د بدخشان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې به د سړک له بیارغونې څخه ۶۹۰۰۰۰ کسان ګټه اخلي

13.08.1399
۱۳۹۹ هجری لمریز کال د لړم ۱۳ مه فیض آباد بدخشان . د یکشنبې په ورځ، د بدخشان ولایت چارواکو او د ټولګټو چارو ریاست (PWD) رئیس په فیض آباد ولسوالۍ کې د نهه (۹) کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک کړ. له افغانستان سره دآلمان د مرستو د سیمه ییزو زېربناوو پراختیایی صندوق (RIDF) به د دیها ثبات سړک د بیا رغونې له چارو سره مرسته کوي، چې د المان د پراختیایی بانک( (KfW په مالي مرسته د شا او خوا ۱۸۸ میلونه افغانیو په لګښت بیارغول کېږي.

د بدخشان والي، ښاغلي ذکریا سودا وویل، "سیمه يیز حکومت د پروژې له پلي کېدو څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي. زه له قراردادي څخه غواړم چې د رغونې پرمهال د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي."

 دهن ثبات له فیض آباد نه تر لای ابا  د ۱۰ کیلومټره په اوږدوالی او بیاله فیض آباد نه تر شهر بزرګ سړک پورې د پنځه (۵) کیلومټره اوږد سړک  دی. دغه درې  پروژې د ۷۴ کیلومټره اوږده  سړک هغه برخه ده چې د فیض آباد ښار د یاوان له ولسوالۍ سره نښلوي. د دغه سړک بیارغونه به د فیض آباد ښار او ۱۰ نور ولسوالیو کابو ۶۹۰۰۰۰ کسانو ته ګټه ورسوي، چې په دغه ولسوالیو کې یفتل پاین، شهر بزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خاهان، نوسای، میمی، کُف آب او شیکی ولسوالۍ شاملې دي.

د ټولګټو چارو ریاست رئیس، انجینر سید عبدالروف عبیدي وویل، "د دې پروژې په پلي کیېو سره به د ځایي اوسېدونکو د ژوند حالت په پراخه کچه وده وکړي او په خوندي توګه به تګ راتګ کوي. د دغه پروژې له پلي کېدلو سره به د ولسوالیو او کلیو ترمنځ د سفر وخت به د پام وړ راکم شي. "

د لوړ کیفیت درلودونکې زېربنا وې، لکه د لېږد را لېږد سیسټمونه او د سړک آسانتیاوې اقتصادي ودې او ټولنیز اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره مهم دي. د دهن ثبات سړک بیارغونه به مارکیټونو، ښوونځيو او روغتیایي اسانتیاو ته چټک لاسرسی برابر کړي او ټولنیزو راکړو ورکړو او د دندو فرصتونو ته به وده ورکړي. دا کار به د شا او خوا ټولنو لپاره تګ او راتګ اسانه او آرامه کړي. د عصري سړکونو پر زېربناووباندې پانګونه به لازیات ټولنیز اقتصادي فعالیتونه تشویق کړي، چې د سیمې په ټولیز پرمختګ به مثبت اغېز ولري.

RIDF به د سړک د بیارغونې پانکې سربېره، د دندې پرمهال هغه انجینرانو او مدیرانو لپاره روزنه، ښوونې او روزنیزې غونډې جوړوي څوک چې د ټولګټو چارو په ریاست کې کار کوي. د دغه فعالیتونو مؤخه د کلیوالي سړکونو ډیزاین، دجوړونې او ساتنې لپاره د دغه ریاست د کارکوونکو وړتیا  لوړول دي.

د بدخشان د ولایتي شورا رئیس، ښاغلي بشیر احمد صمیم وویل، "پرمختګ او رغونه د موږ د خلکو د خوښۍ لامل کېږي. موږ د دې پروژې د جوړولو لپاره د افغان جرمن له همکارۍ څخه ډېره مننه کوو او د پلي کېدلو پرمهال یې د قوي ملاتړ ډاډ ورکوو."

دغه سړک تر ډیره بریده هوار او یو څه برخه یې له تیندکونو څخه تېرېږي، خو ځینې برخې یې په غرني سیمو کې هم پرتې  دي. د سړک بيارغونه اړينه ده، ځکه چې د اوبو وتلو سيسټم نشتوالی د نري جغل په سطحو کې د کندو کپرو جوړولو لامل شوی دی.

د بیارغونې په کارونو کې د نهه (۹) مترو په اوږدوالي سړک ته د اوسني جغلي سړک پراخول شامل دي، چې په دې کې د بار وړونکو موټرو لپاره له جمپ څخه پرته پوخ سړک او د سړک په دواړه خواو کې ۱.۵ مټرو په اوږدوالي جغلي د پلي تګ را تګ لارې شامېلې دي. د سړک د غاړې لښتي به د باران او اوبه شوې واورې اوبه وباسي. احاطوي دیوالونه به د سیند په غاړه او ښویېدونکو ځایونو کې جوړ شي څو د سړک زیانمنېدو مخه ونیول شي. اضافي استنادي دیوالونه به د دې کار لامل شي چې په بارانی او یا واورین موسم کې  له خوړونو څخه په خوندي توګه موټر تېر شي.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د 270 کیلومتره سړکونو او 98 کیلومترو کانالونه او 15 د سیلاب محافظت بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه 29 ښوونځي جوړ او 5750 کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه 5500 دولتي کارمندانو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.