د زرغون افغانستان لپاره د رسنیو هڅول

17.05.1398
کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۷مه . سی شنبه په کابل کې د ۲۰ ښځو په ګډون، له ۶۰ څخه زیات خبریالان د ځنګلونو بیارغونې او رسنیو کارپوهان سره راغونډ شوي ول څو د افغانستان پر طبیعي منابعو باندې بحث وکړي او د باثباته چاپېریال پراختیا په برخه کې د ګډو هڅو په اړه راپور وړاندې کړي. د افغان جرمن همکارۍ چارواکو د زرغون افغانستان لپاره خپل اقدامات، نوښتونه او پلانونه تشریح کړل. دغه غونډه د افغان جرمن همکارۍ په مرسته جوړه شوې وه.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملي سرچینو مدیریت (NRM) عمومي رئیس ښاغلي محمد رفیع قاضي زاده د وینا لړۍ پرانستله او داسې یې ویل، "وزارت له ۱۱۰۰۰ هکتاره څخه ډېر ځنګلونه بیارغولي او ۹۰۰۰۰ هکتاره موجوده شنې ساحې یې خوندي کړي دي. موږ تقریباً ۶۵۰ محلي اتحادیې په ولایتونو کې فعاله کړي دي څو په منظمه توګه له خلکو سره په اړیکه کې شي. هغه زیاته کړه چې قانوني اړخ هم ډېر مهم دی نو ځکه پر څو اړونده قوانینو باندې هم کار کوو. په هر صورت، د یوې ادارې لپاره ننګونې ډېر دي خو په ګډه سره دغه ننګونو سره مبارزه کولای شو." 

د افغان جرمن همکارۍ د ځنګلونو او د ځمکې بیارغونې (FLR) نوی پروګرام سږکال پیل شوې او موخه یې په خوست، پکتیا، سمنګان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د ځنګلونو او ځمکو بیارغول دي. د ځنګلونو او د ځمکې بیارغونې (FLR) پروژې رئیس، ښاغلي ډاکټر کرین جانز داسې وویل، "کله چې زه ولایتونو ته سفر کوم، نو ډېر ونې نه وینم. خو افغانستان صحرا لرونکی هېواد نه دی او غرونه یې باید شنه وي. وضعیت ښه نه دی خو بیا هم امید شته چي ښه شي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ستراتېژي په ګډه کار کولو لپاره یو ډېر ښه بنسټ جوړوي او په لرې پرتو سیمو کې خلک چاپېریالي سرچینو ته توجه کوي. هغه زیاته کړه چې په دغه برخه کې چې کله رسنۍ خپل نقش لوبوي، نو زه د افغان رسنیو څخه هیله لرم چې په ولایتونو کې محلي اتلان هېر نه کړي او د هغوی د بریالیتوبونو کېسې دې نشر/خپور کړي. موږ کولای شو چې افغانستان یو ځل بیا په ګډه سره زرغون کړو."     

د څو کالونو چاپېریالي فشار په ډراماتیک ډول د افغانستان منظره بدله کړې دی. ځنګلونه په غیرقانوني ډول وهل کېږي او نختر لرګي یې نورو هېوادونو ته قاچاقېږي. د دغه ننګونو لمنځه وړلو لپاره، رسنۍ کولای شي د چاپېریال ساتنې لپاره د پوهاوي زیاتولو او خلکو په هڅولو کې مهم نقش ولوبوي.

د اړیکې دفتر (TLO) یو افغانی نادولتي اداره ده او د ځنګلونو بیارغونې په برخه کې فعالیت کوي، د دغه ادارې همغږي کونکی ښاغلي محمد تواب ستانکزي داسې وویل، "پوهاوی د موږ د بریا کلي ده. کله چې موږ خلکو ته د ونو پرې کولو اوږدمهاله زیانونو بیان کړل، نو هغوی ډېر حیران شول. کله چې پر دغه خبره باندې پوه شول چې د هغوی راتلونک پر زرغونتیا پورې تړلې ده نو ژر تر ژره یې د ځنګلونو پر خوندي کولو باندې پیل کړل."

د رسنیو غونډې په دویمه برخه کې، ویناوالو په زړه پورې بحثونه وکړل او د ملي او محلي تلویزیونونو، راډیوګانو او ورځپاڼو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

په ۱۳۹۸ کال کې د رسنیو غونډې. د ټولنیز مسؤلیت په برخه کې افغاني رسنۍ د دوامداره غونډو لړۍ ده چې د افغان جرمن همکاري یې جوړوي. دغه غونډې د عامه سکټور، مدني ټولنې، پراختیایي سازمانونو او رسنیو کارپوهان سره راټولوي څو مهم پراختیایي ستونزو باندې بحث وکړي. تر دې دمه پورې ۱۹غونډې تر سره شوي دي.