د افغانستان عدلیې وزارت ته د دوسیو جوړونې د یوه نوي سیستم سپارل

پرون د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام د حاکمیت د قانون د ټینګښت د پروژې په چوکاټ کې په مزارشریف کې د عدلیې وزارت د حقوقو او دولتی قضیو ریاستونو ته د دوسیو جوړونې یو نوئ او ډیر اغیزمن وسپارل شو
20.07.1395
د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشتې کې، د عدلیې وزارت د دوسیو جوړونې د یوه مناسب سیستم دپاره اړتیا رفع کړه چې د ډونرو ادارو په اړه د مهال له مخې اغیزمنې او شفافې لړۍ تامینوي. تراوسه پورې د ټولو ولایتونو دپاره د دوسیو جوړونې یو واحد سیستم نه وو جوړشوی.

د دوسیو جوړونې نوئ سیستم د عدلیې وزارت او د هغه د کارکوونکو د وړاندیزونو په شمول د افغان -المان د همکارۍ د پروګرام او د ایټالیې د پراختیایي همکارۍ د ادارې (IADC) له خوا جوړشویدی. دغه نوی دیټابیس په ټول هیواد کې کارول کیدلای شي او په پام کې ده چې په موقع او په تیره بیا په صحیح توګه د رپوټ ورکونې په لاره کې ننګونې رفع کړي. د دوسیو جوړونې نوموړۍ نوۍ سیستم  او میتودونه به لومړۍ د هرات او بلخ په ولایتونو کې په تجربوي توګه پلۍ شي. هغه کتابونه چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام او د ایټالیې د پراختیایي همکارۍ د ادارې په استازیتوب چاپ شویدي د نوموړو ادارو د کارکوونکو دپاره به مرستندویه لارښوونه برابره کړي.

د نوي سیستم له برکته اوس باید د عدلیې وزارت او د حقوقو د ریاستونو کارکوونکي هره قضیه په مساوي تو ګه سمبال کړي. له بلې خوا، کله چې هیوادوال پوه شي چې د دوي قضیې به د واحد سیستم د درلودلو له امله د مهال له مخې په اغیزمنه او مساوي توګه پرمخ بوول شي، پر حکومت باندې د هغوی باور پیاوړۍ  کیدای شي.

د نوموړي سیستم د سپارلو په مراسمو کې د بلخ ولایت د عدلیې ریاست مشر ښاغلي محمد جعفر مصباح داسې ټینګار وکړ: "زمونږ د دوسیې جوړونې سیستم  او زمونږ دفترونه زاړه شویدي او د عصر اړتیاوي نه پوره کوي. مونږ دغه کار د خپلو اجراآتو او فعالیتونو د سمون دپاره یو ښه ګام ګڼو." په نوموړو مراسمو کې د دولتي قضیو د ریاست مشر ښاغلي سادات  او همدارنګه  د حقوقو د ریاست مشر ښاغلي محبي هم ګډون کړی وو. هغوی دخپلو ویناوو په ترڅ کې داسې وویل: "د دوسیې جوړونې دغه نوۍ سیستم زمونږ د کارکوونکو او تفتیش دپاره یو کنترول هم دی ځکه دا سیستم مونږ ته راښیي چې کوم فعالیت د چا له خوا د قانون سره سم او د مهال په محدوده کې ترسره شوی او کوم کار ندی تر سره شوی. دغه سیستم زمونږ د هیوادوالو دپاره هم ارزښتناکه دی. هغوی به د خپلو قضیو په باب معلوماتو ته لاسرسۍ پیداکړي. د مثال په توګه، هغوی کولای شي په دې اړه معلومات ترلاسه کړي چې د هغوی قضیې په محکمه یا نورو اړونده ادارو کې په کومه مرحله کې لیدل کیږي. معلوماتو ته دغه راز لاسرسۍ شفافیت او روڼتوب هم منځته راوړي."

د دریو میاشتو نه وروسته به دغه آزمایښتي مرحله وڅیړل شي او په هیواد کې ټولو ولایتونو ته د دوسیې جوړونې د نوي سیستم د پلۍ کولو نه دمخه به پر هغې باندې کره کتنه وشي.

 د افغان-المان د همکارۍ پروګرام  ددې پروژې دپاره د ۲۰۱۴ د پای نه راهیسې د ۱ میلیونو افغانیو په ارزښت مالي او تخنیکي مرسته برابره کړیده.

دافغان-المان د همکارۍ  اداره  د آلمان د اقتصادی همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)  په استازیتوب  د افغانستان د  حکومت سره یوځای په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د ټینګولو په لاره کې کار کوي. د ۲۰۰۳ کال را په دې خوا دغه پروژه د افغانستان د عدلیې وزارت سره د ټولو خلکو دپاره عدالت ته د لاسرسۍ د تامینولو د هڅو په لاره کې مرسته کوي او دې موخې ته د رسیدو دپاره،  عدالت ته دخلکو د ډیر ښه لاسرسي او همدارنګه د عدلي او قضایي سکتور د کارکوونکو مسلکي ظرفیت ته د سمون ورکولو څخه ملاتړ کوي. په عین حال کې د خلکو د حقوقي پوهاوي  د کچې په لوړولو کې مرسته کوي.