د حقوقي کلینیک له پروګرام څخه ۷۹ محصلین فارغ شول

25.09.1398
فیض آباد، بدخشان ولایت، ۲۵-۰۹-۱۳۹۸. د شنبې په ورځ، ۷۹ محصلین چې ۳۳ یې ښځینه ول، د څلور (۴) میاشتني حقوقي کلینیک له پروګرام څخه فارغ شول. دغه پروګرام، د بدخشان پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو پوهنځي په نږدې همغږۍ ترسره کړ. په دغه غونډه کې د بدخشان مرستیال والي، د عدلي ارګانونو رییسانو او د دولتي همکارانو په شمول، د ښځو چارو ریاست ګډون کړی وو. د افغان جرمن همکارۍ د قانون حاکمیت پروژه له ۱۳۹۴ راهیسې د بدخشان پوهنتون د حقوقي کلینیک له پروګرام سره مرسته کوي. د حقوقي کلینیک پروګرام له طریقه محصلین په حقوقي او قضایي ارګانونو کې دندو او مسؤلیتونو ترسره کولو لپاره چمتو کوي. هغه مهارتونه چې دوی په دغه پروګرام کې زده کوي، هغوی به د قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو په توګه خپل دندو ترسره کولو لپاره چمتو کوي.

د بدخشان د استېناف محکمې رئیس ښاغلي فضل الرحمن فضلي وویل، " د جنایي قضیې په اړه هغه علني محکمه چې محصلینو جوړه کړې وه، یوه مثبت تجربه وه. محصلین بااستعداده دي او دغه علني محکمه محصلینو د مسلکي قاضیانو په حیث په محکمه کې ترسره کړه. "

د حقوقي کلینیکونو دغه دوره پر ۱۹-۰۵-۱۳۹۸ باندې پیل او د حقوقي او قضایي ارګانونو له کړنلارو سره د آخري کال محصلین لکه د پخواني محصلینو پڅېر پر اشنا کولو باندې تمرکز کوي. د برنامې د یوې برخې په توګه، محصلین خپل د عادي درسونو ترڅنګ حقوقي روزنې ترلاسه کوي، د دې فرصت ترلاسه کوي چې حقوقي کلینیکونو کې عملي تجربه ترلاسه کړي او ریښتینې قانوني قضیې اداره کړي. د مثال په توګه، ځینې محصلین په محکمه یا څارنوالۍ کې له عملي کار څخه وروسته په مستقیمه توګه دندې پیدا کوي.

د ښځینه محصلینو وینا اغلې وحیده حریر چې له حقوقي کلینیک څخه فارغه شوې ده داسې وویل، " ‘د حقوقي کلینیک پروګرام د محصلینو لپاره ډېره ګټوره وه، ځکه چې د موږ نظریاتي درسونو ته به پکې عملي بڼه ورکول کېدله. د قاضیانو او څارنوالانو نقش له لوبولو سره موږ کولای شو په منصفانه/عادلانه محاکمه کې د هغوی د نقشونو په اړه زده کړه وکړو. "

د فراغت په مراسمو کې، محصلینو علني محکمه کې برخه واخیسته او د محکمې په اوږدو کې د ګوندونو نقش پر غاړه باندې واخیستل. په جنایي قضیه کې د څارنوال، مدافع وکیل، قاضیانو او پولیسو نقش لوبولو سره، محصلینو خپل حقوقي پوهه او مهارتونه چې له دغه پروګرام څخه ترلاسه کړي ول، عملي کړل. په دغه علني محکمه کې یو شمېر محصلینو او مېلمنو د لیدونکو په توګه برخه اخیستې وه.

د حقوقي کلینیکونو پروګرام پنځم او وروستی پړاو دی. دغه پروګرام څخه ۴۱۰ محصلینو ګټه اخیستلې ده او په اوږد مهال کې د قضایي ارګانونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

په افغانستان د قانون حاکمیت د ترویج پروګرام (RoL) د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د دغه پروګرام موخه، د  قانون حاکمیت او په افغانستان کې د یو ښه قضایي سیسټم او قانوني خوندیتوب ډاډمنول دي. ټولو اتباعو ته حقوقي خوندیتوب ډاډمنولو لپاره، د قانون حاکمیت پروګرام د حقوق په نوم له دیوانونو سره مرسته کوي چې له ۱۳۹۲ کال راهیسې یې له ۸۰۰۰۰ څخه زیات مدني قضیې حل او اداره کړي دي. په ورته وخت کې، د حقوقي لوړو زده کړو د ملاتړ لپاره د قانون حاکمیت دغه پروګرام د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو ته له ۳۱۵۰۰ څخه زیات کتابونه ورکړي دي، د دغه پوهنځیو محصلینو او استاذانو ته یې د حقوقي مضامینو په اړه له ۱۹۰ څخه زیات کورسونه تنظیم کړي او له ۶۰ څخه زیات محصلینو ته یې خارجي بورسونه ورکړي دي. دغه پروګرام د ښځو حقونو ته وده ورکولو او عدالت او همدارنګه د دندو بازار ته د ښځو لاسرسی پیاوړي کولو باندې هم ټینګار کوي.