د بلخ په ولایت کې ملکي دولتي کارکوونکو د انګریزي ژبې او کمپیوتر روزنیز کورس چې د المان د هیواد له خوا برابرشوی وو پای ته ورساوه

د بلخ ولایت د نهرشاهي د ولسوالۍ ۱۸ تنو ملکي دولتي کارکوونکو د انګریزي ژبې او کمپیوتر شپږ میاشتنۍ روزنیر کورس په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
30.04.1393
ددغه روزنیز ګام په چوکاټ کې چې د المان د مالي او تخنیکی مرستو په پایله ې اوچت شو د خلکو د پاره د ډیرو ضروري خدمتونو د برابرولو په لاره کې د اغیزمنتیا د کچې د لوړولو په موخه د نوموړې ولسوالۍ د د دولتي ادارو دپاره د اطلاعاتو د تکنولوژۍ د تجیهزاتو برابرول هم شامل دي.

The civil servants will also be able to work with new computer and IT equipment supplied by Afghan-German Cooperation and can now fulfil the province’s citizens requirements for services. 

د بیلابیلو دولتي ادارو ۱۸ تنه ملکي کارکوونکو د انګریزې ژبي او کمپیوتري مهارتونو یو شپږ میاشتنۍ روزنیز کورس  په بریالیتوب سره پای ته ورساوه  .  هغه شهادتنامې او پوهه چې هغوی د نوموړي کورس په ترڅ کې په لاس رواړي دي دولتي کارکوونکو ته به ددې امکان ورکړي چې د خپل کار وړ پروسې سمبالې کړي. هغوي د لاښو ژبنیزو مهارتونو په لرلو سره به ددې توان ولري چې د کمپیوتري وسیلو او تجهیزاتو نه چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام له خوا برابرشویدي ګټه واخلي او د ولایت د ښاریانو خدماتي اړتیاوي له منځه یوسي.  تراوسه پورې، د ولسوالۍ اداري مراجعو تخنیکی ابزارو او عصري تجهیزاتو ته  ضروری لاسرسنه نه درلوده او کولای نشول خپلې ورځنۍ دندې په مسلکي توګه سرته ورسوي.

د ملکي خدمتونو ملکي کارکوونکو ته د شهادتنامو د ویشلو په مراسمو کې چې د ولسوالۍ د مقام په دفتر کې جوړشوي وو د ښاغلی شیر محمد ابو طارق د نهرشاهی د ولسوالی ولسوال او عبدالفغور عزیزی د نهر شاهی د ولسوالی معون په شمول بیلابیلو کارکوونکو برخه اخیستې وه. ښاغلی شیر محمد ابو طارق وویل "مونږ د آلمان له همکاریو څخه کورودانی کوو چی یی مونږ په دی قادر کړی یو چی لاسی کارونه اوس کمپیوتر سره کولای شو." د بلخ ولایت د مقام د کارکوونکو سربیره، د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام استازو هم د فارغینو د تبریکۍ د پاره په نوموړو مراسمو کې ګډون کړی وو.

نهرشاهی د بلخ ولایت د ۱۴ ولسوالیو نه یوه ولسوالۍ شمیرل کیږي چې ۴۳۰۰۰ اوسیدونکي او ۱۲۰ کلي لري. د نوموړي روزنیز کورس او د کمپیوتري وسیلو د برابرولو پروژه  معاصرې تکنلوژۍ او د عامه ادارې روزنې ته د نهرشاهي د ولسوالۍ د ملکي دولتي کارکوونکو اړتیاوې له منځه وړي او هغوي پس له دې کولای شي د سیمو اوسیدونکو ته لاښه او په خپل وخت خدمتونه ترسره کړي. نوموړې اړتیاوي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون  (IARCSC) له خوا د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې د بلخ په ولایت کې د سیمه ظرفیت د پراختیا د وجهي صندوق (RCDF)په ملاتړ وارزول شوې.

د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا وجهي صندوق (RCDF) چې د افغان-آلمان د همکاری د پروګرام یوه برخه جوړوي د Deutsche Gesellschaft fürInternationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا پر مخ بیول کیږي . دا صندوق د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د افغاني پارتنرو سره ددوی د پراختیایی لومړیتوبونو پربنا مرسته کوي او په عین حال کې د دولت ملکي کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه او د لارښودنې پروګرامونه  جوړوي. ددغه صندوق  موخه د هغه د کار د پراخ ډګر په پام کې نیولو سره داده چې په پروسو باندې افغاني مالکیت لوړ کړي، د افغانستان دولتی ادارې مظبوتې کړي او شفافیت او دټولو خلکو برخه اخیستنه وهڅوي.