تړون لاسلیک شو – په بلخ ولایت کې د نجونو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ څخه به ۴۳۰ زده کوونکي ګټه پورته کړي

15.11.1397
مزار شریف، بلخ، د ۳۹۷ کال د سلواغه میاشتې ۱۵ نېټه – پرون د بلخ ولایت د پوهنې ریاست او د افغان – آلمان د همکاریو ادارې په بلخ ولسوالۍ کې د ایلقیچي د نجونو عالي لیسې د یوې ودانۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړ. دا یوه منزله ودانۍ به اته (۸) په بشپړ ډول تجهیز شوي ښوونځي ولري. دا به له ۴۳۰ څخه زیاتو ښځینه زده کوونکو لپاره په کافي اندازه د زده کړې چاپېریال برابر کړي. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له دغه پروژې سره مالي مرسته کوي چې ټولټال لګښت یې ۱۹.۵ میلیونه افغانۍ کېږي.

اوسمهال د ایلقیچي د نجونو عالي لېسه هیڅ ودانۍ نه لري. ټولګي په آزاده هوا یا په خېمو کې له مناسبو حفظ الصحوي شرایطو سره جوړ شوي دي. د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له همدې امله د ښوونځي لپاره د خپلې ودانۍ جوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی. دغه نوې ودانۍ باید زده کوونکو ته اجازه ورکړي څو معیاري او د لوړ کیفیت درلودونکي زده کړه ییز چاپېریال ته لاسرسی پیدا کړي.  

د ښوونځي ودانۍ به اته په بشپړ ډول تجهیز شوي ټولګي او دوه اداري خونې ولري. په ساختماني چارو کې به یې همدارنګه د څښلو اوبو څاه، د څوکیدار خونه او د تشنابونو لپاره ودانۍ چې ټولو زده کوونکو ته به په کافي شمېر تشنابونه ولري. نوی احاطوي دېوال او د ننوتلو لویه دروازه باید نجونو ته خوندي چاپېریال برابر کړي څو د سیمې خلک وهڅوي چې خپل ماشومان له اندېښنو پرته ښوونځي ته را ولېږي.

کله چې د ودانۍ ساختماني چارې بشپړې شي، نو ښوونځی به خپله کلنۍ تعلیمي دوره له شپږو څخه نهو میاشتو ته وغځوي. اوسمهال، دغه ښوونځی نیم کال بند اوسي ځکه چې د هوا حالات اکثره د خېمو لاندې ټولګیو څخه مخنیوی کوي. دغه ودانۍ به د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري او باید د طبیعي آفتونو پرمهال ترې د کلیوالو د مؤقتي سرپناه په توګه هم ګټه پورته شي.

د دغه پروژې ساختماني چارې باید په ۲۲ میاشتو کې بشپړې شي او دا پروژه به په سیمه کې ځایي خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي. د پروژې په ټول تطبیق کې به د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) به د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له لورې ګمارل شویو انجینرانو او مدیرانو ته د دندې پرمهال روزنیز پروګرامونه، فردي لارښودنې او د څارنې غونډې برابرې کړي. په راتلونکي کې په خپلواک ډول د ورته پروژو په ګوته کولو، اداره کولو او تطبیق لپاره د نوموړي ریاست د وړتیاوؤ پیاوړي کول د دغو فعالیتونو موخه ده.

د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناوؤ ته وده ورکول د دې پروګرام موخه ده، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو  په خپلواکه توګه پراختیایي پروګرامونه پلان او تطبیق کړي. له ۲۰۱۱ زېږدیز کال راهیسې، د افغانستان په بلخ، کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې له ۱۶۰ کیلو مټرو څخه زیات سړکونه، ۵۰ کیلو متره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړیو  پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه تمویل،  جوړ او بیا رغولي دي. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) اوسمهال په سمنګان ولایت کې هم د دوؤ ښوونځیو د بیارغولو پروژې کوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام له ۳۰۰۰ څخه زیاتو انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د کار اړونده دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښوونیز پروګرامونه او سیمنارونه جوړ کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو خپلواکه تحقق لپاره زمینه برابروي.