د با کیفته زده کړې لپاره د تدریس د معیار لوړول – له ۲۱۰ خلکو څخه زیات روزل شوي

18.07.1398
کابل، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د اکټوبر د میاشتې ۱۰مه نېټه - نن ورځ د ټولګي د څارنې اړوند د اوو (۷) درې ورځنیو ورکشاپونو وروستی هغه یې د کابل، بلخ، سمنګان، ننګرهار، بامیان، بدخشان او هرات ولایتونو کې پای ته ورسېدل. له ۴۰ څخه د زیاتو مېرمنو په ګډون ۲۱۰ کسانو په روزنیزو ناستو کې ګډون درلود. په ګډونوالو کې د اړوند ولایت پوهنې ریاست (PED)> د دارالمعلمینو غړو (TTCs) او د سر ښوونکي پراختیایي مرکزونو (TDCs) شامل وو. افغانستان سره د آلمان همکارۍ ادارې له دې مراسمو څخه مالي ملاتړ وکړ. د کندهار ولایت د پوهنې ریاست د څارنې مدیر، ښاغلي نعمت الله فېروز تأکید وکړ، اوس موږ کولای شو چې د افغانستان لپاره د ښوونکي د وړتیا په چوکاټ کې د وړتیا د شپږو ټاکل شوو برخو پر بنسټ د خپلو ښوونځیو ښوونکي په غوره توګه و ارزوو، په دې سره به موږ وکولای شو چې د دوی له مسلکي پراختیا څخه په غوره توګه ملاتړ وکړو.

د هغو متقابلو اغېزو پورې د تړلي ورکشاپونو له لارې چې په ګډ کار، ګروپي کار او لکچرونه په کې شامل دي، ګډونوالو د تدریس د شپږو وړتیاوو پر بنسټ په ښوونځیو او دارالمعلمینو کې د درس د څارنو ترسره کول زده کړل. په دوی کې د موضوع په اړه پوهه، د تدریس پلانونه او ګډه زده کړه، د ټولګي مدیریت، د تدریس او زده کړې ارزونه، مسلکي زده کړه او له ټولنې سره اړیکې شامل دي. دویمه موخه یې له کورنیو او محلي ادارو سره د مرستندویه اړیکو رامنځته کول او که مناسبه وي په تدریسونو کې د دوی ښکېلتیا ده.

بل ګډونوال، ښاغلي حمدالله حقمل، د کندهار دارالمعلمین د پښتو څانګې رئیس وویل، له دې ورکشاپ وړاندې، موږ به د ټولګیو او تدریس پرمهال ډېر سخت ګیره وو. خو اوس موږ زده کړل چې څنګه د ښوونکي د شپږو وړتیاوو او د بوختیا میتودونو پر بنسټ تدریس وړاندې کړو. زه باور لرم چې دا به د زده کوونکي زده کړې ته ډېره وده ورکړي.

همدارنګه ګډونوالو زده کړل چې څنګه د تدریس هرې وړتیا ته د فعالیت له شاخصونو سره سم رغنیز نظر وړاندې کړو. د ښوونکو لپاره دا رغنده نظر به په نهایت کې د زده کوونکو زده کړې ته او په ټولو ښوونځیو کې د تدریس معیار ته د ودې په ورکولو کې مرسته وکړي. د ښوونکو د روزنې ریاست (TED) او د تعلیمي څارنې عمومي ریاست ماسټر روزونکو دغو روزنیزو ناستو ته د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.

د سپټمبر میاشتې له اوومې څخه تر شپارلسمې نېټې پورې، د دغو ورکشاپونو روزونکو یا ماسټر روزونکو د هند په هېواد کې روزونکو لپاره د روزنیز پروګرام (ToT) د یوې برخې په توګه د ټولګې د څارنې لپاره د ورکشاپونو په لومړۍ دوره کې ګډون وکړ. په دغو ماسټر روزونکو کې د ښوونکو د روزنې ریاست او د اقتصاد وزارت (MoE) د تعلیمي څارنې ۱۹ اکاډمیک غړي شامل وو چې هغوی بیا وکولای شول له ځان سره هغه څه راوړي چې دوی په هند کې زده کړي وو ترڅو په اوو ولایتونو کې ۲۱۰ ګډونوال وروزي.

د بسنټیزو زده کړو پروګرام (BEPA) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ)  له خوا پلي کېږي. د افغانستان له پوهنې ورازت سره د ښوونکي په روزنه او د نصاب په پراختیا کې په مرسته کولو سره په افغانستان کې د بسنټیزو زده کړو د تدریس کیفیت ته وده ورکولو د دغه پروګرام موخه ده. له ۲۰۸ زېږدیز کال راپدېخوا، د بنسټیزو زده کړو پروګرام له ۲۲۰۰۰ څخه زیاتو ښوونکو او استادانو ته روزنیز پروګرامونه وړاندې کړي دي. سربېره پردې، ۲۳ د ښوونکي د روزنې مرکزونو د نورو ښوونکو لپاره جبري کار زده کړه معرفي کړه. په پایله کې یې د افغانستان په شمال کې د دارالمعلمینو نږدې ۱۵۸۰۰ زده کوونکي او د ښوونځیو ۸۸۳۰۰ زده کوونکي اوسمهال له پرمختللې زده کړې څخه ګټه پورته کوي. دوی اوسمهال تخصصي، د دوی له عمر سره برابر  او زده کړیال محوره تدریس ته لاسرسی لري.