د تلپاتې اقتصادي ودې لپاره د سوداګرۍ په برخه کې دمېرمنو مهارتونو ته وده ورکول

10.10.1399
کابل ، د ۱۳۹۹ هجری لمریز کال د مرغومي لسمه - د ښځو د مهارتونو او په سوداګرۍ کې د دوی د ونډې د پیاوړتیا لپاره څلور میاشتنۍ پروژه سبا په کابل کې پای ته رسیږي. د افغانو ښځو د وړتیاوو او پوهې موسسې (OAWCK) د سوداګریزو مهارتونو د ودې له لارې د ښځو د ځواکمنولو په نوم دا پروژه پلې کړه. پدې کې د ۲۵ ښځینه سوداګرو ونډه والو لپاره د روزنې ۴۸ ناستې ، د عدالت غوښتنې ۱۲ ناستې او د حساس کولو ۱۲ ناستې شاملې وې. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د پرانیستې پالیسۍ مشورتي پانګې (OPAF) د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د کوچنیو پانګونو له لارې د دغه پروژه پانګونه کړې وه.

آغلې حسینه مجیدي، د آهورا (Ahora) د ټریننګ او جامو  تولیدي شرکت بنسټ ایښودونکې او مشرې ټینګار وکړ چې"دا یوه ډیره ښه پروژه وه چې د یوې جامع کړنلارې په مرسته ترسره شوه. ما ډیر څه زده کړل چې له ما سره به مرسته وکړي چې خپل شرکت په ډیر اغیزمن او مؤثره توګه اداره کړم. له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره ناستې به زموږ د سوداګرۍ لپاره د غوره چاپیریال په رامنځته کیدو او د اړیکو په ټینګښت کې مرسته وکړي. له مالي ادارو سره د حساس کولو ناستې خورا ښه فرصتونه وه ترڅو د دوی د مقرراتو او غوښتنو په اړه زده کړه وکړو او په موجوده فرصتونو او ننګونو باندې بحث وکړو".'

 ونډه وال یا پانګوال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د افغانو میرمنو د سوداګرۍ فدراسیون (AWBF) ترمنځ په نږدې همغږي ټاکل شوي وو. د دې پروژې له لارې، د مختلفو تجربه لرونکو میرمنو د زده کړې ، عدالت غوښتنې او اړیکو ټینګولو فرصت درلود.

په روزنیزو غونډو کې مالي مدیریت او محاسبه ، د پلور او بازارموندنې مدیریت ، د سوداګرۍ د پلان جوړول ، سوداګریزې اړیکې ، د پیرودونکو خدمتونه او د وړاندې کولو اغیزمن مهارتونه تر پوښښ لاندې راغلي وو. د پالیسۍ په کچه د اصلاحاتو لپاره د عدالت غوښتنې په غونډو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او د کابل له ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی سره ناستې شاملې وې. د افغانستان د نړیوال بانک (AIB)  او په افغانستان کې د کو چنیو مالی قرضو بانک (FMFB) په ګډون، له مالي بنسټونو سره د  د ناستود ډېرلومؤخه په مالي محصولاتو او چوپړتیاوو کې د ښځینه پانګوالو یا ونډوالو د لاسرسي پیاوړتیا وه.

د اندیشه ګرځندویي شرکت مشرې آغلې جاجر سادات حسیني څرګنده کړه: "په روزنیزو غونډو کې له ګډون وروسته مې خپل د سوداګرۍ پلان او د خپل پلور او بازارموندنې کړنلارې ته وده ورکړه. سربیره پردې، ما په خپل مالي مدیریت او ریکارډ ساتلو کې نیمګړتیاوې یا تېر وتنې ولیدلې. ما د نورو سوداګرو میرمنو ، مالي بنسټونو ، او اړونده دولتي سازمانونو سره اړیکې رامینځته کړې او زه اوس یوه ګټوره او مؤثره شبکه لرم"

په افغانستان کې د میرمنو له خوا اداره کیدونکې پانګونې کوچنۍ ، محدودې او غیر رسمي دي. تر دې دمه ، د افغانستان ډیری ښځینه پانګوالې یا ونډه والې په دې نه دي توانیدلي چې د سوداګرۍ له شته فرصتونو او سرچینو څخه ګټه واخلي. دا تر ډیره بریده د معلوماتو او اړینو سوداګریزو مهارتونو د نشتوالي له امله دي. د ښځو په کاروبار او د هغو د پیاوړتیا په برخه کې پانګوونه د اقتصادي ودې او د هیواد تلپاتې پرمختګ لپاره اړینه ده.

(GIZ) GmbH  د آلمان دفدرالی هېواد د اقتصادي او پراختیایی چارو وزارت (BMZ) په استازیتوب د آزادې پالیسۍ د مشورتي پانګې  (OPAF) دا پروګرام پلئ کوي. د آزادې پالیسۍ مشورتي پانګه  (OPAF) چې د غوښتنې پراساس عیار شوئ او ډیر انعطاف منونکئ دی له دولتي فعالینو سره مرسته کوي چې هغه سمونونه یا اصلاحات پلي کړي چې سیاسي او ټولنیز ګډون ته لاره هواروي او مدني ټولنه وهڅوي چې په سیاسي پریکړو کې برخه واخلي. دا پروژه د افغاني ادارو ، وزارتونو او مدني ټولنې د سازمانونو لپاره مسلکي وړتیا، مشورې، زده کړئیزې دورې او روزنیز پروګرامونه  وړاندې کوي چې ډیر ټینګار یې له اداري فساد سره په مبارزه دئ.د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ، د دولتي ادارو شاوخوا ۲۰۰ لوړ رتبه چارواکو په روزنیزو کورسونو کې برخه اخیستې ده. د آزادې پالیسۍ مشورتي پانګې (OPAF) د اداري فساد پروړاندې د نظارت او ارزونې د ګډې خپلواکې کمیټې (MEC) او د انډونیزیا د فساد له منځه وړلو کمیسون (KPK) تر منځ د همکارۍ په وده کې مرسته کړې، او د دواړو ارګانونو له کارکوونکو سره یې مرسته کړې ترڅو تجربې سره شریکې کړي او له یو بل څخه دوه اړخیز ملاتړ وکړي.