د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د ښځو د رول پیاوړتیا

04.02.1398
هرات، د ۱۳۹۸ کال د غویې ۴ مه – د هرات ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د ۲۰ کارکونکو لپاره د جندر په اړه درې ورځنې ورکشاپ نن پاې ته ورسیده. دغه غونډه د هرات ولایت په ښار کې ترسره شوه چې د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې يي د جنډر په رول تمرکز کاوه. دغه ورکشاپ د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د جنډر څانګې لخوا ترسره شو. د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ټینګولو په موخه له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پروګرام (MinGOv) دغه غونډه له مالي پلوه ملاتړ کړه.

د روان کال په لومړېو کې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې پرمهال، د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرستې وزیرې آغلې نرګس نهان څرګنده کړه، ’ د کان ایستنې په سکتور کې د ښځو رول باید په نژدې راتلونکې کې له سمبولیک څخه په ریښتوني، فعال او کیفیتي  ګډون کولو بدل شي. مونږ باید د کانونو او پټرولیم په وزارت او د هغه په ولایتي ریاستونو کې لږ تر لږه ۳۰ سلنه ښځینه کارکونکې ولرو. ‘

هرات د هیواد یو تر ټولو ډیرو پرمختللو ولایتونو له ډلې څخه دی چې دواړه ښځو او نارینه و لپاره د زده کړې فرصتونه برابروي. خوبیاهم، د هرات ولایت د کانونو او پټرولیم په ریاست کې د ۴۰ کارکونکو له ډلې څخه یواځې دوه کارکونکي ښځینه دي. یو ګډون کونکي ټینګار وکړ چې : «د جندر اړوند پوهاوی به د سکټور پرمختیا آسانها کړي او د DoMPs کاري چاپیریال ته وده ورکړي.»

دغه ورکشاپ د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د ښځو اوسنۍ وضع مطرح او د هغې په پرمختګ کې یې د هغو بالقوه ونډه لنډیز کړه. له مناسبې زده کړې سره، ښځې کولې شي چې د کان ایستنې د څارنې او د کانونو د مدیریت اړوند هر ډول دنده ترسره کړي – ستر پوتانسیل چې تر دې دمه ترې ګټه نده اخستل شوې.

ګډون کونکو د جنډر او د هغې اړونده مفاهیمو لکه د سازماني تبعیض د سرچینو، کار کې د جنډر د مساواتو، د افهام او تفهیم د مناسبو وسیلو، د دوه اړخیز درناوې د مفهوم او د وزارت پالیسېو کې د جنډر د ادغام په اړه بحث وکړ. هغوئ همداراز افغانستان کې د ښځو لپاره د ملي کاري پلان (NAPWA) او د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي په اړه د افغانستان د قانون په اړه معلومات ترلاسه کړل.

دغه نوې ترلاسه شوې پوهه به له ګډون کونکو سره د کانونو او پټرولیم په وزارت او د هغه په ولایتي ریاستونو کې د تبعیض او د جنډر د تعصب په مخنیوي کې مرسته وکړي. پدې کې د ګمارنې تګلارې، ورځنې کار او همدارنګه د روزنې او شخصي پرمختګ فرصتونه شاملیږي. خپلو جوړښتونو کې د بیلګې د ټاکلو پواسطه، د کانونو او پټرولیم وزارت موخه د خصوصي سکتور هڅول دي ترڅو ډیرې ښځينه کارکونکې وګماري او همدارنګه په کان ایستنې کې د هغوئ ونډه اخستل آسانه کړي چې د افغانستان دوامداره پرمختګ ته وده وربخښي.

افغانستان کې د کانونو د ایستنې په اړه ښې حکومتولۍ ته د ودې ورکولو پروګرام د آلمان د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت په استازېتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH   له لوری پلي کېږی. افغانستان د کان ایستنې د سکتور د پوره پیاوړي کولو لپاره، د دې پروګرام موخه د دولت د عایداتو ډېرول، په سکتور کې د پانګونې وده او د فساد سره مبارزه ده. دغه پروژه شریکانو ته روزنه ورکوی ترڅو د کانونو په اړه کړنې رڼې د قانون مطابق او همداراز د روغتیا او چاپيریال د نړی والو معیارونو سره سمې ترسره شی. د نورو کړنو سره سره، دغې پروژې له ۱۳۹۲ کال را پدېخوا د ۳۱۰ څخه زیاتو د کانونو مفتشینو او د کانونو او صنایعو په وزارت او ولایتونو کې نورو کارکونکو ته  ۲۱ روزنیز کورسونه لکه: د کانونو پلان کول، د کانونو اقتصاد او د کانونو څارنه دایر کړی دی. په ورته وخت کې، نوموړي پروګرام د افغان مېرمنو لپاره د ۱۳ بورسونو پانګونه کړې ترڅو په سکتور کې د مېرمنو ونډه لوړه کړی. د دې سربیره، دا پروګرام د افغانستان د کان اېستنې د صناعیو د روڼتیا AEITI ملاتړ کوی ترڅو روڼتیا ته وده ورکړي او له فساد سره مبارزه وکړي.