د بلخ ولایت یو میلیون تنه اوسیدونکي د ثبت او راجستر د خدمتونو د سمون څخه ګټه پورته کوي

نن د بلخ ولایت د احوال او نفوسو د ثبت ریاست خپل د نوې اداري ماڼۍ پرانیستل او د ظرفیت جوړولو او دییجیتال کولو د پروژې بشپړیدل د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل
01.09.1396
اوس به د نوموړي ریاست ۷۵ تنه کارکوونکي د احوال او نفوس د ثبت په ډیر ښه دفتر کې د دندې د ترسره کولو او د خپلو نویو مهارتونو د کارولو څخه خوند وړي چې د بلخ په ولایت کې د ثبت او راجستر د خدمتونو عرضه کول به لااغیزمن کړي. د افغان-المان د همکارۍ د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا پروګرام (RCD) د دې پروژې څخه د ۳٬۸ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت ملاتړ وکړ.

د بلخ د والایتي احوال او نفوس د ثبت مشر، ښاغلي محب الله قريشي وویل، "د دې ظرفیت د لوړولو پروژه د بلخ په ولایت کې د خلکو لپاره غوره خدمتونه وړاندې کولو کی مونږ سره مرسته کوي. زه غواړم د آلمان د ملاتړ لپاره مننه وکړم ". د افغانستان لپاره د آلمان قونسل ډاکټر رابرټ کلینک، وویل: "دا د افغان - آلمان د همکارۍ خورا لوی بریالیتوب دی چې د پام وړ اړتیاووي په نښه کوي او پروژی پلی کیږی."

نوموړي ریاست په بلخ کې د ښاریانو دپاره اساسي خدمتونه لکه د تذکرو، د زیږیدنې او مړیني د تصدیقونو صادرول، تصدیقول او نوي کول، او د بهرنیو اتباعو ثبتول ترسره کوي او د ورځې د ۷۰۰ نه زیات غوښتنلیکونه اجرا کوي. پخوا نوموړي ریاست د دغو دندو د ترسره کولو او ځائیزو اوسیدونکو ته د خدمتونو د عرضه کولو په لاره کې ستونزې درلودې لکه د تسهیلاتو نابسیا، د تجهیزاتو ناسموالۍ او نشتون او نور چې په پایله کې د ثبت او راجستر خدمتونه اغیزمن نه وو.

د همدې امله د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د نوموړي ریاست دپاره اړین تجهیزات برابرکړل او یو ډیجیټال ډیټابیس یې منځته راووړ. د پورته تجهیزاتو څخه د سمې ګټې اخیستنې په موخه، نوموړي پروګرام د بلخ ولایت د احوال او نفوسو د ثبت د ریاست د کارکوونکو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو او د لارښوونې د سیمینارونو په جوړولو کې مرسته وکړه. د ثبت او راجستر قانون، د هویت د سندونو د صادرولو د څرنګوالي په باب لارښودنې، د یوه آرشیف په توګه د ډیجیټال ډیټابیس کارول، او د افغانستان په اداره کې د اخلاقو او سلوکو قواعد د هغو موضوعګانو له ډلې څخه وو چې ورباندې په نوموړو سیمینارونو کې خبرې اترې وشوې.

مراجعین هم اوس پوهیدلای شي چې کوم کاغذونه چمتو کړي او له ځانه سره یې د احوال او نفوسو د ثبت ادراې ته راوړې او دا چې د هغوی په اړه به کومه کړنلاره وکارول شي. اوس ټول اړین معلومات په عامه بورډونو کې خپرول کیږي.

د ۲۰۱۰ کال راهیسې د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا (RCD) پروګرام پلۍ کوي. د دي پروګرام موخه داده چې افغان ولایتی او ولسوالۍ ادارو ته توان ورکړی چې اداري دندې په خپلواکه توګه ترسره کړي او د خلکو دپاره عامه خدمتونه په بسیا توګه برابرکړي. په دې توګه، دغه پروګرام تر اوسه پورې د عامه خدمتونو کارکوونکو، حکومتي مامورینو او د ولایتي شورا د غړو په شمول لږترلږه ۳۹٬۰۰۰ کسانو ته د ۷۳۰ نه زیات مسلکي او د دندې په اړه روزنیز کورسونه جوړ کړي دي. نوموړي پروګرام په ځائیزو اداري ارګانونو باندې د خلکو د باورتیا د زیاتولو په موخه د محلي حکومت د کړنو په باب د عامه پوهاوي ۳۴۵ غونډې جوړې کړي دي چې له هغو نه په ټولیزه توګه لږترلږه ۵۰٬۰۰۰ تنو ښاریانو ګټه پورته کړې ده.