Primary tabs
د بلخ پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو دپاره نوي کتابتونونه
سر له نن ورځې د نوموړو کتابتونونو دروازې د بلخ پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو ټولو زده کوونکو پرمخ پرانیستې دي. د حقوقو د پوهنځۍ رئیسې میرمن شکیبا بګرامول د پرانیستلو په مراسمو کې داسې تبصره وکړه: «مونږ ډیره مننه کوو چې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروژې زمونږ وړاندیزونه په پام کې ونیول. اوس زمونږ پوهنتون عصري کتابتونونه د حقوق او شرعیاتو زده کوونکو ته وړاندې کوي.»
دا نوي کتابتونونه یوه سوکاله فضا منځته راوړي چې په هغو کې زده کوونکي کولای شي مطالعه او زده کړه وکړي او د آزموینو او لوست دپاره ځانونه چمتو کړي. د شرعیاتو یوه زده کوونکي داسې وویل: «د مالي محدودیتونه له کبله محصلانو نه شوای کولای شخصي کتابتونونو ته مراجعه وکړي یا کتابونه وپیري. اوس مونږ خپل ځانګړئ کتابتون لرو چې ډیر کتابونه لري او د زده کړې یو ښه چاپیریال یې منځته راوړی دی.»
پخوا د بلخ پوهنتون د ټولو پوهنځیو دپاره یوازې یو عمومي کتابتون درلود چې د زده کړې د ځای او کتابونو د کمښت سره مخامخ وو. دغې وضعې اوس توپیر موندلی دی. د شرعیاتو او حقوق کتابتونونه په تجیهزاتو بشپړ سمبال دي او ۲٬۰۰۰ جلده کتابونه لري. زده کوونکي اوس د اړونده موضوعګانو په باب د عصري او اکادمیکو کتابونو او د زده کړې د یوه بسیا چاپیریال ته لاسرسۍ لري. د حقوقي ډاډمنتیا د تامینولو او د افغانستان د ټولو هیوادوالو دپاره عدالت ته د لاسرسۍ لپاره ښه روزل شوي حقوق پوهان ډیر ارزښت لري.
د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د کتابتونونو د تمویلولو برسیره د کتاب لرنې مسئولانو ته هم روزنه ورکړې ده او هغوی اوس کولای شي د کتابونو د کتلاګ جوړونې سیستمونه منځته راوړي. په دې توګه، تجهیزات او کتابونه په آسانه توګه نه ورکیږي.
په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د قانون د واکمنۍ، د یو ښه فعال قضایی سیستم او حقوقي امنیت تامینول دي. ټولو هیوادوالو ته د حقوقي امنیت د تامینولو په موخه نوموړي پروګرام د هیواد په ولایاتو کې د حقوق د مدیریتونو څخه ملاتړ کوي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې د ۷۷٬۰۰۰ نه زیاتو قضیو ته رسیدګی کړیده. په همدې مهال، د لوړو حقوقي زده کړو د ملاتړ په موخه نوموړي پروګرام د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ته د ۳۰٬۰۰۰ ټوکو نه زیات کتابونه برابرکړي دي او د زده کوونکو او ښوونکو د پاره یې د ۱۵۰ نه زیات حقوقي کورسونه جوړکړي دي او د ۶۰ تنو نه زیات زده کوونکو ته یې سکالرشیپونه ورکړي دي. د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام همدارنګه لږترلږه ۱۳٬۰۰۰ پولیس د قانو سره سم د دندې د ترسره کولو په موخه روزلي دي. دغه پروګرام همداراز د ښځو د حقونو پر هڅولو او عدالت او د کار بازار ته د هغوی د لاسرسۍ پر ټینګښت باندې ټینګار کوي.