Primary tabs
د افغانستان او المان ترمنځ د دوامداره همکارۍ لپاره ۶.۲ میلیارده افغانیو ژمنه
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت مرستیال ښاغلی ییګر وویل، المان چمتو دی چې د سولې او دیموکراسۍ په لاره کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هره راتلونکې مرسته باید د ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسې د ترلاسه شوو پراختیایي لاسته راوړنو پر بنسټ وي، په ځانګړي ډول هغه مرستې چې ښځو او نجونو ته یې ګټه رسولې ده. المان به له افغانستان څخه د اوږد مهاله ملاتړ کوونکي په توګه خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.
په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې، ټولټال ۱۴.۱ میلیارده افغانۍ (۱۶۴.۵ میلیونه یورو) مالي همکارۍ ته او ۴ میلیارده افغانۍ (۴۶.۵ میلیونه یورو) تخنیکي همکارۍ ته ځانګړې شوې دي. المان لیواله دی ترڅو خپله ژمنه وساتي، خو په دې شرط چې د افغان حکومت خپل د فساد ضد تدابیر ډېر کړي، غوره حکومتولۍ ته وده ورکړي او هوکړه شوي اصلاحات تطبیق کړي. د المان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) به په دې توګه د غوره حکومتولۍ په اړه د شاخصونو لاسته راوړلو لکه څرنګه چې د جینیوا د دوه اړخیز حساب ورکونې په چوکاټ (GMAF) کې ذکر شوي دي، او د انرژۍ په سکتور کې د عملیاتو او مراقبت په اړه د بریالیو اصلاحاتو او پرمختګ پورې د خپل مالي ملاتړ یوه برخه محدوده کړي. که چېرې دا شرایط پوره نه شي، نو د مالي ملاتړ د یوې برخې مخه نیول کېدلای شي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، د افغانستان حکومت د باثباته ډیموکراسۍ د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان په ملاتړ کې د المان د حکومت مرستې مني. غوره حکومتولۍ، دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې، ښاري پراختیا او د ښاروالۍ زېربناء کې مرسته کول به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي ترڅو د اغېزمنتوب او ځان بساینې پر لور حرکت وکړي. زه د المان له حکومت څخه مننه کوم چې له موږ سره د یو خوندي او سوکاله افغانستان په جوړولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ۶.۲ میلیارده افغانیو (۷۲ میلیونه یورو) اضافه ژمنې شوې مرستې څخه نږدې ۴.۶ میلیارده افغانۍ (۵۳.۵ میلیونه یورو) مرسته د نوې کېدونکې انرژۍ او د انرژۍ د وړتیا په واسطه د برېښنا لېږد ته د ودې ورکولو، د کندز – خلم ملي لویه لار او د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) په ګډون په روانو پروژو کې مالي همکارۍ ته ځانګړې شوې. د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) پروګرام د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزې زېربنا ته وده ورکوي په داسې حال کې چې په خپلواکه توګه د پراختیایي پروګرامونو پلانونو او تطبیقولو لپاره ولایتي ادارې ځواکمنوي.
له تخنیکي او مسلکي زده کړو (TVET) سره د مرستې او د څېړنو او کارپوهانو وجهي صندوق په ګډون د روانو تخنیکي همکاریو د پروژو په تمویل کې به پروژو ته ۱.۶ میلیارده افغانۍ (۱۸.۵ میلیونه یورو) اضافه شي. د مطالعاتو او کارپوهانو وجهي صندوق په کوچنۍ کچه اقدامات او پروژې تمویلوي، کومې چې د تخنیکي همکاریو له پروژو څخه ملاتړ کوي.
د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اپریل په میاشت کې د دولت د خبرو اترو پرمهال، د المان حکومت پراختیایي همکارۍ لپاره ۵ میلیارده افغانۍ (۵۹ میلیونه یورو) د همکارۍ ژمنه وکړه. د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د بیارغونې ایمني وجهي صندوق (ARTF) د تمویل لپاره نږدې ۶.۸ میلیارده افغانۍ (۸۰ میلیونه یورو) اضافه مرسته ورکړل شوه. د نړیوال بانک لخوا دا اداره شوی فنډ غوره حکومتولۍ ته د ودې په ورکولو سره د افغانستان ثبات غواړي.
دوامداره ژمنتیا د جینیوا د دوه اړخیز حساب ورکونې هغه چوکاټ (GMAF) تعقیبوي چې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د جینیوا په کنفرانس کې رامنځته شوی وو، کوم چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د نړیوالې ټولنې ترمنځ پر دوه اړخیزې حساب ورکونې ټینګار کوي او د همکارۍ لپاره یو مهم بنسټ وړاندې کوي. د المان دوامداره ژمنتیا همدارنګه په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د بروکسل په کنفرانس کې له ترسره شوې ژمنې سره مالي مرسته کوي، کوم چې تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې د افغانستان لپاره دوامداره نړیوال سیاسي او مالي ملاتړ تضمینوي ترڅو د افغانستان په مشرۍ یو پیاوړی حکومت او پیاوړې ادارې رامنځته کړي.
سربېره پردې، دغه دوامداره ژمنې د المان او افغانستان دواړو خواو ته فرصت برابروي ترڅو خپلې مرستې سمې تنظیم کړي او هغو نړیوالو دوامداره پرمختیایي موخو (SDGs) لپاره چې د پاریس تړون لخوا ټاکل شوې دي، خپلې ملي اړتیاوې پوره کړي.
د آلمان پراختیایي ستراتېژي د افغانستان د مالکیت پیاوړي کول، افغانستان سره د پراختیایي همکاریو راپور حق لري. ستراتېژۍ او د پروژې په اړه لا زیاتو معلوماتو ته د https://www.ez-afghanistan.de/ps وېبپاڼې له لارې لاسرسی کېدلای شي.