د بدخشان د ولایت دپاره د سیمه ایز اقتصادی پراختیا پلان پیل شو

د بدخشان په ولایت کې د اقتصادي ودي د آسانه کولو او د کار دځایونو د رامنځته وړلو په موخه د ولایتي پراختیا شورا (PDC) د المان د پراختیایی همکارۍ د ادارې په ملاتړ د سیمه ایز اقتصادی پراختیا پلان پیل شو چې د سیمې ټولنه د سوداګرۍ د پراختیا په لاره کې هڅوي.
05.04.1393
نن د بدخشان د والي معاون ښاغلي ډاکتر ګل محمد بیدار په حضور کې د بدخشان ولایت دپاره یو سیمه ایز اقتصادی پراختیا پلان پیل شو.

نوموړۍ پراختیایی پلان د یوې تخنیکی کاري ډلې له خوا چې  د بدخشان د ۲۷ دولتی ادارو  او خصوصي سکتور د سازمانونو د استازو لکه د ولایت مقام، ولایتي ادارې او د سوداګرۍ موسسې او خصوصي تشبثونو نه جوړ شوی دی طرحه شو.

د بدخشان ولایت د یوې لرې او غرنیزي سیمي په توګه ګڼل کیږي چې اقتصادي پراختیا یې له راز راز ننګوونو لکه خواره زیربنا، د بیکارۍ لوړه کچه او د پانګې اچونې  دکموالي سره مخامخ ده. نوموړۍ پراختیایي پلان یوه ستراتیژیکه طرحه ده چې موخه یې په هغه ولایت کې د سوداګرۍ د یوې ټینګې پایې جوړول دي.

په دې پلان کې د لومړیتوب اقتصادي سکتورونه چې په عین حال کې د خصوصي پانګې چونې دپاره په زړه پورې دي او سیمې اوسیدونکو ته د کار د ځایونو او عوایدو د منځته راوړلو دپاره مساعددي، پیژندل شوي دي. سربیره په دې، په دې پلان کې د لومړیتوب په سکتورونو کې د پانګې اچونې د شرایطو د ښه کولو په باب اقدامونه وړاندې شوی دي. نوموړې کاري تخینکي ډله کولای شي د سلامشورې د بورد په توګه د دولتي او خصوصي ادارو ګډ اقدامونه چې د ولایتي پراختیا د کمیټې منظوری ته اړتیا لري وړاندې کړي. بالاخره، په  نوموړي پلان کې د مارکیټنګ دپاره یوه طرحه شته چې موخه یې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګې اچوونکو په نقشه کې د بدخشان منځته راوړل دي. هغوی "طبیعتاً بدخشان" د یوه شعار په توګه ټاکلی دی چې دا د اقتصادي پراختیا د سرچینې په توګه د سیمې طبیعی سرچینو ته یوه اشاره ده.

د نوموړی محفل په ترڅ کې د بدخشان ولایت د اقتصاد رئیس ښاغلي عبدالغفور فروغ د پلان جزئیات راوسپړل او هغه اړونده اقدامونه یې را په ګوته کړل چې د کاري تخنیکي ډلې غړو پخوا ورباندې موافقه کړې وه لکه د یوه نندارتون جوړول او په بدخشان کې د ټولو سوداګریزو موسسو د یوې خلاصې ورځې اعلانول. سربیره پر دې، د بدخشان والي معاون ښاغلي ډاکتر ګل محمد بیدار د نوموړي پلان د ارزښت  او د پانګې اچونې د جلبولو په موخه د ګډو کارونو د کولو په لاره کې د سیمه ایزې ټولنې په هڅونې کې د هغه د رول په باب توضیحات ورکړل.

د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbHاداره د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب د نوموړي سیمه ایز اقتصادی پراختیا پلان د طرحکولو څخه ملاتړ کړیدی.