د خلم په ولسوالۍ کې د خواجه برهان د پله د بنسټ ایښودلو مراسم

المان د بلخ د ولایت د خواجه برهان په کلي کې د۱۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه پله د ودانولو سره مالي مرسته کوي چې ۱۶ کلي به د خلم د ولسوالۍ د مرکز سره ونښلوي.
05.04.1393
نن د خواجه برهان په کلي کې د ۲۶ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په بر د یوه پله د بنسټ ایښودلو مراسم پرځای شول. دغه پول به ۱۶ کلي د خلم د ولسوالۍ د مرکز سره ونښلوي. د ترافیکی لارو په ښه کیدو سره به د کلیو اوسیدونکي د ولسوالۍ د مرکز سره ډیرې ښې اړیکې ولري چې په پایله کې به د سیمې د اقتصادي پراخیتا په ګړندیتوب کې مرسته وکړي.

 “Our children – boys and girls – will have better access to school. Our farmers will have better access to markets. Overall, this bridge will have a positive impact on the economic and social development of 16 villages.” - Sayed Ibrar Hashimi, Khulm District Governor

ښاغلی سید ابرار هاشمی، د خلم ولسوالی ولسوال، انجنیر باسط عینی، د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونی او پراختییای ریاست ریس، ښاغلی محمد جان مخدوم، د ولایتی شورای غړی، ښاغلی عبدالحمید، د خلم ولسوالی د پراختییای شورای ریس، ښاغلی عبدالخالق تمکین، د بلخ ولایت د حکومتداری او پراختیا مشاور، د بلخ د ولایت د مقام او د افغان-المان د پراختیایي همکارۍ د پروګرام د غړو په ګډون  د نوموړي پله د ودانیز کار د پیل په مراسمو کې برخه واخیسته. ښاغلي  سید ابرار هاشمی دغه ودانیز کار په رسمي توګه پرانیست او د المان ژمنې ته یې د خلم د ولسوالۍ د اوسیدونکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو په لاره کې هرکلۍ ووایه.  هغه زیاته کړه:"زمونز ماشومان به، که هلکان دی او یا نجونې، ښونځۍ ته ډیره ښه لاسرنه ولري. زمونږ  بزګران به بازارونو ته ډیره ښه لاسرنه ولري. په عمومي توګه، دغه پول به د ۱۶ کلیو په اقتصادی او ټولنیزي پراختیا باندې مثبته اغیزه وکړي".

د خواجه برهان  د پله د جوړیدو پریکړه د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې د بلخ ولایت د پراختیاي کمیټې (PDC) له خوا شوی وه.  دا پروژه  د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا د ریاست  له خوا د سیمه ایزې پراختیا د وجهي صندوق (RCDF)په ملاتړ چې د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) له خوا تمولیږي، پلي کیږي.

د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا وجهي صندوق (RCDF) چې د افغان-آلمان د همکاری د پروګرام یوه برخه جوړوي د  Deutsche GesellschaftfürInternationaleZusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا پر مخ بیول کیږي . دا صندوق د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د افغاني پارتنرو سره ددوی د پراختیایی لومړیتوبونو پربنا مرسته کوي او په عین حال کې د دولت ملکي کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه او د لارښودنې پروګرامونه  جوړوي. ددغه صندوق  موخه د هغه د کار د پراخ ډګر په پام کې نیولو سره داده چې په پروسو باندې افغاني مالکیت لوړ کړي، د افغانستان دولتی ادارې مظبوتې کړي او شفافیت او دټولو خلکو برخه اخیستنه وهڅوي.