بدخشان کې د سړک د بیاجوړونې کار پیل شو

20.08.1398
فیض آباد، بدخشان، د ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۰ مه – پرون د بدخشان ولایت محترم والي د ټرانسپورټ وزارت له معین، ولایتي چارواکو او د سړکونو د عملیاتو او ساتنې او څارنې ریاست (ROMD) رئیس سره یو ځای په فیض آباد کې د لس (۱۰) کیلو مټره سړک د جوړولو لومړۍ ورځ ولمانځله. دغه سړک به د فیض آباد ښار د لیابه له کلي او ګاونډېو ولسوالېو سره ونښلوي. دغه پروژه د ۷۴ کیلومټره سړک د بیارغاونې د پروژې یوه برخه ده. موخه يې د یو 'ټولو موسمونو له سړک' سره د فیض آباد د ښار او یاوان ولسوالۍ نښلول دي چې شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ ښاریان به ترې ګټه پورته کړي. افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د شاوخوا ۲۰۶ میلیونه افغانېو په ټولټال لګښت سره د بیاجوړونې چارې ملاتړ کوي.

د ټرانسپورټ وزارت معین ښاغلي انجینر محمد ذکریا محمدي په دغه مراسمو کې د وینا پر مهال، وویل، ‘د مرکزي حکومت په استازیتوب، موږ د آلمان له حکومت څخه د افغانستان د زېربناو په بیارغولو کې د دوی دوامداره ملاتړ څخه مننه کوو، او موږ له مرسته کوونکي ادارې (ډونر) څخه مننه کوو چې په داسې یوه مهمه پروژه کې په فعاله فعاله توګه مرتسه کوي. نن، زه ډېر خوښ یم چې د پروژې د بنسټ ډبرې کېښودلو شاهد یم او د دغه سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وایم.'  

د دشت قروغ او لیابه کلېو تر منځ د اوسني جغل کاري شوې سړک خراب وضعیت د دې لامل ګرځي چی نقلیه وساېطو او پیاده تلونکو ته سفر ډير ستونزمن او خطرناک کړي. دې سړک کې ډيرې کندې کپرې شتون لري او د اوبو وتلو سیسټم نلري. کله چې د ودانیزې چارې بشپړې شي نو مارکیټونو، ښوونځېو او روغتیايي تأسیساتو د تللو موده به راکمه او لارې به لا ډيرې خوندي شي. د دې سربېره، اوسیدونکي او سیلانیان به په لا ډيرې هوساینې سره سرجنګل ته ولاړ شي چې په سیمه کې یو دودیز پارک دي ترڅو د اونۍ د پای او عامه رخصتېو څخه خوند واخلي.

ودانیزې چارې په اټکلي ډول سره ښايي ۲۳ میاشتې وخت ونیسي چې په هغه کې د اوسني جغل کاري شوي سړک لویول او د سړک د غاړو د لښتېو اضافه کول شاملیږي ترڅو د باران او ویلې شوې واورې اوبه وباسي. استنادي دیوالونه به په هغو ځایونو کې چېرې چې اړین وي جوړ شي ترڅو د سړک د خرابیدو او زیانمنیدو د خطر مخنیوي وکړي ځکه چې دغه سړک د کوکچه سیند او غره لورې تر منځ پروت ده.

د سړک د بیاجوړونې سربیره، افغانستان سره د آلمان د همکارۍ  د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق به د ROMD (چې پخوا د ټولګټو د ریاست PWD په نوم یادیده) اینجینرانو او مدیرانو ته د دندې پرمهال ټریننګ، روزنه، سیمینارونه او مشورتي جلسې دایر کړي. موخه یې په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د کلیوالو سړکونو د طراحې کولو، جوړولو او ساتنې او څارنې لپاره د اړونده ریاست د ظرفیت لوړول دي ترڅو د عملیاتو او د ساتنې او څارنې ټولې چارې اصلاح کړي.

د سیمه ایزې زیربناء د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب سره تطبیق کیږي. د دې پروګرام موخه د افغانستان په شمال کې د اقتصاد او ټولنیزې زیربناء اصلاح او د ولایتي اداراتو وړ کول دي ترڅو په خپلواک ډول سره پلان او پرمختیايي پروګرامونه تطبیق کړي. په تېرو اوه کلونو کې دغه پروګرام له 160 کیلو مټرو څخه ډیر سړکونه، 50 کیلومټره د اوبو لګونې کانالونه او په بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان ولایتونو کې د سیلاب او د خاورې د تخریب په مقابل کې 11 حفاظتي بندونه  له مالي پلوه تمویل او جوړ کړیدي او اوسمهال په سمنګان کې د دوه ښوونځېو د بیارغاونې پروژې هم تطبیق کوي. په ورته وخت کې دغه پروګرام په خپلواکه توګه د راتلونکو زیربنايي پروژو په حقیقت بدلولو لپاره له 3,000 څخه ډیرو اینجینرانو او دولتي کارکونکو ته د دندې په بهیر کې شاوخوا 900 ټریننګونه، روزنیز پروګرامونه او سیمینارونه تنظیم کړیدي.