د تخار شاوخوا ۲۰،۰۰۰ اوسېدونکي د سېلاب پر وړاندې د نوي ژغورونکي دېوال او د اوبو لګولو له کانال څخه ګټه پورته کوي

27.03.1399
تالقان، تخار، د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۷مه – پرون، د تالقانو سیند د حوزې د ادارې (TRBA) مشر له ولایتي چارواکو سره یو ځاې د سېلاب پر وړاندې ژغورونکی دېوال ګټې اخستنې ته پرانېست. د COVID-19 د خوندیتوب د مقرراتو له امله، شاوخوا ۱۵ محدودو ګډون کوونکو دغو مراسمو کې ګډون وکړ. دغه ۱.۵ کېلومټره دېوال به دوه کلي او همدا راز د تالقانو د سیند په اوږدو کې شته زیربناوې او ۲،۰۰۰ جریبه (۴۰۰ هکټاره) ځمکه له سېلابونو څخه وژغوري چې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ ځايي اوسېدونکي ترې ګټه پورته کوي. له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د ۱۲۲ میلیونه افغانېو په ټولټال لګښت سره دغه پروژه له مالي پلوه تمویل کړی ده.

د تخار والي محترم عبدالحق شفق وویل، "په حاجي رشید سیمه کې د تالقانو د سیند د حوزې د ادارې پروژه یوه اړینه پروژه وه. دا پروژه د حاجي رشید او زرګری سیمې له سیلابونو ژغوري. دغې پروژې ۲۴۰۰ نفرو ته د کار زمینه هم برابره کړه. موږ له ځاېي خلکو او اړونده ادارو څخه غواړو چې ددغې پروژې کار او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي."

په وروستېو کلونو کې، د حاجی رشید او زرګري په دوه ډېر جمعیت لرونکو کلېو کې سختو سېلابونو ګڼ شمېر کورونه خورا زیانمن کړیدي. سېلابونو د شاوخوا سیمو زیربناوې او د کلیو د بیارغاونې او پراختیا د ریاست پواسطه جوړ شوی پول زیانمن کړیدی. د نورالله سربند چې ۴۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې او د اوبو د برېښنا یوې کوچنۍ دستګاه ته اوبه رسوي، هم زیانمن  شوی دی. د تخار ولایت د ولایتي پراختیا کمېټې دغه ولایت ته د ځانګړو شوو پراختیايي لومړیتوبونو پر بنسټ د سېلاب پر وړاندې د یو نوي ژغورونکي دېوال د جوړولو او د اوبو لګونې د یو نوي کانال د بیا رغونې چارو ته لومړیتوب ورکړ. ودانیزې چارې د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ په میاشت کې پېل او ۱۶ میاشتې یې دوام وکړ.

دغه نوې ژغورونکی دېوال به دوه کلي، د اوبو لګونې ځايي سیسټمونه او کرنیزې ځمکې له سیلاب څخه وژغوري. دا به د کرنیز تولید په ډېرولو او د اقتصادي ودې په هڅولو کې مرسته وکړي. په ورته وخت کې به د ژوند کولو په شراېطو کې هم ښه والې رامنځته کړي. اوسېدونکي اوسمهال د سیند په غاړې کې کورونه او باغونه جوړوي ځکه چې اوس د سېلاب له زیان او د ځمکې له تخریب څخه وېره نه لري. ودانیزو چارو د شاوخوا یو کال مودې لپاره له ۸۰ څخه ډېرو ځايي کارکونکو ته د ورځنۍ مزدورۍ لنډمهاله دندې برابرې کړې.

د تالقانو د سیند د حوزی د ادارې ولایتې مشر ښاغلي قیام الدین سلطاني وویل، "ددغې پروژې تطبیق سره د زرګری او حاجي رشید سیمو سربیره ۲۰۰ میټره اوږد پول او د تالقانو د اوبو سیسټم ساتل کیږي. د حاجې نورالله کانال سربند هم بیارغول شوی و ترڅو کرنیزې ځمکې ته اوبه ورسوي او له ۷۵ جریبه زیاته ځمکه د نوي ژغورونکي دیوال شاته بیارغول شوې."

د پلي کولو په بهیر کې، RIDF د TRBA د اینجینرانو او مدیرانو لپاره د دندې پرمهال روزنې، ښوونیزې جلسې او ورکشاپونه دایر کړي دي. د دغو فعالیتونو موخه په راتلونکې کې په خپلواک ډول سره د ورته پروژو د تشخیص، مدیریت، پلي کولو او ساتنې او څارنې په برخه کې د TRBA د ظرفیت لوړول ول. TRBA د دغې زیربنايي پروژې د عملیاتو او د ساتنې او څارنې مسؤلیت پرغاړه لري.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایط ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د ۲۷۰ کیلومټره سړکونو او ۹۸ کیلومټرو کانالونه او ۱۵ د سیلاب نه ژغورونکي بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، دغه پروګرام ۲۹ ښوونځي جوړې او۵۷۵۰ کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه ۵۵۰۰ دولتي کارکوونکو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې دا ډول پروژې په خپلواکه توګه پلي کړي.