توحید سیستم آموزشی حقوقی: سکتور عدلی در نظر دارد دوره استاژ حقوقی را ترکیب کند

17.11.1398
مزار شریف، بلخ ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د دلوې د میاشتې ۱۷ مه - په بلخ کې، د افغان-المان د همکارۍ د قانون د حاکمیت پروژې د حقوق پوهانو د عملي زده کړې د یوشان کولو په اړه د ارزونې د ورکشاپ ملاتړ وکړ. د عدلیې وزارت، لویې څارنوالۍ د دفتر، د افغانستان د خپلواکو حقوق پوهانو د اتحادیې او د سترې محکمې په ګډون، د بیلابیلو عدلي ارګانونو شاوخوا ۴۰ استازو په دې ورکشاپ کې برخه اخیستې وه. د ورکشاپ موخه په هیواد کې د راتلونکو حقوق پوهانو لپاره د ستاژ د یوې دورې په کارولو د عملي زده کړې د سیسټم د یووالي د امکان ارزول وو. د حقوقي ستاژ لازمي دوره د حقوقي زده کړې په سیسټم کې د عملي ظرفیت او مهارت د رامینځته کولو برنامه ده. دا دوره فارغینو ته باورلیکونه ورکوي چې د عدلي ارګانونو لخوا د مسلکي او ماهرو حقوقي کارپوهانو په توګه وپیژندل شي.

احمد رفیع د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکه ټولنېAIBA) ‎ (استازي وویل: «دا ورکشاپ د عدلي ارګانونو لپاره یو فرصت وو تر څو د وکیلانو په عملي نصاب کې د اصلاحاتو په برخه ننګونې او فرصتونه وارزوي. په ضمن کې دا ورکشاپ د هغو کسانو لپاره هم فرصت یو وو چې د قانون د عملي روزنې لپاره د ذکر شویوو سیسټمونو مسؤلین دي ترڅو د یو بل څخه زده کړه وکړي او خپل روزنیز سیسټمونو کې نوښت راولي. کیدای چی دا د راتلونکي حقوقي روزنیز سیستم د توحید د اوسمهالولو پیل ويی»

اوس مهال د حقوقي ستاژ څلور دورې شتون لري. پدې کې د قاضیانو لپاره قضایی ستاژ، د څارنوالانو لپاره د ملي حقوقي روزنې مرکز  (NLTC)، د حقوق پوهانو لپاره د افغانستان د خپلواکو حقوق پوهانود اتحادیې (AIBA) ستاژ او تقنین او د عدلیې وزارت حقوقو ستاژ شامل دي. د یو متحد جوړښت لاندې به د بیلابیلو حقوقي مسلکونو لپاره یو ستاژ وي مګر بیلابیل نصابونه به ولري. دا به نه یوازې د فارغینو او نهادونو ترمینځ همکاري او همغږي وهڅوي بلکې د بیلابیلو حقوقي مسلکو پورې د اړوندو موضوعاتو په ترکیب کولو سره به سرچینې خوندي کړي. دا سرچینې بیا د زده کړې د کیفیت په لوړولو کې لګول کیدی شي.

د بلخ د ولایتي محکمې رییس، ښاغلي محمد شریف فاني وویل: «دا ورکشاپ د ګډونکونکو لپاره د بیلابیلو روزنیز سیسټمونو په روښانه کولو کې خورا ګټور ثابت شو. د کاري ډلو تمرکز د سیسټم د یووالي په مثبتو او منفي اړخونو د ننګونونو، فرصتونه او امکانات په ګوته کولو کې خورا مهم ګټور وو.»

په بریالي ډول د ستاژ د دورې بشپړول په ډیری قضايي ارګانونو کې د دندې موندلو لپاره اړین دي. له همدې امله د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ډیری فارغین له پوهنتون څخه تر فارغیدو وروسته د دې ژورې عملي دورې لپاره غوښتنلیک ورکوي.»

د ورکشاپ په بهیر کې، ګډونوالو د حقوقي زده کړو د کیفیت د ښه والي په برخه کې موجوده ننګونې و ارزولې. پدې کې د حقوقي زده کړې په برخه کې او په دې توګه د مختلفو حقوقي نهادونو ترمینځ کمزورې همکاري شامله ده. د ورکشاپ ګډونوال بیا په څلورو ګروپونو وویشل شول ترڅو د ستاژ د بیلابیلو دورو ننګونې د ورکشاپ برخه اخیستونکو ته وړاندې کړي. تر دې وروسته د ګروپونو د مشرانو او د قضا د سکتور د استازو په مشری د پوښتنو او ځوابونو ناسته ترسره شوه. ګډونوالو بیا په بیلابیلو ګروپونو کې د بیلابیلو سازمانونو له استازو سره ګډ کار وکړ ترڅو ګډو ننګونو ته احتمالي حل لارې او د همغږۍ فرصتونه ومومي. پایلې به یې د حقوقي ستاژ د دورې د یووالي لپاره د پلانونو جوړولو ته لاره هواره کړي.

په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا (RoL) پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له خوا د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. دا برنامه په نهو ولایتونو کې ترسره کیږي او موخه یې د ډاډمنتیا رامنځته کول او د ټولو وګړو، په تیره بیا ښځو لپاره عدالت ته لاسرسی دی. دا پروژه د عدلیې وزارت سره په ګډه، د قانون او عدالت د پیاوړتیا په برخه کې د اداراتي او غیر دولتي حقوقي جوړښتونو ملاتړ کوي، او د قضا سکتور شاوخوا ۲۴۰۰ کارکوونکي یې روزلي دي. له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې د حقوقو له لارې له ۱۰۸۰۰۰څخه ډیرې مدني حقوقي قضیې پر مخ بیول شوې دي. د وړیا حقوقي مرستې د چمتو کولو لپاره د حقوقي مشورې د کلینیکونو له لارې د شپږو پوهنتونو ملاتړ شوي دي. له ۱۳۹۸ لمریز کال راهیسې، تر ۸۵۰ ډیر زده کونکي د تجربه لرونکو حقوق پوهانو تر څارنه لاندې د عملي تجربې د ترلاسه کولو په موخه په حقوقي قضیو کې ګمارل شوي دي. دا پروژه په ۸۰  ولسوالیو کې له ۱۰۰ څخه زیاتو د جنډر د داوطلبو فعالینو له لارې او په اسلام کې د میرمنو د حقونو په هکله د مدرسو د ښوونکو د روزنې له لارې ښځو ته د دوی د حقونو په اړه معلومات ورکوي او لارښوونه ورته کوي.