د زده کړې د شرایطو پیاوړي کول

د کندز په پوهنتون کې د یوه حقوقي کلینیک دپاره د یوې نوې ماڼۍ پرانیستل
17.07.1396
نن د کندز د پوهنتون د حقوقو په پوهنځۍ کې د حقوقي کلینیک دپاره یوه نوې ماڼۍ د سپارلو په مراسمو کې پرانیستل شوه چې په هغه کې د کندز د عدلیې ریاست رئیس، د نوموړي پوهنتون استازو او په افغانستان کې د هالند سفیر ګډون کړی وو. د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) د پاره د افغان-المان د همکارۍ پروژه چې د هالند د شاهي حکومت په استازیتوب په کندز کې پلۍ کیږي، د نوموړې ودانۍ د ودانولو څخه ملاتړ وکړ.

دا حقوقي کلینیک د کندز د پوهنتون د حقوقو په پوهنځۍ کې یو نهاد دی چې تر ټولو لومړی د زده کوونکو دپاره ددې فرصت برابروي چې د هیواد د حقوقي سیستم په باب لازیاته عملي تجربه په لاس راوړي.

تر اوسه پورې نوموړي کلینیک د لکچرونو او تمثیلي محکمو د جوړولو او همداراز د حقوقي مرستو دپاره مناسب دفترونه نه درلودل. خو د کندز پوهنتون په انګړ کې د یوې نوې او په وسایلو سمبالې ودانۍ په پرانیستلو سره به اوس زده کوونکي وکولای شي چې په غوره شرایطو کې کار وکړي.

په پرانيستی مراسمو کې افغانستان ته د هالنډ سفیر، وان لیون اعلان وکړ چې د هالنډ دولت به د کندوز په ولایت کې د قانون حاکمیت سره مرسته وکړي. زده کوونکو سره خبرې کولې، هغه وویل: "تاسو د دې هیواد راتلونکی یاست. د راتلونکې لپاره مدافعیت یو مهم اړخ دی، او تاسو هغه کسان يي چې دا یې په نښه کوي. "

د حقوقو د زده کوونکو تعلیمي نصاب اوس هم تر زیاتې پیمانې پورې د تیوري پر بنسټ ولاړ دی، حال داچې عملي فعالیتونه او د زده کړې تجربې د فراغت نه وروسته د کار بازار ته د آسانه لیږد د پاره خورا ارزښت لري.

د دغې ننګونې د رفع کولو په لاره کې نوموړې پروژه د حقوقي کلینیکونو څخه ملاتړ کوي او د حقوقو او شرعیاتو د زده کوونکو سره د شمالي ولایاتو په دولتي پوهنتونونو کې له نږدې نه کارکوي.

حقوقي کلینیکونه د دریو ستنو له لارې زده کوونکو ته عملي تجربې برابروي: لومړۍ ، په بیلابیلو حکومتي او حقوقي نهادونو کې د حقوقي کلینیک د زده کوونکو دپاره د عملي دورې برابرول، ترڅو هغوی د ورځنیو کارونو په باب ژور معلومات په لاس راوړي. دوهم،  تمثیلي محکمي چې په هغو کې زده کوونکي د قاضایانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو رولونه په غاړه اخلي او له دې وړاندې یوه قضیه په کره توګه برابروي او بیا هغه په تمثیلي توګه وړاندې کوي. او دریم اړینو هیوادوالو ته د حقوقپوهانو په ملاتړ د وړیا حقوقي مرستو ورکول.

يو زده کوونکي، آغلې فرزانه، د حقوقو د پوهنځي لپاره د قانوني کلینیک د اهمیت ټینګار وکړ او ويې ويل: "دا لکه یو لابراتوار ده موږ لپاره. موږ په عملي توګه خپل پوهه پلي کوو او د اړتیاوو خلکو ته وړیا حقوقي مشوره چمتو کړو. "

د ۲۰۱۴ کال راهیسې کله چې حقوقي کلینیک خپل پروګرام په کندز کې پیل کړ،  ۲۷۵ تنه زده کوونکې له هغه څخه فارغ شوي دي او وروسته یې د هیواد په حقوقي سیستم کې د کار د لټولو په ترڅ کې د خپلو عملي تجربو څخه ګټه اخیستې ده. د هالند شاهي حکومت په کندز کې د افغان-المان د همکارۍ د قانون د واکمنۍ د ټینګښت د پروګرام څخه د ۲۰۱۱ کال راهیسې ملاتړ کوي چې موخه یې د ټولو هیوادوالو او حقوقي نهادونو دپاره عدالت ته د لاسرسۍ غښتلي کول دي.

په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه داده چې تامین کړي چې افغان دولت د قانون د واکمنۍ پر بنسټ ولاړ وی، یو مناسب فعال قضایی سیستم ولري او خپلو ټولو اتباعو ته حقوقي امن برابرکړي. دې موخې ته د رسیدو د پاره نوموړی پروګرام بیلابیل فعالیتونه ترسره کوي لکه د عدلي سکتور د کارکوونکو مسلکي ظرفیت ته سمون ورکول چې په هغه کې د زده کړې د شرایطو د ښه کولو او د راتلونکو حقوقپوهانو د توانونو د پیاوړي کولو په موخه په شمالي ولایاتو کې د دولتي پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو ملاتړ هم شامل دی. د دې لپاره چې د لوړې حقوقې زده کړې څخه ملاتړ وشي، نوموړي پروګرام د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ته یې د ۳۰٬۰۰۰ ټوکو نه زیات کتابونه برابرکړي دي او د زده کوونکو او ښوونکو د پاره یې د ۱۵۰ نه زیات حقوقي کورسونه جوړکړي دي او د ۶۰ تنو نه زیات زده کوونکو ته یې سکالرشیپونه ورکړي دي.