د تخار ولایت ۱۴۰۰۰ اوسېدونکي د باوري برښنا له رسونې څخه خوند اخلي

21.08.1399
د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشت ۲۱ نېټه، هزار سوموچ ولسوالۍ، تخار ولایت. پرون، په هزار سوموچ ولسوالۍ کې د برښنا غزول شوي مزي او د برښنا نوی جوړ شوې شبکې فعالیت پیل کړ. د تخار ولایت د افغانستان برښنا شرکت (DABS) رئیس ښاغلي حبیب الله پویا، د تخار حکومتي چارواکو او د افغان جرمن همکارۍ استازو په دغه پرانیست غونډه کې ګډون وکړل. د هزار سوموچ او کنجک په کلیو کې به شا او خوا ۱۴۰۰۰ کسان په مستقیمه توګه له باوري برښنا څخه ګټه اخلي. دغه پروژې د ررغولو کارونو ې ۱۵ میاشتې دوام وکړ. د افغانستان د برښنا شرکت دغه پروژه د سیمه ایزو زېربناؤ پراختیایی وجهي صندوق (RIDF) په مرسته پلې ي کړه. د دغه پروژې مالي لګښت چې ۱۲۴ میلونه افغانۍ کېږي، د له افغانستان سره د آلمان د مرستو مؤسسې لخوا ورکړ شوه.

د تخار والي ښاغلي عبدالله قرلق وویل، "نن، ډېر خوشحاله یم چې د دغه مهمې غونډې ګډونوال یم. زه د ځایي اوسېدونکو او چارواکو نه غوښتنه کوم چې په هزار سوموچ ولسوالۍ کې د نوي جوړ شوي او لومړي لېږد او همداراز د وېش شبکې د پروژې  فعالیت او  ساتني ته  پام وکړي."

پخوا، د هزار سوموچ او کنجک کلیو اوسېدونکو برښنا ته لاسرسی نه درلود. هغه خلکو چې اقتصاد یې ښه و، هغوی به کوچني ډیزلي جنراتورونه د رڼا او نور موخو لپاره کارول. دغه کار په سیمه کې د چاپېریال ککړتیا لوی لامل و. پر دې سربېره، دغه ډول جنراتورونه کارول او ساتل ګران تمامېږي. د باوري برښنا د عاجلې اړتیا او غوښتنې له امله د تخار ولایتي پراختیایي کمیټې (PDC) دغه پروژه پیل کړه.

ښاغلي حبیب الله پویا وویل، "د دغه پروژې له پلي کېدلو سره نور دودیز څراغونو روښانه کولو ته اړتیا نشته، ځکه چې اوس کورونه برېښنا لري. دې  کار به په سیمه کې د اوسېدونکو د ژوندانه شرایط ښه کړي."

اوس، ځایي اوسېدونکي په کورنو، ښوونځیو، بازارونو او سوداګرۍ کې باوري برښنا لري. د نوي برښنا توزیع اقتصادي پراختیا هم هڅوي، ځکه چې اوس برښنایي وسیلې او ماشینونه کارول کېږي. هره ورځ شا او خوا ۵۰ ځايي کسان د رغولو کارونو په جریان کې په کار ګمارل کېدل.

کلیو ته د مناسبې بیې برښنا توزیع لپاره، اوه (۷) د ټرانسفارمرونو سبسټیشنونه د ۱۱۰۰ کیلو ولټه امپیر له مشترک ظرفیت سره ولګول شول. د وېش په سیسټم کې ۱۴ کیلو متره ۲۰ کیلو ولټه غزېدلی مزي او شا او خوا ۱۸.۵ کیلومتره د وېش شبکه شامله ده. اوسمهال، نوې شبکه په هزار سوموچ او کنجک کلیو کې شا او خوا ۱۷۰۰۰ کورونو ته برښنا ورکوي او په راتلونکي کې اضافي کورونو ته د برښنا ورکولو ظرفیت لري.

د دغه پروژې تطبیق پرمهال، RIDF د تخار ولایت د DABS انجنیرانو او مدیرانو ته د دندې پرمهال روزنه، لارښوونه او ورکشاپونو هم جوړ کړي وو. د دغه فعالیتونو موخه په راتلونکي کې په خپلواکه توګه د ورته پروژو په ګوته کولو، اداره کولو او پلي کولو لپاره د دغه ریاست ظرفیت پیاوړی کول دي. د افغانستان برښنا شرکت ریاست د نوي جوړ شويو برښنایي شبکو فعالیت او ساتلو مسؤلیت پرغاړه لري.

د سیمه ایزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت  (BMZ)په استازیتوب سره تطبیق کیږي. موخه یې د لومړني زیربناو برابرولو او د زیربنایی پروژو پلان کولو او پلي کولو لپاره د ادارې او خلکو ډلو پیاوړي کولو سره د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایطو ښه کول دي. زیربنایی اقداماتو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، د سیلابونو محافظتي دیوالونه، ښوونځي او په بیله بیا د بریښنا شبکې پراختیا شامل دي. له ۱۳۸۹ لمريز کال راهیسې دغه برنامه د 270 کیلومتره سړکونو او 98 کیلومترو کانالونه او 15 د سیلاب محافظت بندونه تمویل، جوړ او ترمیم کړي دي. سربیره پردې، برنامه 29 ښوونځي جوړ او 5750 کورنۍ د بریښنا شبکې سره وصل کړې دي. تر دې دمه 5500 دولتي کارمندانو د RIDF په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې چې هدف یې د ولایتي دولتی پرسونل روزل دي. دا به افغان ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په راتلونکي کې د دا ډول پروژو په خپلواکه توګه پلي کړي.