د بغلان ۳۰۰۰۰ اوسیدونکي له سیلاب څخه د ساتنې نوي دېوال او د اوبو سربند ترمیم څخه ګټه پورته کوي

07.05.1399
پلخمري، بغلان، د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري اوومه - پرون، د بغلان والي او د لر کندز د سیند حوزې د ادارې رییس له سیلاب څخه د ساتنې دیوال جوړولو تړون لاسلیک کړ. په تړون کې د پلخمري ښار د ساتنې لپاره د بالادوري د سربند او د ولایت په مرکز کې د بالادوري کانال بیارغونه شامل دي. له ۳۰۰۰۰ څخه ډیر اوسیدونکي به مستقیم ډول د دې پروژې څخه ګټه پورته کړي. له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق (RIDF) به د لر کندز د سیند حوزې له ادارې (LKRBA) سره په ګډه د دې پروژې تخنیکي ملاتړ وکړي او د دې پروژې مالي لګښت به ورکړي چې شاوخوا ۶۷.۷ میلیونه افغانۍ کیږي.

د بغلان والي ښاغلي تاج محمد جاهد وویل "زه د آلمان له حکومت څخه د دې پروژې د تمویل له امله مننه کوم. دا به په اوږد مهال کې په دې ساحه مثبته اغیزه وکړي."

په دې وروستیو کې سیلابونو د لر کندز د سیند په اوږدو کې د بالادوري کانال سخت زیانمن کړی دی او د بالادوري د کانال په اوږدو او د پلخمري ښار په مرکز کې یې د ۳۰۰۰۰ اوسیدونکو په معیشت باندې اغیزه کړې. د سیند غاړې ته نږدې څو ودانۍ ویجاړې شوې دي. له سیلابونو څخه د ساتنې موجوده اقدامات په خراب حالت کې دي. د سیلابونو د خطر کمولو لپاره، د لر کندز د سیند حوزې ادارې (LKRBA) له سیلاب څخه د ساتنې دا پروژه په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې وړاندیز کړه. د ولایتي پراختیا شورا (PDC) دې پروژې ته په خپل انکشافي پلان کې لومړیتوب ورکړ. تمه کیږي چې د رغونې چارې به د دوه میاشتو په اوږدو کې پیل شي.

د بغلان سیند حوزې ادارې ولایتي رییس ، انجنیر اصف الله رحیمي څرګنده کړه، "د دې مهمې پروژې په پلي کیدو سره به ډیری کورونه او د خلکو ځمکې له سیلاب څخه خوندي شي. همدارنګه ، د بالادوري کانال د اوبو سربند به پیاوړی شي ترڅو وکولای شي چې د شاوخوا ۴۰۰ هکتاره (۲۰۰۰ جریبه) کرنیزې ځمکې لپاره اوبه برابرې کړي."

پدغه پروژه کې ۶۵۰ متره ګبیون یا ډبرین دیوال او ۵۵۰ متره د کانال محافظتي دیوال جوړول او د بالادوري د کانال د اوبو د سربند بیارغونه شامله ده. دا پروژه به ۳۵۰ هکتاره (۱۷۵۰ جریبه) ځمکه له سیلاب څخه وژغوري او د کرنیزو ځمکو اوبه خور به ښه کړي. د دې له امله به په سیمه کې کرنیز محصولات لوړ شي، ټولنیز-اقتصادي پرمختګ به وده وکړي، او د ژوند شرایط به ښه شي د دې پروژې د ودانولو په بهیر کې به ځایی خلکو ته د عاید زمینه هم برابره شي.

د ساختماني کارونو سربیره، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق (RIDF) به د دندې په جریان کې روزنه او د سیلابونو د خطر کمولو لپاره، د لر کندز د سیند حوزې د ادارې (LKRBA) انجنیرانو او مدیرانو ته له لرې څخه د ښوونې او روزنې جلسې برابرې کړي. ددې روزنیزو جلسو موخه د هغوی د ظرفیتونو لوړول دي ترڅو وکولای شي چې په راتلونکي کې په خپلواک ډول ورته زیربنایی پروژې ډیزاین کړي، ویې رغوي او ساتنه او پالنه یې وکړي.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق دKFW  د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ) په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د ۲۷۰ کیلومتره سړکونو او ۹۸ کیلومترو کانالونه او ۱۵ د سیلاب محافظت بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه ۲۹ ښوونځي جوړ او ۵۷۵۰ کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه ۵۵۰۰  دولتي کارمندانو دRIDF  په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.