د آلمان حکومت له افغانستان سره پراختیایي همکاریو ته دوام ورکوي: د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) به له افغانستان سره ۲۱.۳ یو ویشت اعشاریه دری میلیارده افغانۍ مرسته وکړي.

14.07.1399
ریښتینئ کانفرانس، ۱۳۹۹ کال د تلې میاشتې څوارلسمه – تیره اونۍ چهارشنبه، د ۱۳۹۹ کال لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت او آلمان فدرالي جمهوریت ترمینځ د پراختیایي همکاریو په اړه د حکومت خبرې اترې په بریالیتوب سره پای ته ورسیدلې. د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) په ۱۳۹۹ کال کې د شاوخوا ۲۱.۳ بیلیونه افغانۍ (۲۴۰ میلونه یورو) مالي او تخنیکي همکاریو لپاره د پانګونې ژمنه وکړه. نوره مرسته به BMZ په مستقیمه توګه نادولتي سازمانونو ته ورکوي او پر دې سربېره به د آلمان فدرالی هېواد د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره تلپاتې پروژو لپاره تر ۱۶ بیلیونه افغانۍ (۱۸۰ میلونه یورو) او همدارنګه په ۲۰۲۰ کال کې د بشردوستانه مرستو لپاره ۱.۷ بیلیونه افغانۍ (۱۹.۴ میلونه یورو) مرسته کوي. په دې توګه به آلمان په ۱۳۹۵ هجری لمریز کال کې د بروکسل د کانفرانس په ترڅ کې د ۴۳۰ میلیونه یورو کړې ژمنه هم پوره کړي.

د BMZ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مارټین ییګر وویل، ' د افغانانو نارینه او ښځینه، هلکان او انجونې ژوند ښه کول  ږموږ ګډه مؤخه ده. موږ په ګډه سره هڅه کوو څو دندې ایجاد کړو، د لوږې او فقر سره مبارزه وکړو، د افغاني ارګانونه پیاوړي کړو او زېربناوېورغوو او له هغوی څخه ساتنه وکړو'. د دواړه هېوادونو تر منځ همکاري به په سولهاییز او ټول شموله ټولنو، د ښه دندو لپاره روزنې او دوامداره ودې او همداراز د اقلیم او انرژۍ په برخه کې د موږ د سیارې پر مسؤلیتونو باندې تمرکز کوي.         

دا سږ کال کې دچنګاښ په میاشت کې د  افغان او آلمان د حکومتونو ترمنخ د پانګونې دویمه ژمنه ده.  کوید نولس (کرونا د پراخه وبا په وړاندې د افغانستان د ملاتړ په پار د نوموړی کال  دټول ټال ۲۱.۳ بیلیون افغانیو ( ۲۴۰ ملیونه یورو)  له پانګې څخه وار له مخه د ۵.۷۷ بیلیونه افغانۍ (۶۹.۸ میلیون یورو) د افغانستان د بیا رغونې له اعتباری پانګې (ARTF)  سره مرسته کړې. د افغانستان دولت لخوا د شوی پرمختګ پراساس او د جینوا د د ځواب ویونکي اډانې GMAF پر بناِ او سږ کال د COVID-19 او سولې خبرو اترو په لړ کې د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره، آلمان اوس مهال ARTF ته د ۴.۹ میلیارده افغانۍ (۵۵ میلونه یورو) اضافي پانګه ځانګړې کوي، چې په ۱۳۹۹ کال کې د ARTF ټولټال مرسته ۸.۴۶ میلیارده افغانۍ (۹۵ میلونه یورو) کېږي[1].

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل ،'المان د افغانستان دوهم لوی پانګونکی هېواد دی ، چې له ۲۰۰۱ زېږدیز کال نه راوروسته یې د افغانستان په بیارغونه کښې کلیدي رول لوبولی دی. د افغان-المان همکارۍ زموږ د ګډې پراختیا د اجنډا په پلي کولو کې د پام وړ لاسته راوړنو کې برخه اخیستې'.

آلماني لوري ټینګار وکړ چې آلمان به د افغانستان او افغانانو د پرمختګ لپاره د باور وړ اوږدمهاله همکار وي. ښاغلي مارټین ییګر وویل، «افغانستان او آلمان کولای شي ۱۰۰ کاله پخوانۍ ملګرتیا ته له سره کتنه وکړي. که شرایط سم وي، آلمان به د سولې، ټول شموله او دوامداره پرمختګ او ډیموکراسۍ په لاره کې د افغانستان ملګری او همکار وي.»

په ۱۳۹۷ کال کې د حکومت وروستي خبرو اترو راهیسې، د افغان-جرمن د پراختیا همکارۍ تمرکز ساحې دریو نويو لویو موضوعاتو ته ځانګړي شوي. اوس، په دغه لومړیتوبونو کې سوله ییزې او ټول شموله ټولنې، د ښه دندو لپاره روزنه او دوامداره پرمختګ، د اقلیم او انرژۍ له پلوه  زموږ مسؤلیت او همدا راز د دې لومړیتوب لرونکو ساحو څخه پرته نوره همکاري شامله ده. په دغه برخو کې د آلمان د پراختیایی همکاریو فعالیتونه د حکومتي نهادونو ظرفیت لوړول، له فساد سره مبارزه ، قانون ته لاسرسي ، د تصمیم نیولو په پروسو کې د وګړو ښکېلول، د افغانانو ترمنځ لېوالتیا او ټولنیز پیوستون ایجادول او دوامدار ګټو وټو فرصتونه برابرول شامل دي. پر دې سربېره، د دغه لومړیتوبونو مؤخه د اوبو کمبود سرچینو مدیریت، د ځنګلونو بیاودانول او د طبیعي سرچینو دوامداره کارونې له لارې د نوي کېدونکي برېښنا وېش ته وده او د اقلیم د بدلون سره ځان عیارول دي.

ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال وویل، «د سولې راوستل د افغانستان د خلکو او حکومت له مهم لومړیتوبونو څخه یو لومړیتوب دی. د خلکو، ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو او  نړیوال همکارانو قربانیو څخه مننه کوم. حکومت د باور جوړونې بې ساري ګامونو اخیستلو سره سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده.»

د افغان  جرمن همکارۍ د ژوند شرایط او د افغانانو راتلونکي امکانات ښه کول دي. آلمان د ښې حکومتولۍ، نهادونو پیاوړي کولو او اداري فساد پروړاندې ژمنې تمه لري. پر دې سربیره، دا تمه هم لري چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو، لږکیو او هغه ډلې چې په خطر کې دي، بشري حقونه او لومړنی آزادي خوندي او تقویه شي، ترڅو ټول خلک وکولای شي د تېرو ۱۹ کالونو اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او پرمختیایي لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي.

د دغه اصولو پربنسټ، آلمان په ځان د بسیاینې په لاره کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي. دغه مؤخې په بشپړ ډول د افغانستان د لومړیتوب پالیسیو سره سمون لري، لکه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي کاري اډانه او ملي لومړیتوب پروګرامونه. آلمان هم غواړي چې د هیلسنکي همکارۍ نوی کاري اډانه (HPF) په پام کې ونیسي چې له نور مرستندویه ادارو او د افغانستان له حکومت سره د ۱۳۹۹ کال په لیندۍ میاشت کې په ګډه هوکړه وشي. دواړه خواوو د قوي HPF پر موافقې ټینګار وکړ چې د اصلاحاتو عمده برخې په ګوته کوي او بیا د دوه اړخیزه حساب ورکونې اصول یې عملي کوي. آلمان به دغه ډول اصلاحاتو په لور د پرمختیایي همکارۍ تمویل ته ادامه ورکوي. په هغه برخو کې چې د اصلاحاتو پرمختګ لپاره هیڅ شواهد نه ښیې، کېدای شي چې خپله مرسته کمه یا هم ودروی.

آلماني اړخ همدارنګه ټینګار وکړ چې د فعالیت او ساتنې تګلاره او د اړونده مرستندویو مؤسساتو سره موافقه د آلمان د پراختیايي همکارۍ لخوا تمویل شوو ټولو زېربنایي پروژو لپاره لازمي دي او د هرې نوي پانګوونې لپاره لازمي شرط دي.

د آلمان پراختیایي تګلارې  او نورو پروژو په اړه مالوماتو ته د دغه لِنک له طریقه آنلاین لاسرسی کولای شئ: www.gc-afg.de/ps

 

[1] دغه مجموعه په یورو کې د هر میاشتې نرخ تبادلې له مخې محاسبه شوې (انفو یورو، اروپایي کمېسیون)