د خوندي او له تبعیض څخه د پاکې ښوونې او روزنې له روزنیز پروګرام څخه ۳۰۰۰ ښوونکي ګټه پورته کوي

28.09.1398
بلخ، د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې اته ویشتمه - نن، په بلخ کې د بشري حقونو او جنډر پوهاوي په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید. په بلخ، سمنګان او تخار ولایتونو کې د دارالمعلمینو یا د ښوونکو د روزنې د مرکزونو (TTC) ۳۶ تنو استادانو په دې ورکشاپ کې برخه اخیستې وه، چې پکې میرمنې هم وې. دا د دریو ورکشاپونو د لړۍ وروستی هغه وو چې د څلورو میاشتو په اوږدو کې ترسره شول. دې ورکشاپونو د استادانو ترمنځ د بشري حقونو او جنډر مساواتو په اړه پوهاوی لوړ کړی ترڅو دوی وکولی شي دا ارزښتونه خپلو زده کونکو ته هم ولیږدوي. د دې روزنې په پایله کې به شاوخوا ۳۰۰۰ ښوونکي وروزل شي. دا فعالیت د ښوونکو د روزنې ریاست (TED) له خوا د افغانستان لپاره د افغان-المان د همکارۍ د اساسی زده کړې د پروګرام (BEPA) په ملاتړ ترسره شو.

د سمنګان ولایت د ښوونکو د روزنې د مرکز (TTC) یوې استادې سمیرا رحماني ټینګار وکړ ، "موږ نوې کړنلارې یا میتودونه زده کړل او زه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او  په اسلام کې د بشري حقونو په هکله د قاهرې د اعلامیې تر منځ د ورته والي په موندلو خوښه یم."

په لیرې پرتو سیمو کې زده کړې ته لاسرسی محدود دی، په ځانګړي توګه د نجونو لپاره. ډیری وختونه، دوی خپل لومړني حقونه نه پیژني. پدې کې د تاوتریخوالي، غلامۍ او تبعیض څخه د پاک ژوند حق، د زده کړې حق، د رایې ورکولو حق، د ملکیت حق او د مناسب او برابر مزد اخیستلو حقونه شامل دي. بشري حقونه او د ښځو حقونه باید په څرګنده توګه مراعات شي، لاهم ډیری میرمنې په دوامداره توګه تبعیض زغمي.

د دې ورکشاپونو  په لړ کې استادانو د بشري حقونو  د نړیوالې اعالميې، تبعیض، د ښځو د حقونو او د ماشومانو د حقونو په وړاندې د خنډونو، په ځانګړي ډول له تاوتریخوالي څخه د پاکې ښوونې او روزنې د حق او د مساواتو او عدالت په اړه زده کړه ترلاسه کړه. په ټوله کې، په لسو ولایتونو کې د ښوونکو د روزنې د لسو مرکزونو (TTCs) څخه د ۲۲ میرمنو په ګډون ۹۰ تنو استادانو په دریو ورکشاپونو کې برخه اخیستې وه.

د سمنګان ولایت د ښوونکو د روزنې له مرکز (TTC) څخه استاد اکرام الدین فیض وویل، "مخکې داسې انګیرل کیده چې یوازې سړي باید د رهبرۍ په کچه وي. مګر اوس، له دې روزنې وروسته، موږ پوهیږو چې میرمنې هم کولی شي مشرانې شي او د نارینه وو په څیر ورته حقونه ولري."

دا روزنیز پروګرام به د یو خوندي چاپیریال په رامینځته کولو کې مرسته وکړي چیرې چې راتلونکي ښوونکي، او په نهایت کې د دوی زده کونکي وکولی شي د تاوتریخوالي یا تبعیض له ډار پرته د ښوونکو د روزنې د مرکزونو (TTCs) له استادانو څخه زده کړه ترلاسه کړي. سربیره پردې، د افغانستان لپاره د افغان-آلمان د همکارۍ د اساسی زده کړې پروګرام (BEPA) د بشري حقونو او جنډر لارښود رامینځته کړی چې په هیواد کې به په ټولو ۴۸ دارالمعلمینو یا د ښوونکو د روزنې مرکزونو (TTCs) کې وویشل شي. دا اقدامونه به په ښوونځیو، کورنیو او ټولنو کې د بشري حقونو لپاره د درناوي احساس په رامینځته کولو کې مرسته وکړي.

د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د    Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  لخوا پلي کیږي. د دې پروګرام موخه د ښوونکو د روزنې او درسي نصاب د پراختیا په برخو کې د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د مرستې له لارې په افغانستان کې د لومړنیو زده کړو د کیفیت لوړول دي. له ۱۳۸۷ کال راهیسې، د افغانستان لپاره د لومړنیو زده کړو پروګرام (BEPA) له ۲۳۰۰۰ څخه د زیاتو ښوونکو او استادانو لپاره روزنیز پروګرامونه چمتو کړي دي. سربیره پردې، د ښوونکو د روزنې ۲۲ مرکزونو د موجوده ښوونکو لپاره لازمي انترنشپونه معرفي کړي دي. ددې په پایله کې، په شمالي افغانستان کې شاوخوا ۱۵۸۰۰  د پوهنتون زده کړیالان او، ۸۸۳۰۰ د ښوونځي زده کونکي اوس مهال له پرمختللې زده کړې څخه برخمن کیږي. دوی اوس مهال تخصصي، د عمر مناسب او پر زده کونکي مرکزې ښوونې او روزنې ته لاسرسی لري.