د بدخشان کابو ۵۰٬۰۰۰ تنه اوسیدونکي د سیلابونو په وړاندې د ساتونکي دیوال څخه ګټه پورته کوي

21.11.1398
فیض آباد، بدخشان، ۲۱-۱۱-۱۳۹۸ – پرون د افغان-المان د همکارۍ ادارې د سیلابونو په وړاندې د یوه نوي ودان شوي ساتونکي دیوال سندونه د بدخشان ولایت د فیض آباد په ولسوالۍ کې د کوکچې د رود د حوزې ادارې ته وسپارل. دغه دیوال چې ۱.۸ متره اوږدوالۍ لري شاوخوا ۳۲۰۰ د استوګنې کورونه او ۳۱۵۰۰ جریبه (۶۳۰۰ هکتار) کرنیزه ځمکه د سیلابونو په وړاندې ساتي چې کابو ۵۰٬۰۰۰ تنه اوسیدونکي به د هغه څخه ګټه پورته کړي. دا پروژه د افغان-المان د همکارۍ د ادارې د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له خوا د المان د KfW د پراختیایي بانک له لارې د ۱۳۲ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل شوې ده.

د بدخشان مرستیال والي، ښاغلي اختر محمد خیرزاده د پټۍ پرې کولو پرمهال غونډې ته په وینا کې داسې وویل،" موږ د آلمان له فډرالي حکومت څخه په دغه ولایت کې د دوی له دوامداره مرستو څخه مننه کوو. د دغه استنادي دېوالونو په جوړولو سره، د ډېری هغه خلکو ستونزې حل شوې، چې د سیند پر غاړه باندې اوسېږي."

په وروستیو کلونو کې درنو سیلابونو چې د کوکچې د رود څخه سرچینه اخلي د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او د چاپیریالو سیمو زیربنا ته زښت زیات زیان رسولی دئ. د دې دپاره چې په راتلونکي کې دا ډول پیښې بیا منځته را نشي، د بدخشان د پراختیا ولایتي کمیټې پریکړه وکړه چې د کوکچې د رود په اوږدو کې د یوه ساتونکي دیوال ودانول د لومړیتوب د یوې دندې په توګه وګڼل شي. ودانیز کارونه په کال ۲۰۱۶ کې پیل شول.

د کوکچې سیند حوزې اداري رئیس، انجینر سید احمد ناصري د دغه ارزښتناکې پروژې د کار بشپړولو له پرانیست غونډې څخه مننه وکړه. هغه وویل،" ‘زه د آلمان همکارۍ او د RIDF له ټیم څخه مننه کوم. زه په راتلونکي کې هم د نورو همکاریو او دوامداره مرستو هیله لرم."

نوموړئ دیوال د اوبو لګولو د ځائیزو سیستمونو، کرنیزو ځمکو او د سیمې د بیخبنا په ساتلو سره، به کرنیز تولیداتو زیات کړي او په محل کې به اقتصادې ودې ته تحرک ورکړي. په عین حال کې، په زرهاوو کورونه او باغونه به د سیلاب د زیان څخه خویندي وساتل شي او په دې توګه به د اوسیدونکو د ژوند شرایط هم سمون ومومي. همدارنګه دا دیوال به د فیض آباد او تالقان تر منځ د حیاتي سړک او همداراز د بهارک د سړک څخه ساتنه وکړي.

د دې پروژې ودانیز کارونه د ۱.۸کیلومترو په اوږدوالي د ساتنې یو ډبرین دیوال دئ چې کانکریټي بنسټ لري. برسیره پردې، دا دیوال په استحکامي غټو ډبرو او غښتلي شوي وړاندبندونو باندې سمبال دئ. د پروژې زیاته اندازه اړین مواد د ځائیزو هټیو څخه پیردول شوي دي. ودانیز کارونو د اوسیدونکو لپاره لنډمهاله کارونه هم برابرکړي دي.

د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق د پروژې د پلۍ کولو په ترڅ کې د کوکچې د رود د حوزې د ادارې انجنیرانو او مدیرانو ته د خدمت په بهیر کې روزنیز پروګرامونه او لارښودنې هم برابر کړل. د دغو اقداماتو موخه دا وه چې په راتلونکي د ورته پروژو د خپلواکه راپیژندلو، مدیریت، پلۍ کولو او څارنې او ساتنې په اړه د نوموړې ادارې د ظرفیت کچه لوړه شي.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د 270 کیلومتره سړکونو او 96 کیلومترو کانالونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه 29 ښوونځي جوړ او 5750 کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه 5500 دولتي کارمندانو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې په دولتي چارواکو کې د ولایتي پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.