د افغانستان د استخراجي صنعتونو د روڼتیا نوښت (EITI) د اعتبار د بیا تاییدولو پر لور

30.04.1398
کابل، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د میاشتې ۳۰ نېټه - پړون، په کابل کې د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو او د مدني ټولنې د سازمانونو استازو او د خصوصي شرکتونو لپاره یو ورکشاپ ترسره شو. دغه ورکشاپ د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په لومړیو کې د معطل کېدو څخه وروسته د ۲۰۲۰ زېږدیز کال لپاره د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت معیارونو ته د افغانستان د غړیتوب ته بیا اعتبارورکولو بنسټ کېښود. د کانونو او پټرولیم وزازت د پلان او پالیسۍ معین ښاغلي ولي الله ځدران د دغه پروګرام مشري کوله. د مهمو دولتي چارواکو په ګډون شپېته کسانو، نارینه او ښځینه وو، او د افغانستان د استخراجي صنعتونو د روڼتیا نوښت د څو ګونو ښکېلو خواوو ګروپ ګډون کړی وؤ.

نن ورځ د استخراجي صنعتونو د شفافیت معیارونو، د استخراجي صنعتونو د شفافیت له مرکزي ادارې څخه د نویو معلوماتو او تخنیکي پوهاوي سره د افغانستان د اوسنیو ننګونو په اړه د معلوماتو او پوهې د شریکولو په ناستې سره پیل شوه. د روزنیزو پروګرامونو د اړتیاوو اروزنو، د ظرفیت لوړونې او د کاري جریان انجینرۍ په اړه غونډو لپاره پلان جوړونه په ماسپښین کې ترسره شوه. دغه مهم فعالیتونه به په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي او باید معیارونو ته د افغانستان ژمنتیا تائید کړي.

د استخراجي صنعتونو د نوښت معیارونو سره سمون لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت، د ماليې وزارت، خصوصي شرکتونو او د مدني ټولنو په سازمانونو کې واحدونو او ادارو ته اړتیا لري څو په خپلو کې د کان کیندنې اړونده ډیټا سره شریکه کړي. دا له هرې ادارې څخه پرسونل ته اړتیا تصدیقوي څو په ترتیب سره وروزل شي. له اړتیاوو سره سمون لپاره د افغانستان په مهمو هڅو کې د کان کیندنې په برخه کې د دولت په عوایدو کې د لا زیاتې روڼتیا رامنځته کول، د آنلاین حکومتولۍ خدمتونه وړاندې کول او د ډیټا په راټولولو کې د مدني ټولنې او خصوصي سکتور په فعال ډول ښکېلول شامل دي.

افغانستان د ۲۰۱۰ زېږدیز کال راهیسې د استخراجي صنعتونو د روڼتیا نوښت غړی دی. بېرته خپل ځای ته راګرځولو لپاره، افغانستان باید د خپل کان کیدنې جواز او د عوایدو د ډیټا په آنلاین ډول خپرولو ته وده ورکړي. همدارنګه دا باید د امتیازاتو د حق هغه تأدیات تصفیه کړي چې د کان کیندنې شرکتونو له لورې د هغو پر وړاندې راپور ورکړل شوی چې دولت ترلاسه کړي دي. د افغانستان دولت شپږ میاشتې وخت لري څو د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې د اعتبار د بیا تائید لپاره د غوښتنې کولو څخه وړاندې دغه اړتیاوې پوره کړي.

افغانستان سره د آلمان همکارۍ اداره په منظم ډول د افغانستان د استخراجي صنعتونو د روڼتیا نوښت له ظرفیت لوړونې، د پوهې شریکولو او عامه پوهاوي څخه ملاتړ کوي. خورا د پام وړ ده چې دوی د کان کیدنې د کدسټر پوستغالي له تطبیق څخه ملاتړ کړی، د کانونو او پټرولیم په وزارت کې یې آنلاین حکومتولي جوړه کړې او د کانونو په اړه ژوندۍ ډیټا ته اجازه ورکوي څو په آنلاین ډول په دغه وېبپاڼه کې خپره شي: http://afghanistan.revenuedev.org . د استخراجي صنعتونو د روڼتیا نوښت ملي همغږی کوونکی، حشمت الله سایس، دغه پورټال ته د استخراجي صنعتونو د روڼتیا نوښت سره د افغانستان د مطابقت بنسټ او د هېواد د کان کیندنې په سکتور کې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو یوه سرچینه نومولې ده.

د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې پروګرام د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ) تطبیقوي. د افغانسان د کان کیندنې سکتور د بالقوې په بشپړ ډول تر نفوذ لاندې راوستلو لپاره، د دولت د عوایدو لوړول، پانګونې ته وده ورکول او په سکتور کې د فساد پر وړاندې مبارزه کول د دغه پروګرام موخه ده. دا پروژه ښکېلو خواوو ته روزنه ورکوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د کان کیندنې فعالیتونه په شفاف ډول او له قانون او همدارنګه د نړیوالو روغتیایي او چاپېریالي معیارونو سره سم ترسره کېږي. په نورو فعالیتونو کې، دغه پروژې د ۲۰۱۳ زېږدیز کال را پدېخوا د کان په اړه د پلان جوړونې، د کان کیدنې اقتصاد او د کان کیدنې څارنې په څېر موضوعاتو په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت او ولایتي ادارو کې د کان کیدنې له ۳۱۰ څخه زیاتو څارونکو او نورو کارکوونکو  ته ۲۱ روزنیز کورسونه تنظیم کړي دي. پردې سربېره، دغه پروګرام په سکتور کې د ښځینه وو ګډون ته د ودې ورکولو په موخه افغان مېرمنو ته له ۱۳ بورسونو څخه مالي ملاتړ کړی دی. دا پروګرام همدارنګه روڼتیا ته د ودې ورکولو او د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره د افغانستان د استخراجي صنعتونو د روڼتیا له نوښت (AEITI) څخه ملاتړ کوي.