د آلمان حکومت له افغانستان سره پراختیايي مرستو ته ژمن پاتې کیږي د ۱۸۲.۶ میلیونه یورو (۱۷.۴ بیلیونه افغانۍ) نوې ژمنه

09.04.1400
آنلاین کنفرانس، د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۹مه – د افغانستان اسلامي جمهوریت او د آلمان فدرالي جمهوریت پرون د پراختیايي همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې. د آلمان حکومت ژمنه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره به د دوه اړخیزې همکارۍ لپاره د شاوخوا ۱۸۲.۶ میلیونه یورو (شاوخوا ۱۷.۴ میلیارده افغانۍ) مرسته وکړي. د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلی جلالتماب نذیر کبیری د افغان پلاوي مشري وکړه. د آلمان فدرالي دولت د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) د منځنی ختیځ، لاتین امریکا، سویل ختیځه اروپا او ختیځې اروپا لوی رئيسه آغلی پروفیسور کلودیا ورنینګ د آلمان د پلاوي مشري کوله. دغه کنفرانس د کرونا د روانې وبا له امله د دویم ځل لپاره په آنلاین یا مجازي بڼه ترسره شو.

آغلې پروفیسور  کلودیا ورنینګ د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، "موږ له حکومت او ګڼ شمېر ژمنو افغانانو سره کار کولو ته چمتو یو ترڅو د افغانستان په تلپاتې پراختیا کې ونډه واخلو. موږ به د سوله اییز، ټولنیزه پلوه عادل او له اقتصادي پلوه پیاوړي افغانستان لپاره خپلو هڅو کې یوازې هغه وخت بریالي شو کله چې ټول لوبغاړي د روانې شخړې لپاره یوې سیاسي حل لارې ته ژمن پاتې شي. "

دواړو خواوو په ۱۴۰۰ کال کې د پراختیايي همکارۍ لپاره د بودیچې په تخصیص هوکړه وکړه. د مالي همکارۍ پروژو لپاره به ۱۲۰ میلیونه یورو (شاوخوا ۴.۵ بیلیونه افغانۍ) ځانکړې شي. ۱۵ میلیونه نورې یورو (شاوخوا ۱.۴ بیلیونه افغانۍ) د بېځایه کېدنې د ريښو د له منځله وړلو او د کډوالو د ادغام لپاره د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) د ځانګړي نوښت له لارې د لاسرسي وړ دي. دغه بودیجه به د روانو فعالیتونو د پراختیا لپاره وکارول شي ترڅو بنسټیزو چوپړتیاوو او حقوقي مرستو ته د کډوالو، بېرته راستنېدونکو او داخلي بېځایه شويو وګړو (IDPs) لاسرسی زیات شي.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) لا ډېره بودیجه په مستقیم ډول سره هغو غیردولتي سازمانو ته ورکوي چې په افغانستان کې له ټولنو سره کار کوي. د دی سربېره، د آلمان د بهرنېو چارو وزارت د ثبات جوړونې او بشري مرستو لپاره د پام وړ پانګه برابروي. آلمان په دې ډول سره د ۱۳۹۹ کال د جینوا په کنفرانس کې د خپلې ژمنې د پوره کولو په لټه کې دی ترڅو افغانستان سره په ۱۴۰۰ کال کې د ملکي مرستې لپاره ټولټال تر ۴۳۰ میلیونه یورو (شاوخوا ۴۱ بیلیونه افغانۍ) مرسته وکړي.

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي نذیر کبیری وویل "د آلمان او افغانستان دوستي او ښې اړیکې د یوې پېړۍ څخه اوږد تاریخ لري. د افغانستان حکومت د یوې باثباته دموکراتیکې ټولنې د جوړولو په موخه د آلمان د حکومت او خلکو د مرستو څخه مننه کوي. د نویو لومړیتوب لرونکو پروګرامونو سره د مرستې له لارې به افغان حکومت وکړای شي چې د پر ځان بسياینې پر لور ګامونه اوچت کړي." هغه همدارنګه زیاته کړه “زه ستاسې د مقاومت ستاینه کوم او د زړه له کومې د آلمان د حکومت څخه مننه کوم چې مونږ سره مرسته کوي ترڅو افغانستان په یوه ډاډمن او سوکاله هېواد بدل شي.”

د آلمان او افغانستان پراختیایي همکاري به ۸ نوي جوړ شوي د ملي لومړیتوب لرونکي پروګرامونه په پام کې نیسي او کوښښ به وشي چې د دولت د ملي لومړیتوب لرونکي پروګرامونو سره مطابقت ولري. او دغه ملي لومړیتوب لرونکي پروګرامونه په لاندې ډول دي: د اساسي بنسټیزو جوړښتونو ملي پروګرام، د بشري پانګې ملي پروګرام، د اوبو د زیرمو د مدیریت ملي پروګرام، د انرژۍ او استخراجي صنعت ملي پروګرام، د حساب ورکونې او ډیجیټالي کولو ملي پروګرام، د روغتیا ملي پروګرام، او د مالي سکتور ملي پروګرام.  د آلمان او افغانستان د پراختیایي همکاریو موخه دا ده چې د افغانستان د خلکو په ژوندانه کې تلپاتې بدلون رامنځته او د خلکو راتلونکی ښه شي ترڅو هغوی وکړای شي په خپلواکه او آرامه توګه ژوند وکړي چیرې چې بیوزلي، بې ځایه توب، تاوتریخوالی او افراطیت شتون ونلري.

آلمان او افغانستان به په ګډه د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو، بنسټونو د پياوړتیا او فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي. آلمان تمه لري چې د ټولو افغانانو په ځانګړې ټوګه د مېرمنو، ماشومانو، لږکیو او له خطر سره مخ نورو ډلو بشري حقونه او بنسټیزې آزادۍ خوندي او پیاوړي شي. په دې کار سره به ډاډ ترلاسه شي چې ټول اوسېدونکي د تېرو ۲۰ کلونو او راتلونکو کلونو له اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او پرمختیايي لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کولای شي.

دا همدا راز هغه اصول هم دي چې دواړه د افغانستان د شراکت د دوه اړخیزه هوکړه شوي چوکاټ (APF) او د افغانستان د سولې او پراختیا II ملي چوکاټ (ANPDF-2) بنسټ جوړوي. آلمانی اړخ افغان اړخ هڅوي ترڅو اغېزمن ګامونه واخلي او د ANPDF-2 او APF د پلي کولو په برخه کې ریښتونی پرمختګ رامنځته کړي.

 لکه د تېرو کلونو په څېر، آلمان د افغانستان د بیارغاونې له وجهي صندوق (ARTF) له لارې د خپلو مرستو یوه برخه د ښې حکومتولۍ په برخه کې د پرمختګ سره تړلې ده. د هغو مرستو سربېره چې نن یې ژمنه وشوه، آلمان به تر۷۰ میلیونه یورو (شاوخوا ۶.۶ میلیارده افغانۍ) د ARTF له لارې د حکومت په واک کې ورکړي. که څه هم د مرستې دغه برخه د مېرمنو د پیاوړي شوي رول په ګډون د بشري حقونو په وضعیت، د فساد پر وړاندې د مبارزې په کړنو، سم عامه مالي مدیریت او ملکي خدمتونو کې د سمون په رامنځته کېدو پورې اړه لري، د دغې مرستې (یا د هغې د څو برخو) د ترلاسه کولو په اړه پرېکړه به د ۱۴۰۰ کال د لړم په میاشت کې ترسره شي.

آلمانی اړخ به افغانستان کې له اصلاحي شریکانو سره خپله همکاري پراخه کړې او په روڼتیا، مالکیت او پرمختګ باندې د تمرکز کولو د ودې لپاره به له هڅوونکو اقداماتو څخه پراخه ګټه پورته کړي. آلمانی اړخ همدا راز د ټولو شته او نویو بنسټیزو تاسیساتو د دومداره فعالیت په ارزښت باندې ټينګار وکړ ترڅو د افغانانو د ګټې لپاره د هغوې فعالیت تضمین کړي.

د افغانستان او آلمان تر منځ همکاري  په ۱۳۳۶ کې پیل شوې ده. له هغې مودې راهیسی د دوه اړخیزې تخنیکي او مالي همکارۍ ټولټال اندازه له ۴ میلیارده یورو (۳۸۰میلیارده افغانۍ) څخه اوړي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د آلمان د فدرالي حکومت ترمنځ د پراختیايي همکاریو په اړه راتلونکې خبرې اترې به په برلین یا کابل کې په ۱۴۰۱‍ کال  کې ترسره شي. افغانستان په اړه د جینوا د ۱۳۹۹ کال د لړم د میاشتې په کنفرانس کې  آلمان تر ۱۴۰۳ کال پورې د پرله پسې مرستې ژمنه وکړه.