د آلمان حکومت د دوه اړخیزه همکاریو دوام او له COVID-19 سره د مبارزې لپاره له ۵.۷۷ ملیارده افغانۍ څخه زیات مالي مرسته کوي

22.03.1399
برلین، آلمان، د غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۹ - نن د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) له افغانستان سره د ۵.۷۷ ملیارده افغانیو (۶۹.۸ ملیونه یورو) مالي ژمنه وکړه. دغه مالي مرسته د افغانستان حکومتي او خصوصي سکټور اقتصادي ننګونو پر وړاندې چټک او مستقیم غبرګون ښودلو لپاره ده ترڅو د COVID-19 ټولنیز او اقتصادي اغېزو په کابو کولو کې مرسته وکړي. دغه مرسته د ۲۰.۷ ملیارده افغانیو (۲۵۰ میلیونه یورو) یوه برخه ده چې آلمان غواړي په ۲۰۲۰ کال کې د دوه اړخیزه همکارۍ لپاره چمتو کړي. په BMZ کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي مارټین ییګر د مالیې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال او اداری مرستیال ښاغلي عبدالحبیب څدران ته د ویډیويي کنفرانس پر مهال د دې ژمنې په اړه خبر ورکړ.

ښاغلي ییګر وویل، "آلمان به په دې ننګونکي وخت کې د افغانستان د یو باوري همکار په توګه پاتې شي او د دوامداره او پراخه پرمختګ په لور به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي."

د آلمان حکومت د COVID-19 ټولنیز او اقتصادي پایلو او پر روغتیايي سیسټم باندې فشار کابو کولو لپاره له افغانستان سره د آلمان همکارۍ پروګرامونو ته بودیجه ورکوي. د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق (ARTF) به ۳.۳ ملیارده افغانۍ (۴۰ ملیونه یورو) ترلاسه کړي. دغه بودیجه له هغو پراختیايي اقداماتو سره مرسته کوي چې د افغانستان د دولت لخوا پلي کېږي، چې په هغه کې د ملکي خدمتونو وده، لومړني ټولنیز خدمتونو وړاندې کول او د غربت کچه راکمول شامل دي. د افغانستان د کرېډټ تضمین بنسټ (ACGF)، د اوبو سکټور پراختیا پروګرام (WSIP)، د دوامداره اقتصادي پراختیا او استخدام پروګرام (SEDEP) به هم بودیجه ترلاسه کړي.

ښاغلي ارغندیوال وویل، "غواړم چې له افغانستان سره د آلمان دولت د تازه ژمنې په اړه په ځانګړی ډول وروستۍ هڅه او ملاتړ چې د کرونا ویروس د کمولو او مدیریت لپاره یې له افغانستان سره وکړ، مننه وکړم. آلمان هیواد زموږ یو له کلیدي او مهمو همکارانو او ملاتړ کوونکو څخه دی چې د افغانستان په بیا رغونه کې یې اغیزمنه همکاري کړې ده. موږ مکلف یوو هغه دوه اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړو چې د دواړو هیوادونو د ګټو تضمینونکي وي."

په داسې حال کې چې آلمان د دغه هېواد د COVID-19 ته غبرګون ښکاره کولو لپاره مرسته کوي، نو د حکومتونو ترمنځ د پراختیایي همکارۍ په اړه خبرې به د دې کال په وروستیو کې د افغانستان لپاره اضافي ژمنو سره ترسره شي. د دغه ژمنې کچه د جنیوا دوه اړخیزه حساب ورکونې کاري چوکاټ (GMAF) کې منل شويو د اصلاحاتو اجنډا پلي کولو پرمختګ پورې تړلې ده. GMAF د اصلاحاتو ترټولو مهم ساحې چې افغان حکومت یې د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې په ګوته کړي، تشریح کوي. د اصلاحاتو په ساحو کې د فساد پروړاندې مبارزه، د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی لمنځه وړل، د سیمه ییز حکومتولۍ جوړښتونه/تشکیل پیاوړی کول او د ځمکې اصلاحات شامل دي.

ښاغلی ییګر دا تاییدوي چې، "که څه هم د COVID-19 ناروغي په دې معنا ده چې اوس د اجنډا پلي کول ډېر ګران کار دی، خو د حکومتولۍ د لا ښه والي لپاره اضافي اصلاحات ضروري دي ترڅو د دوامداره او ټولیز پراختیا لپاره اړین د کاري چوکاټ شرایط ترتیب شي."

دواړو خواوو له فساد سره مبارزه مهمه وبلله. ښاغلي ییګر وویل، "فساد ښه حکومتوالي تر پوښتنې لاندې راولي او پر خپل حکومت باندې د خلکو باور لمنځه وړي. دا کار نادره سرچینې ضایع کوي او پر اقتصادي او ټولنیز پرمختګ باندې ډېر ځنډیدونکی او زیان رسونکی تاثیر لري. دا کار د پراختیایي همکارۍ په برخه کې د خلکو ملاتړ او اعتبار راکموي او همدا راز د پانګونې او رڼې سیالیو مخه نیسي."

ښاغلي ځدران بیا وویل، "زموږ ملاتړي کولی شي د روڼتیا، د بودیجې نه بهر پروژو بشپړ سمون، د مرستو اغیزمنتوب، زمونږ د حکومت سیسټمونو پیاوړي کولو له لارې د ځان بساینې او مالي خپلواکۍ په لور حرکت کې خورا مهم رول ولوبوي."

د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۸ کالونو ترمنځ، د آلمان حکومت شاوخوا ۳۴۷ ملیارده افغانۍ (۴.۲ ملیارده یورو) د افغانستان ملکي برخو بیارغونې لپاره ورکړي دي. آلمان او افغانستان په ګډه سره هڅه کوي څو د ښه حکومتولۍ، دوامداره اقتصادي پراختیا او د ښاروالۍ زیربنا ښه کولو د لومړیتوبونو ساحې په ګوته کړي. له ۱۳۸۸ کال راهیسې، له افغانستان سره د آلمان همکاري  له ۶۰۰ څخه زیاتې پروژې، له ۳۳۰ څخه زیاتو ولسوالیو کې پلي کړي دي چې په ټولو ولایتونو کې یې له ۲۰ مليونو څخه زیاتو خلکو ته ګټه رسېږي.