د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو بیا رغول شوي کانال څخه به له ۷۵۰۰ څخه زیات خلک ګټه پورته کړي

13.10.1397
د تخار ولایت تالقان ولسوالۍ، د ۱۳۹۷ کال د مرغومی میاشتې ۱۰ مه نېټه: پرون د افغانستان او آلمان همکارۍ او ولایتي چارواکو د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو یو کانال چې ۸ کلومتره اوږدوالی یې درلود، په رسمي توګه پرانیستل. له دغه نوی جوړ شوي کانال څخه به د بنګي ولسوالۍ په غورچي، ګروج، لوی قشلاق او جمشید کلیو کې له ۷۵۰۰ څخه زیات ځایي اوسېدونکي ګټه پورته کوي. دغه کانال د افغان جرمن همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) په مالي مرسته جوړ شو چې ټولټال لګښت یې تقریباً ۱۰۱.۸ میلونه افغانۍ کېږي. دغه کانال تقریباً په ۱۶ میاشتو کې جوړ شو.

د تخار ولایت سرپرست او مرستیال ښاغلی احمد فرید ذکي څرګنده کړه: "د RIDF پروګرام زموږ په ولایت کې د المان د تر ټولو بریالیتوب او اغیزمن پروګرام دی.

نن موږ د دې مهم حیاتي کانال د پرانستلو د مراسمو په پیل کې خوشحاله یو چې دا به د کرنېزې ځمکې لپاره کافی اوبه چمتو کړي. د دې پروژې څخه ډیری خلک، نارینه او ښځینه، د موقتي کاري فرصتونو څخه ګټه پورته کړې. په سیمه کې د دوی مالي عوایدو د تطبیق پړاو په جریان کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او موږ د آلمان د حکومت د سخاوتمندانه ملاتړ څخه مننه کوو؛ له همدې امله زه د استوګنې او اړونده ادارو غوښتنه کوم چې د دې پروژې په پام کې نیولو سره خپل فعالیت او ساتنه وکړي. "

هر کال به موسمي سیلابونو دغه کانال، په ځانګړي توګه محلي سربند ته، درانه زیانونه اړول.  ځایي خلکو د دغه کانال پرله پسې ترمیمولو لپاره خپل زیات وخت او منابع وقف کړو، خو نوموړي کانال شا او خوا کرنیزو ځمکو او باغونو ته په کافي اندازې سره اوبه ونه رسولو.

د رغولو په کارونو کې د ۸ کیلو مټره کانال بیا رغونه، یو نوی سربند او اوبو ویستلو ۴ پلچکونه شامل دي. اوس، نوي امکاناتو/تاسیساتو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت زیات کړ. د رغولو باکیفیته کارونه به هم د موسمي سیلابونو مخه ونیسي، له کرنیزو ځمکو، سرکونه او د استوګنې کورونه څخه به ساتنه وکړي. په پایله کې، ۲۵۰ هکتاره اضافي ځمکه آباده شوې او د کرنیزې ځمکې ټوله ساحه ۷۵۰ هکټاره (۳۷۵۰ جریبو) ته پورته شوې ده. پر دې سربيره، دغه کانال په ولسوالۍ کې ۲ هايدرو برقي سټيشنونو او د اوړو ۵ ژرندو ته باوري انرژي ورکوي.

 انجنی محمد سلیم اکبر، د پنج امو سیند بیسین عمومي رییس وویل: "د ګورګ اوبو لګولو کانال بیا رغونه د بنګ ولسوالۍ په بېوزلو او پورتنیو سیمو کې ترسره شوې. د دې پروژې تطبیق له الرې د کار فرصتونه ډیری شوي، سربیره پردې کرنیز محصولات د اوبولګولو کانال له الرې د اوبو ښه کولو له الرې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. زه په منظمه توګه د آلمان د حکومت او KfW پراختیایي بانک څخه د دې کانال د بیا رغونې لپاره مننه کوم.

ښاغلی فیض الرحمان حیدری، د بنګی ولسوال څرګنده کړه: "دا کانال په ستراتیژیک ډول د خلکو لپاره تر ټولو مهم کانال دی. په تيرو کلونو کې، زموږ خلکو هره ورځ د سيلابونو او بارانونو په اوږدو کې د کانال بيارغاونې لپاره هره ورځ لګولې، مګر نن زموږ لويه ستونزه په سيمه کې حل شوې ده او موږ د آلمان د حکومت څخه د دوی د ملاتړ لپاره مننه کوو "

د اوبو لګولو نوي سیسټم او بریښنا رسولو سربېره، دغه پروژې سیمه ییز خلکو او ټولنو لپاره د کار فرصتونه برابر کړ چې په سیمه کې د ژوند شرایطو په ښه کولو کې یې مرسته وکړه. د رغولو په پړاو کې شا او خوا ۸۰ کسانو کار کولو. د پروژو لپاره ساختماني توکي له محلي بازار څخه پېرل شوي.

د تطبیق په موده کې د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) هغه انجینرانو او مدیرانو ته چې د تالقان رود حوزې ادارې (TRBA) له خوا استخدام شوي ول، د دندې پرمهال روزنه، او د لارښوونې او مشورې روزنیز پروګرامونه جوړ کړ. د دغه فعالیتونو موخه په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د ورته پروژو په ګوته کولو، اداره کولو، پلي کولو، او دوام ورکولو لپاره د تالقان د رود حوزې ادارې ظرفیتونو لوړول وو.

د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان KfW پراختیایي بانک تطبیقوي. د دغه پروګرام موخې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزو زېربناو ته وده ورکول دي، په داسې حال کې چې ولایتي ادارې د دې جوګه کوي څو په خپلواکه توګه پراختیایي پروګرامونه پلان اوتطبیق کړي. په تېرو ۷ کالونو کې، دغه پروګرام د افغانستان په بلخ، کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې  له ۱۶۰ کیلو مټره څخه زیات سړکونه، ۵۰ کیلو مټره د اوبو لګولو کانالونه او د سیلاب یا نورو طبیعي ویجاړۍ پر وړاندې د ژغورنې ۱۱ بندونه جوړکړي او بیا رغولي دي. RIDF اوسمهال په سمنګان ولایت کې هم د دوه ښوونځیو د بیا رغولو پروژې پلي کوي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام  له ۳۰۰۰ څخه زیات انجینرانو او دولتي کارکوونکو ته د کار اړونده د دندې پرمهال تقریباً ۹۰۰ روزنیز، لارښودیز پروګرامونه او سیمنارونه جوړ کړي دي چې د راتلونکي زېربنایي پروژو خپلواکه تحقق لپاره زمینه برابروي.