د المان په ملاتړ او مالي مرسته د فرخار د روغتون د بیړني سرویس د نوي څانګې د ودانولو کار پیل شو

د فرخار د روغتون د بیړني سرویس نوې څانګه به درې بیړنۍ خونې ولري چې په هغو کې به نه تنه ناروغان په یوه مهال کې تداوی کیږي.
01.05.1393
د المان حکومت د ۲.۶ میلیونو افغانیو مالي مرستې ترڅنګه به د نوموړرې ودانیزې پروژې نه ملاتړ کوي.

 “The population of Farkhar is very happy about the prospect of improved emergency services. The hospital will also be able to employ qualified doctors for the new ward, while other doctors will have greater opportunities to improve their own capacities in other hospital wards.” - Hafizullah

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي حفیظ اله صافي او د فرخار ولسوال ښاغلي ملا عطا د تخار ولایت د فرخار  د روغتون د بیړني سرویس د نوې څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره په رسمي توګه کیښوده. د بیړني سرویس د نوې ودانۍ په جوړولو سره چې د روان کال د دسمبر په میاشت کې به بشپړه شي د نوموړې ولسوالۍ اوسیدونکو ته به ښه روغتیایی خدمتونه برابر شي. نوموړی روغتون د بیړني سرویس د دریو خونو په لرلو سره به وکولای شي چې په یوه مهال نه تنه ناروغان په بیړني حالاتو کې تداوي کړي. د دې ودانۍ د ودانولو پروژه  به د تخار ولایت د عامې روغتیا د ریاست له خوا د المان په ملاتړ او ۲.۶ میلیونو افغانیو مالي مرسته پلي شي.

ښاغلي صافي د پورتني مراسمو په ترڅ کې داسې وویل: "د فرخار اوسیدونکي د راتلونکي بیړني روغتیایی خدمتونو د ښه کیدو په باب ډیر خوشحاله دي. د فرخار شفاخانه به وکولای شي د بیړني سرویس د نوې څانګې دپاره نوي ډاکتران وګماري او په عین حال کې به موجوده ډاکتران نور ډیر امکانان پیدا کړي چې خپل ظرفیتونه د روغتون په نورو څانګو کې سمبال کړي ." ده همدارنګه زیاته کړه چې دغه ودانۍ به د لوړو ستنډردونو په پام کی نیولو سره ودانه شي.

د فرخار روغتون اوس  د  ۸۳ کلیو  د څه ناڅه  ۶۴۰۰۰ اوسیدونکو دپاره یوازینۍعمده روغتیایی مرکز ګڼل کیږي. د نوې څانګي په ودانولو سره به بیړني ناروغان نور ګاونډی ولسوالیو یا د ولایت مرکز ته  نه لیږدول کیږي او دهغوی سره به ډیر ژر مرسته وشي، او په دې توګه به د خلکو د مرګ او میر کچه  او د ناروغانو د لیږد لګښت را ټیټ شي.  له همدې امله د بیړني سرویس د نوې څانګې ودانول او د دغه واحد خدمتونه به ددې امکان په لاس راکړي چې د سیمي ډیرو اوسیدونکو سره به مرسته وشي او د نوموړي ولایت د عامې روغتیا ریاست په نسبت  به د وګړو باور زیات شي.

د دې پروژې د ودانولو د پیل په مراسمو کې د ښاغلي صافی، ښاغلی میر احمد تمیم  د والی د دفتر استازی او ښاغلي عطا تر څنګه، د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا د وزارت  (BMZ)کمیشنر ډاکټر فرانک پول، او تر سلو تنو زیات د ولایتي پراختیایی کمیټې او د ولایتي او ولسوالۍ شوراګانو استازو، سپین ږیرو، مذهبي مشرانو او د فرخار د  ولسوالۍ ښاریانو برخه اخیستې وه.

نوموړې پروژه د تخار ولایت د عامې روغتیا د ریاست او د فرخار د ولسوالۍ د پراختیایی کمیټې له خوا د ولایتي پراختیای کمیټې په منظورۍ پیل شوه. دا پروژه به د تخار ولایت د عامې روغتیا د ریاست له خوا د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا د وجهي صندوق  (RCDF)په ملاتړ او د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت په ۲۶۱۴۴۸ افغانیو مالې مرستې پلې شي.

د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا وجهي صندوق (RCDF) چې د افغان-آلمان د همکاری د پروګرام یوه برخه جوړوي د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا پر مخ بیول کیږي . دا صندوق د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د افغاني پارتنرو سره ددوی د پراختیایی لومړیتوبونو پربنا مرسته کوي او په عین حال کې د دولت ملکي کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه او د لارښودنې پروګرامونه  جوړوي. ددغه صندوق  موخه د هغه د کار د پراخ ډګر په پام کې نیولو سره داده چې په پروسو باندې افغاني مالکیت لوړ کړي، د افغانستان دولتی ادارې مظبوتې کړي او شفافیت او دټولو خلکو برخه اخیستنه وهڅوي.