIDF په سمنګان ولایت کې د دوه ښوونځیو د بیارغولو پروژې پلي کوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام  له ۳۰۰۰ څخه زیات انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د کار اړونده د دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښودیز پروګرامونه او سیمنارونه جوړ کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو په خپلواکه توګه پېژندلو لپاره زمینه برابروي.