د افغانستان د استخراجي سکټور وده - افغان پلاوی په کاناډا کې په نړیوال کنوانسیون کې ګډون کوي

14.12.1398
ټورنټو ، کاناډا ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب ۱۴ مه - نن ، د کاناډا په ټورنټو ښار کې ددغه هیواد د کان پلټونکو او پراختیا ورکوونکو د ټولنې (PDAC)، د ۲۰۲۰ کال د سوداګریزې نندارې او پانګوالو د نظر د تبادلې څلور ورځنی کنوانسیون پای ته ورسید. په نړیواله کچه د افغانستان د کانونواستخراجي سکټور د ودې په موخه، د سرپرست وزیر عنایت الله مومند په ګډون د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پنځو غړو یو پلاوي په دې مراسمو کې ګډون وکړ. د کاناډا د کان پلټونکو او پراختیا ورکوونکو ټولنه (PDAC) د کان پلټنې یو کلنی کنوانسیون دی چې پکې له ۱۳۰ هیوادونو څخه ۱۰۰۰ ننداره وړاندې کوونکي، ۳۸۰۰۰ پانګوال او ۲۴۰۰۰ ګډون کوونکي برخه اخلي. له افغانستان سره د آلمان همکاري د دې پلاوي ملاتړ کړئ وو.

په خپله پرانیسته وینا کې، سرپرست وزیر عنایت الله مومند وویل، "افغانستان د کانونو په بازار کې د خپلې ونډې د زیاتولو لپاره ستر فرصت لري. دا په ځانګړي توګه یو حقیقت دی چې په شمالي امریکا ، اروپا ، ختیځه آسیا او مینځني ختیځ کې د لوړ کیفیت قیمتي کاڼو ته تقاضا مخ په ډیریدو ده. زه ټولو نړیوالو شرکتونو ته بلنه ورکوم چې د مستقیمې پانګونې او یا د کانونو په اکتشاف او استخراج کې د تخنیکي مهارتونو د وړاندې کولو له لارې د افغانستان د کانونو له سکټور ملاتړ وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت لوړ پوړو چارواکو او کارپوهانو د کنوانسیون په اوږدو کې د سرپرست وزیر مومند ملتیا کوله. دغه پلاوي نه یوازې د افغانستان په استخراجي سکټور کې د خصوصي پانګوونې په هڅولو ټینګار وکړ ، بلکې د وروستیو تخنیکي پوهو ، عصري ټیکنالوژیو ، محصولاتو ، خدماتو او د کانونو د قضایی چارو په اړه یې هم زده ې ترلاسه کړې. سربیره پردې، یاد پلاوي د نړیوالو همکارانو او د کان کیندنې د خصوصي شرکتونو سره د شبکې جوړولو او د دوه اړخیزو زده کړو په فعالیتونو کار وکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي سلاکار حبیب الله میرخیل په دې هکله  وویل "افغان پلاوي د کانونو د سکتور ښه استازیتوب وکړ. برخه اخیستونکي شرکتونه اوس د افغانستان د کانونو له سکټور څخه ښه تصویر لري او مونږ هیله مند یو چې دا غونډه به په هیواد کې نړیوالې پانګونې ته وده ورکړي.

په افغانستان کې طبیعې سرچینې په پراخه کچه شتون لري. تر دې دمه، په افغانستان کې ۱۴۰۰ معدني پیښې، امکانات او زیرمې پیژندل شوې دي. افغانستان د اوسپنې ، طلا ، مس ، سرب ، جست ، سیماب، حلب، تالک ، مرمر او داسې نورو غیر نفتي معدني سرچینو په اکتشاف کې خورا ډیر فرصتونه وړاندې کوي.

تر دې دمه، د کانونو او پټرولیم وزارت د کان پلټونکو او د کانونو پراخوونکو لپاره ډیری فرصتونه وړاندې کوي ترڅو په نړۍ کې د ګړندی وده کوونکو سکتورونو یوه برخه و اوسي. د افغانستان معدني سرچینې د اقتصادي ودې د زیاتولو، د اضافي عاید د تولید او په هیواد کې د ډیرو نوو دندو د رامینځته کولو لپاره عالي ظرفیت وړاندې کوي.

د کانونو په سکټور کې د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا پروګرام د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د(GIZ) GmbH له خوا پلئ کیږي. ددې پروژې موخه د استخراجي صنعت څارنه او په هغه کې له روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کول دي ترڅو د دولت د عوایدو په تنظیمولو، پانګوونې ته په وده ورکولو او په اوږد مهال کې د فساد پروړاندې له مبارزې سره مرسته وکړي. دا د کانونو او پطرولیم وزارت ته د معلوماتو د شفاف مدیریت، د نړیوالو معیارونو سره د مطابقت، او د کان کیندنې په سکټور کې د ښځو د هڅولو پرمهال د عملي مهارت د ودې او پیاوړتیا په اړه مشورې ورکوي. دا د استخراجي صنایعو د شفافیت نوښت (EITI) کې د بیاځلې اعتبار په ترلاسه کولو کې د افغانستان ملاتړ کوي کوم چې د معلوماتو شفافیت او د فساد ضد کړنو ته اړتیا لري. له ۲۰۱۳ کال راهیسې، له ۷۰۰ څخه زیاتو خلکو مسلکي روزنه او دندې پورې اړونده ځانګړي روزنه ترلاسه کړې ده.