د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۵ کلنه استراتیژي – د ښوونې او روزنې ولایتي رئیسانو په مؤخو او ننګونو خبرې وکړې

25.09.1399
کابل، د لیندی ۲۵ مه ۱۳۹۹ – په تیرو دوه ورځو کې، د ښځو سربیره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کابو ۷۰ تنه چارواکو کابل کې په یو کانفرانس کې ګډون وکړ. ددغه کانفرانس ګډونوال د یادې ادارې مشره آغلی ندیمه سحر، د ۳۴ ولایتونو د ښوونې او روزنې رئیسان او سرښوونکي وو. یادې ادارې خپله ۵ کلنه استراتیژي د ښوونې او روزنې رئیسانو ته وړاندې کړه ترڅو هغوی وتوانیږي چې د راتلونکي کال لپاره خپل پلان جوړ کړي. دا د ښوونې او روزنې ولایتي رئیسانو آتم کنفرانس دی چې په کال کې دوه ځله جوړیږي.

© GIZ GmbH

دغه کنفرانس د ښوونې او روزنې ولایتي رئیسانو ته فرصت ورکوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له نورو چارواکو سره وګوري، د ننګونو په اړه ورسره خبرې وکړي او نظرونه سره شریک کړي. د دې کال کانفرانس د یادې ادارې ۵ کلنې استراتیژۍ او د هغې د پلي کولو په اړه وو. د کاپیسا ولایت د ښوونې او روزنې رئیس، ښاغلي داوود سنجر د همغږي دغه کانفرانس وستایه او زیاته یې کړه، "له دې لارې، د ښوونې او روزنې ریاستونه کولای شي خپلې ننګونې له رهبرۍ سره شریکې کړي."

د کانفرانس په لومړۍ ورځ، ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري ستراتیژيک پلان په اړه خبرې وکړې. یاد پلان تیر کال له افغانستان سره د آلمان همکارۍ په مرسته جوړ شوی وو. دغه پلان به د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري استراتیژۍ پلي کیدو ته لاره هواره او د ښوونې او روزنې رئیسانو سره به مرسته وکړي ترڅو د راتلونکي کال لپاره خپل عملیاتي پلانونه جوړ کړي. د اکادمیکو چارو مرستیال، ښاغلي حمید اکبر وویل، "د استراتیژیک پلان پلي کول به زده کوونکو ته ګټه ورسوي. دغه کال مونږ ۶۴۰۰۰ د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کوونکي لرو. په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هیواد په ۱۵۵ ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۷۰ نویو ښوونځیو کې د زده کوونکو شمیر ۱۲۰۰۰۰ تنو ته ورسیږي"

ستراتیژیک پلان د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري استراتیژۍ په څلورو برخو تمرکز کوي. لومړۍ برخه یې په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې د مساوي او ټول شموله ګډون زیاتوالی دی چې له مخې به یې ۶۰۰۰۰ افغان زده کوونکي په دغه پروګرام کې ګډون وکړي. دوهمه برخه یې زده کوونکو ته اړونده پوهه، مهارتونه، او د متشبثینو او کار کولو چلند سمبالول دي. دریمه برخه یې د مسلکي نړۍ په مرسته د روزنو او د زده کړي لارو چارو رامینځته کول دي. څلورمه برخه یې د زده کوونکو او سکتوری اړتیاوو پر اساس له درغلیو پرته د ارزانه او اغیزناک روزنیزو پروګرامونو ډادمنول دي.

په دوهمه ورځ، ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو استراتیژۍ د پلي کولو په مؤخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو قواعدو او مقرراتو او د عملیاتي پلان بیاکتنه وکړه. وروسته بیا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تخنیکې او مسلکي ښوونځیو کې د ګډون په پړاونو کې تعدیلات او ورسره هغه پلانونه وړاندې کړل چې له مخې به یې ۷۷ نوی د تخنیکې او مسلکي زده کړو ښوونځۍ او ولایتي شوراګانې جوړې شي. له دې سره به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځیو شمیر ۳۷۸ ته لوړ شي.

همدا راز، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هغو پلانونو په اړه خبرې وکړې چي له مخې به یې په کابل کې د اپلاید ساینس پوهنتون جوړ شي. دا به په لوړو زده کړو کې د یادې اداري د ښوونې او روزنې لومړنی پروګرام وي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تیر کانفرانس کې د ښوونې او روزنې ولایتي ریاستونو د ننګونو په اړه هم خبرې وکړې. په آخر کې، ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مرکزي رهبرۍ او د ولایتي ریاستونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کیدو په لارو چارو خبرې وکړې.

د نړیوالې همکارۍ لپاره د آلمان ټولنه یا The Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH او د آلمان پراختیایی بانک KfW   د آلمان د اقتصادي او پراختیایی چارو  وزارت  (BMZ)په استازیتوب د تخنیکي او مسلکي زده کړې  د ودې پروګرام پلی کوي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو پروګرام مؤخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ملاتړ دی ترڅو د مسلکي زده کړې یو اغیزناک سیسټم رامنځته کړي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره دا کار د دغې ادارې هدف ګروپ په ځانګړي ډول زده کوونکي، ښځې او نالوستو لپاره په ښه کیفیت زده کړې، د ښوونځیو اداره او د ښوونځیو تعمیر ته د لاسرسي زیاتولو له لارې کوي. د ۲۰۱۲ کال راپدیخوا، شاوخوا ۱۵۲۰۰ تخنیکي او مسلکي ښوونکو، په هغوی کې ۳۴۰۰ ښځینه، په ټریننګونو کې ګډون کړی دی. شاوخوا، ۴۳۵۰۰ ځوانانو د خپلو ښوونځیو له لارې د کارزده کړې یو میاشتنۍ دوره بشپړه کړې. ټولټال، د تخنیکي او مسلکي زده کړو پروګرام څلور نوي ښوونځي جوړې کړي، ۱۲ نورې یې رغولي، او ۵۰ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځیو ته یې د ټولګي او ورکشاپونو توکي برابر کړي.