تخار کې د سیلاب په وړاندې ژغورونکی دیوال او د اوبو لګونې کانال د 20,000 وګړو د ګټې اخستنې لپاره

15.08.1398
تالقان، تخار، د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۵مه – پرون د تخارسرپرست اود والي مرستیال، او د تالقانو د سیند د حوزی د ادارې (TRBA) مشر د سیلاب په وړاندې د ژغورونکي 1.5 کیلومتره دیوال د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودله. ودانیز کار کې همداراز د اوبو لګونې د یوه کانال بیارغاونه شامله ده ترڅو د اوبو د ډاډمن رسولو شرایط چمتو کړي. دغه غونډه کې یو شمېر دولتي چارواکو چې د دولتي ادارو مسؤلین هم دي ګډون وکړ. له 20,000 څخه ډیر وګړي به د کرنیزې ځمکې له اصلاح شوې اوبو لګونې او د سیلاب ژغورنې څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان-آلمان د همکارۍ د سیمه اییزې زیربنا وجهي صندوق (RIDF) د پروژې په پلي کولو او د شاوخوا 122 میلیونه افغانیو په مالي مرسته د TRBA ملاتړ کوي.

د تخار د والي مرستیال ښاغلي احمد فرید ذکي، پدغه مراسمو کې وویل، 'موږ د سیلاب په وړاندې د دغه ژغورونکي دیوال د بنسټ د ډبرې د ایښودو له امله خوښ یو. دغه دیوال به د تالقانو د سیند په غاړو کې پراته کورونه او ځمکې خوندي کړي.'

اوسمهال، د حاجی رشید او زرګري دوه ډير نفوس لرونکي کلي د سیلابونو له خطر سره مخ دي. دغه سیلابونه د کلیو د بیارغاونې او پراختیا د ریاست د پول، یا د DRRD پول، د اوبو د بریښنا کوچني ماشین او د اوبو د ژرندې په ګډون د اوسیدونکو کورونو او مهمو زیربناو ته ستر زیانونه اړولې شي. د دې سربیره، د مناسب سربند د نه شتون له امله، د نورالله د اوبو لګونې ځایي کانال په کافي اندازه اوبه نه چمتو کوي ترڅو په سیمه کې موجوده کرنیزه ځمکه په کافي اندازې سره خړوبه کړي. دا پدې معنې ده چې په هغې باندې باید موسمي رغاونې ترسره شي.

ودانیز کار به 14 میاشتې وخت ونیسي. پلان شوې دیوال به دوه کلي او همداراز د تالقانو د سیند د ښې غاړې زیربنا وژغوري. د دې سربېره، د نورالله د اوبو لګونې کانال به تر 400 هکتاره (2,000 جریبو څخه ډیرې) کرنیزې ځمکې ته په ډاډمنه توګه اوبه ورسوي، کله چې یو ځل بیاورغول شي بیا به هیڅکله هم موسمي رغولو ته اړتیا ونلري.

د ژغورنې نوي تدابیراو بیارغونه به په سیمه کې ټولنیز-اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي او د ځایی وګړو د ژوند شرایط به ښه کړي. عامه چوپړتیاوې، ښوونځي، مارکیټونه، روغتیایی کلینیکونه او نور دولتي دفترونه به هم له دغې پروژې څخه ګټه پورته کړي ځکه چې دوې به نور د سیلاب له زیان او د ځمکې ویجاړیدو سره مخ نه شي. د دې سربېره، ودانیز کار به د ساحې شاوخوا 80 کسو ته د کاري فرصتونو د ورځنۍ مزدورۍ زمینه برابره کړي.

اینجینیر محمد سلیم اکبر، د پنج آمو د سیند د حوزی د اداري عمومي رئیس څرګنده کړه، 'موږ هیله کوو چې ټولنه به بشپړه توګه له دغې پروژې څخه ملاتړ وکړي او د هر ډول انديښنو او شکایتونو په اړه راپور ورکړي. دا به د پروژې ښه عملیات او ساتنه او څارنه ډاډمنه کړي.'

د پروژې د پلي کولو په بهیر کې به، RIDF د TRBA اینجینرانو او مدیرانو ته د دندې پرمهال روزنه، ښوونه او د لارښوونې جلسې دایر کړي. د دغو فعالیتونو موخه په راتلونکې کې په خپلواک ډول سره د ورته پروژو د تشخیص، مدیریت، پلي کولو او ساتنې او څارنې لپاره د TRBA د ظرفیتونو لوړول دي.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیاد فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کیږي. د دې پروګرام موخه د افغانستان په شمال کې د اقتصاد او ټولنیزې زیربنا اصلاح او د ولایتي اداراتو وړ کول دي ترڅو په خپلواک ډول سره پلان او پرمختیايي پروګرامونه پلي کړي. له 2011 کال راهیسي، دغه پروګرام له 160 کیلو مټرو څخه ډیر سړکونه، 50 کیلومټره د اوبو لګونې کانالونه او په بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان ولایتونو کې د سیلاب او د خاورې د تخریب په مقابل کې 11 حفاظتي بندونه  له مالي پلوه تمویل،جوړ او بیارغولي دي. اوسمهال RIDF په سمنګان کې د دوه ښوونځېو د بیارغاونې پروژې هم پلي کوي. په ورته وخت کې دغه پروګرام د راتلونکې زیربنايي پروژو لپاره له 3,000 څخه ډیرو اینجینرانو او دولتي کارکونکو لپاره د دندې پر مهال کې شاوخوا 900 ښوونېزې جلسې، روزنیز پروګرامونه او سیمینارونه تنظیم کړیدي ترڅو په خپلواک ډول سره د راتلونکو زیربنایي پروژو په حقیقت بدلول آسانه کړي.