د بدخشان ژورنالیستانو د ښځو د توانولو په اړه د رسنیو د رول په باب خبرې اترې وکړې

په تیرو وروستیو څوارلسو کلونو کې د افغانستان رسنۍ د ښځو د توانولو په لاره کې د پاملرنې وړ رول لوبولی دی او اوس هم دغه رول لوبوي
07.05.1395
دا دهغې غونډې پایله وه چې د تیرې سه شنبې په ورځ د بدخشان ولایت د فیض اباد په ښار کې د سجنا په نامه د افغانستان په شمال کې د ژورنالیستانو د ټولنیزي ټولنې او د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام له خوا په ګډه جوړه شوې وه.

د ښځو د توانولو په ډګر کې درې کارپوهانو او د هیواد د۶۰ تنو نه زیاتو ژورنالیستانو د فیض آباد د ښځو په مرکز کې راغونډشوی وو او د ښځو د توانولو په اړه درسنیو د رول په باب یې خبرې اترې وکړې. ددې غونډې پایله داوه چې میدیا په ټولنه کې د ښځو د برخې اخیستنې په هڅولو کې زیات ارزښت لري. هغوی ددې توان لري چې پیغامونه خپاره کړي او د ښځو د ننګوونو په باب د خلکو پوهاوي لوړه کړي. هغه څه چې تر ټولو ارزښت لري دادی چې میډیا د ښځو غږ پورته کوي او په دې توګه هغوی ته ددې امکان ورکوي چې د افغانستان د حکومت، د اړونده ډلو او ټولنې سره په مجموع کې په فعاله توګه ښکیل شي.

د رسنیو د غونډې په لومړۍ برخه کې درې افغانې کارپوهې لکه د بدخشان د ښځو د چارو مشرې میرمن ذوفنون حسام ناطق، د ښځو د حقونو فعاله میرمن ناجیه سروش او د افغان-المان د همکارۍ د پرګرام غړې میرمن نسیمه سحر خپلې ویناوې وړاندې کړې او د خپلې کارپوهنې په ډګر کې یې توضیحات ورکړل.

میرمن ذوفنون حسام ناطق د افغانستان  په ټولنه کې  د ښځو د برخې اخیستنې په اړتیا تینګار وکړ او داسې یې وویل: "یو هیواد نشي کولای په دوام لرونکي توګه پراختیا ومومي که چیرې د هغې نیمایې وکړي د پراختیا په لړۍ کې شامل نه وي." هغې زیاته کړه:  "نن زه غواړم  د هیواد ټولې رسنۍ دې ته راوبولم چې په ټولنه کې د ښځو سره د هغوی د رول په لوبولو کې مرسته وکړي. راشی نورو ته وښیو چې افغانې ښځې څومره مستعدې، ماهرې او پیاوړې دي".

میرمن ناجیه سروش هغه حساس رول  ته اشاره وکړه چې رسنیو په وروستیو کلونو کې د افغانو ښځو د پیاوړي کولو په لاره کې لوبولی دی. هغې زیاته کړه: "رسنۍ نه یوارې د ښځو ذهینت ته بدلون ورکړی دی، بلکه له هغه زیات مهم دا چې هغوی د نارینه وو ذهنیت ته هم بدلون ورکړی دی. نارینه اوس د هغو ښځو سره چې ددوي په چاپیریال کې دي، مرسته کوي".

میرمن نسیمې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام د پراخو کارونو په باب روښنایي واچوله او داسې یې وویل: "په بدخشان کې د المان حکومت د ښځینه زده کوونکو دپاره د یوې لیلې د ودانولو، د یوه ښځینه باغ او یوه روززنیز مرکز د جوړولو دپاره مالي مرسته کړیده. سربیره پردې، د المان حکومت د تکنولوژۍ د معلوماتو، ګڼډڼې، د خوراکي موادو د پروسس او د طبیعي ناورینو د مخنیوني په ډګرونو کې د ښځو دپاره د روزنیزو او عملي پروګرامونو په پرمخ بیولو سره د افغانی ښځو په توانولو کې هم مرسته کوي ".

د غونډې په دوهمه برخه کې، د پوښتنو او ځوابونو په ناسته کې نوموړو کارپوهانو د کورنیو او ملي تلویزیونونو، راډیوګانو او ورځپانو د ۶۰ تنو نه زیاتو استازو پوښتنو ته ځواب ووایه. میرمن ذوفنون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ددې هیله د رسنیو څخه څه ده داسې وویل: "هیله لرم چې د جندر د موضوعګانو په اړه ډیر شمیر څیړنیز او ژور رپوټونه ووینم، ځکه دا کار د اړونده لوریو سره مرسته کوي چې پوه شي چې هغوی د خپلو کړنو په وړاندې ځواب ورکوونکي دي. "

"په ۲۰۱۶ کال کې د رسنیو غونډه – د افغانستان د رسنیو ټولنیزه دنده" د هغو منظمو غونډولړۍ ده چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام او سجنا له خوا په ګډه جوړیږي. په دغې غونډه کې د عامه سکتور، مدني ټولنې، پراختیایي سازمانونو کاروپوها او د رسنیو استازي  د پراختیایي مسئلو په باب د خبرو اترو په موخه ګډون کوي.