تخار کې د ۳۶،۰۰۰ وګړو د ګټې اخستنې لپاره د سړک جوړونې د پروژې د پرانستې مراسم

05.08.1399
تالقان، تخار، د ۱۳۹۹ کال د لړم ۵مه – د شنبه په ورځ د تخار ولایت د تالقانو په ولسوالۍ کې د دوه کېلو مټره سړک د بیارغاونې چارې د لومړنۍ ډبرې په ایښودلو سره پېل شوې. د بیارغاونې پروژه د پل جلات په کلي کې چې د تالقانو د ښار له ښکته خوا څخه د کندز-تخار د لویې لارې په پنځه کیلومټره واټن کې پروت دی پېل او د نوآباد پولیقک کلي کې پاې ته رسیږي. په دغه غونډه کې د سیمه اییزو حکومتي ادارو او د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست (DRRD) استازو ګډون وکړ. له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د سیمه اییزې زیربنا وجهي صندوق (RIDF) به دغه پروژه د شاوخوا ۱۰۹ میلیونه افغانېو په ټولټال لګښت سره تمویل او د کلیو د بیارغاونې او پراختیا له ریاست سره د پلي کولو په برخه کې تخنیکي مرسته کوي.

ښاغلي عبدالله قرلق د تخار نوي ګمارل شوي والي وویل، "زه د خپل ولایت پرمختګ ته د آلمان هېواد د پاملرنې ستاینه کوم. زه له ټولو ښکېلو شریکانو څخه غواړم ترڅو د ودانیزو چارو په بهیر کې د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او د دغې پروژې په بریالي پلي کولو کې همکاري وکړي."

دغه سړک د چال، بنګي او ایشکمیش درې ولسوالۍ له یو بل سره نښلوي او شاوخوا ۳۶،۰۰۰ اوسېدونکي به چې د هغې په شاوخوا سیمه کې ژوند کوي ترې ګټه پورته کړي. اوسمهال، د دغه درېو ولسوالېو اوسېدونکي د ښار مرکز ته د توکو، کرنیزو محصولاتو او څاروېو په لیږدولو کې د سړک د خراب وضعیت له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي. عامه، خصوصي او ټولنیزو چوپړتیاو ته د سړک د ګرد او خاورو او کله ناکله د خټینو شراېطو له امله لاسرسی لرل محدود دي.

د ګرد او خاورې د ککړتیا ستونزه چې په وچ موسم کې د ترافیکو له امله رامنځته کیږي او په ژمي کې د خټین سړک ستونزه به د پروژې له بشپړېدو سره حل شي. دغه پروژه به د ټولو ودانیزو کارونو پر مهال ځايي اوسېدونکو ته د عاید ترلاسه کولو فرصتونه برابر کړي. په اوږدمهاله کې به دغه سړک ځايي اوسېدونکو لپاره ډېرې ټولنیزې-اقتصادي ګټې برابرې کړي او ټولنیزو چوپړتیاو لکه ښوونځېو، روغتیايي تاسیساتو او مارکیټونو ته د چټک لاسرسي له لارې به د ژوند کولو شراېط اصلاح کړي او د کلیو ترمنځ به د امنیت او کلتوري اړیکو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. 

ښاغلي صبغت الله نظري، د DRRD ولایتي مشر وویل، "دغه پروژه به د اوسیدونکو د ژوند شراېط اصلاح او د درې ولسوالیو او ۲۰ کلیو ترمنځ به د سفر وخت د پام وړ اندازې سره راکم کړي. په ورته وخت کې، دغه بیارغول شوی سړک د ترافیکو د ازدحام د مخنیوي لپاره د تخار-کندز د اصلي لویې لارې د بدیل په توګه کارول کیدلی شي." 

RIDF به د بیارغاونې پرمهال د DRRD اینجینرانو او مدیرانو لپاره په ولایتي کچه د دندې پرمهال روزنه او نورې روزنیزې جلسې دایر کړي. موخه یې په راتلونکې کې په خپلواکه توګه د کلیوالو سړکونو د طرحې، ودانولو او ساتنې په برخه کې د اړونده ریاست د ظرفیت لوړول دي.

اوسنی جغل اندازي شوي او خامه سړک بیارغول کیږي ترڅو په هغه کې دوه لېکې، د نقلیه وساېطو د تګ لپاره شپږ متره بر لرونکی کانکریټي سړک چې په دواړو خواوو کې به یو متر جغل لرونکی څنډې ولري، شامل شي. د سړک په داړو غاړو کې به د اوبو د وتلو سیسټم جوړ شي ترڅو د سړک په سطحې باندې د اوبو د راټولېدو او د بنیاد د مشبوع کېدو مخه ونیول شي. د دې سربېره، له سړک څخه د تېرېدو پلچکونه او همداراز د معمارۍ د ډبرو استنادي دېوالونه او د اوبو وتلو جوړښتونه به لوی یا بیاورغول شي ترڅو سړک لا ډېر خوندي کړي. کانکریټي او کلکه سطحه د RIDF په نژدې همکارۍ سره د DRRD لخوا ټاکل شوې ده. چمتو شوې کلکه سطحه تر ۵۰ کالو پورې دوام کولې شي او لږې ساتنې ته اړتیا لري او د نقلیه وساېطو لپاره غوره سطحه برابروي، ښوییدو پر وړاندې مقاومت لري، د شپې لخوا د ښه ښکاره کېدو وړتیا او دوام لري. ودانیزې چارې به شاوخوا ۱۸ مېاشتې وخت ونیسي ترڅو بشپړې شي.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د 270 کیلومتره سړکونو او 98 کیلومترو کانالونه او 15 د سیلاب محافظت بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه 29 ښوونځي جوړ او 5750 کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه 5500 دولتي کارمندانو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.