د حقوقي پوهاوي د یو والي ډاډمنول: حقوقي پوهاوي په اړه کنفرانس په بدخشان کې دایر شو

27.09.1398
فیض آباد، بدخشان، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې ۲۷مه – تېرو دوه ورځو کې، د میرمنو په ګډون، شاوخوا ۱۰۰ کسانو د جزا د نوي تعدیل شوي قانون د درېو کنفرانسونو په لومړني کنفرانس کې ګډون وکړ. شاوخوا ۴۰ قاضیانو، ۲۰ څارنوالانو او د تخار، بدخشان او کندز د جنایی څېړنو د ریاستونو(CIDs) کارکونکو او همداراز مدافع وکیلانو او د عدلي ریاست حقوقي مرستو پدغه کنفرانسونو کې ګډون وکړ. د دغو کنفرانسونو اصلي موخه په هیواد کې د جزا د قانون د تعدیل په برخه کې د قضېو د طی‌ ‏مراحل د کړنلارو روښانه کول او معیاري کول دي. دا به ولایاتو کې د پلي کولو لپاره عمومي پوهه او روښانه کول برابر کړي چې هیوادوالو لپاره به حقوقي اعتبار لوړ کړي. ستره محکمه له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام له ملاتړ سره کنفرانسونه تنظیموي.

آغلې نادیه شاکري، چې په بدخشان کې یوه مدافع وکیله ده و ویلې، ’دا کنفرانس ډیر ګټور وه او موږ د جزا په قانون کې د تعدیلاتو د برابرولو لپاره د تبصرو د وړاندې کولو او همداراز د پوښتنو د پوښتلو فرصت درلود. ځوابونه د عدلیې وزارت د تقنین د عمومي ریاست، د لوېې څارنوالۍ او سترې محکمې د کارپوهانو لخوا وړاندې شول. ‘

ګډون کونکو له ۵۴ اصلاحاتو سره چې پنځه ورځې وړاندې په نښه شوې وې، د جزا د قانون مالوماتي پاڼې ترلاسه کړې، ترڅو هغوې وکولې هغه ولولي او په کنفرانس کې کاري ډلو لپاره چمتو والي ونیسي. قضايي ارګانونو د وږی د میاشت په یوه تېر کنفرانس کې دغه اصلاحاتو غوښتنه کړی وه.

په دغه کنفرانس کې ګډون کونکي په ډلو کې ویشل شوي ول، چې په هرې دلې کې د محکمې غړي، د څارنوالۍ دفتر، د جنایي څیړنو د ریاست افسران او وکیلان شامل ول. هرې ډلې د جزایي قانون په هغو مادو چې روښانه نه وې او یا یې اوس هم اصلاح ته اړتیا لرله، کار وکړ. هغوې د کړنلارو د یو ځای کولو لپاره کار وکړ ترڅو په ټولو ولایاتو کې یوسان پلي کول ډاډمن کړي، کوم چې ښايي په هیواد کې یو ښه عدلي سیسټم رامنځته کړي.

ښاغلي صبغت الله وفایي، چې په تخار کې یو څارنوال دی و ویلې، ’دا ډیره ګټوره ده چې قضايي ارګانونه د جزا د قانون د پلي کولو په برخه کې ننګونې له منځه وړي. دا یو ګټور بحث وه چې په هغه کې ستونزې حل او د ټولو ګډون کونکو پواسطه فیډبیک وړاندې شو. ‘

د جزا قانون داسې یو سند چې د جنایي قوانینو، د دغو قوانینو د ماتولو لپاره اړونده سزاګانو او د جنايي فعالیتونو لپاره د عدالت د ډاډمنولو لپاره د پروسو لرونکی ده. په ۱۳۹۴ کې، دولت د جزا د اوسني قانون د یوځاې کولو امر صادر کړ، چې تر هغه وخته پورې د مختلفو ارګانونو ترمنځ پرې شوي وه. د جزا قانون یو ځاې او د ۱۳۹۷ کال په لومړېو کې پلي شو. تر هغې وروسته، د هغه په اړه بحثونه تر سره او د قضایي ارګانونو له خوا د هغه په اړه اصلاحات وړاندیز شول.

ستره محکمه به راتلونکو میاشتو کې په کابل او همداراز مزار شریف کې ورته کنفرانسونه دایر کړي. له اړونده ولایاتو څخه به قاضیان، څارنوالان، د جنايي څېړنو ولایتي ریاستونه، د ملي امنیت ریاست او مدافع وکیلان پدغه کنفرانسونو کې ونډه واخلي. دغه کنفرانسونه د قاضیانو او څارنوالانو او همداراز نورو ښکېلو اړخونو لپاره خورا مهم دي ترڅو د جزا د قانون د پلي کولو لپاره د معمولو لارو په اړه له یو بل سره بحث او پرې موافقه وکړي.

په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit  (GIZ) GmbH  له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د قانون د واکمنۍ، د یو ښه فعال قضایی سیستم او حقوقي امنیت تامینول دي. ټولو هیوادوالو ته د حقوقي امنیت د تامینولو په موخه نوموړي پروګرام د هیواد په ولایاتو کې د حقوق د مدیریتونو څخه ملاتړ کوي چې د ۱۳۹۲ کال راهیسې یې د ۸۰٬۰۰۰ نه ډېرو قضیو ته رسیدګی کړیده. په همدې مهال، د لوړو حقوقي زده کړو د ملاتړ په موخه نوموړي پروګرام د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ته د ۳۱٬۵۰۰ ټوکو نه ډېر کتابونه برابرکړي دي او د زده کوونکو او ښوونکو لپاره یې د ۱۹۰ نه ډیر حقوقي کورسونه برابر کړیدي او د ۶۰ تنو نه ډیرو زده کوونکو ته یې د زړه کړو بورسونه ورکړي دي. دغه پروګرام همداراز د ښځو د حقونو پر هڅولو او عدالت او د کار بازار ته د هغوی د لاسرسۍ پر ټینګښت باندې ټینګار کوي.