د زلزلو موقعیت موندل او تحلیول: په آلمان کې افغان استاذانو لپاره روزنه

19.09.1397
کابل د ۱۳۹۷ کال د لیندی میاشتې ۱۹ نېټه، نن د کابل له پوليتخنیک پوهنتون، کابل پوهنتون او بلخ پوهنتون څخه درې افغان پروفیسران او استاذان بېرته کابل ته راستانه شول. دوی د آلمان په پوټسډم ښار کې د آلمان په څېړنیز مرکز (GFZ) کې د ځمکې پېژندنې په دوه اوونیزه روزنه کې ګډون وکړ. دوی د زلزلو د تحلیل او موقعیت موندلو لپاره د SeisComp 3 په نوم د دغه مرکز د پوستغالي اداره کولو طریقه زده کړل. دغه پوستغالی د افغانستان په ګډون په مرکزي آسیا کې د ټکټونیکي فعالیتونو په اړه ښه پوهېدلو لپاره کارول کېږي. په افغانستان کې د افغان جرمن همکارۍ د عملي زده کړې پروګرام (AMEA) له دغه فعالیت سره مرسته کړې ده.

د دغه روزنې یو ګډونوال، ډاکټر حمیدالله ویزي داسې وویل، "د هغه زلزلو چې په افغانستان، ګاونډي هېوادونو او نړۍ کې کېږي، د هغه پر اړونده معلوماتو (data) باندې کار کول ډېر په زړه پورې کار و. موږ به په افغانستان کې خپل نوې پوهه او تجربې له خپلو همکارانو او زده کړیالانو سره شریکې کړو."

د آلمان څېړنیز مرکز او په افغانستان کې د ناروی کمېټه، کابل پوهنتون، او د افغانستان جیولوجي سروی ادارې په ګډون د دوی ملګرې ادارې د افغانستان په شمال ختیځ کې د ځمکې د لړزو اندازه کولو ۱۵ مؤقتي مرکزونو یوه شبکه اداره کوي. دغه شبکه د مرکزي آسیا د طبیعي لابراتوار په نوم د پروژې یوه برخه ده چې د هغه معلوماتو راټولول یې موخه ده کوم چې د تکتونیک له پلوه په لوړه کچه په دې فعاله ساحه کې ژور نظرونه وړاندې کولای شي. د SeisComp 3 په نوم دغه پوستغالی د دغه ډول معلوماتو ترلاسه کولو او تحلیلولو لپاره یوه پیاوړې او قوي وسیله/آله ده.  

د ۱۳۹۷ کال د لیندی میاشتې په ۶ نېټه د سې شنبې په ورځ، د ۵.۲ درجې په اندازه زلزلې د افغانستان شمال ختیځه برخه ولړزوله. دا د سیزمیک شبکې له فعالیت کولو څخه راپه دېخوا تر ټولو قوي زلزله ثبت شوې ده. دغه زلزلې د روزنې افغان ګډونوالو ته یو بې ساری فرصت برابر کړ څو له افغانستان او مرکزي آسیا څخه په حقیقي معلوماتو سره د SeisComp 3 پوستغالی وکاروي.

د آلمان څېړنیز مرکز یوې استازې، ډاکټر صوفیه کوفنر ټینګار وکړ، "ګډونوالو فرصت درلود څو له خپل هېواد څخه په معلوماتو سره د زلزلې د څارنې اساسات زده کړي. دغې پیښې، د دې د زده کړې له حقیقي اغېز سره، موږ ته یو ځل بیا وښودله چې دغه ساحې لپاره د لړزې څارنې شبکه څومره اهمیت لري."

ګډونوال کولای شي چې په افغانستان کې د دغه پوستغالي کارولو ته ادامه ورکړي او په مرکزي آسیا کې د لړزې د اکثره دایمي مرکزونو له خوا وړاندې شوي معلوماتو ته لاسرسی ولري. په اوږد مهال کې، د زلزلو پر وړاندې د ساحې پیاوړي کول د دغې څېړنې موخه ده. روزنیز فعالیتونه د افغان مسلکیانو وګړو د شبکې جوړو لپاره په اړونده ادارو کې چې له څېړنې څخه ملاتړ کولای شي، لومړی ګام دی.  

په افغانستان کې د کانونو په اړه د علمي زده کړې پروګرام (AMEA) د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ) د آلمان د فدرالي دولت باندنیو چارو وزارت (AA) په استازیتوب له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې پلي کوي. د افغانستان د استخراجي سکتور له امکاناتو څخه بشپړ ګټه اخیستنې ته د زمینې برابرولو لپاره په افغانستان کې د کانونو په اړه د علمي زده کړې کچه لوړول د دغه پروګرام موخه ده. دا پروګرام د پوهنتون د روزنیز پروګرام په عصري کولو، په صنعت او د کاري بازار اړتیاو ته د دې د ورپېژندلو/پلي کولو او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او د آلمان د علمي زده کړې خدماتو مرکز (DAAD) په نږدې همکارۍ سره د یوې پوهنیزې شبکې په جوړولو کې مرسته کوي. تر اوسه پورې دغه پروګرام په ایران، آلمان او چین په هېوادونو کې له ۲۴۰ څخه زیاتو افغان ښوونکو او زده کړیالانو ته  علمي کورسونه، تعلیمي بورسونه او د کار زده کړې پروګرامونه ترتیب کړي چې دوی ته نوی تخنیکي پوهه او د تدریس نوښتیز میتودونه تهد  لاسرسي امکانات برابر کړي دي. همدارنګه دغه پروګرام له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې اله ۶۰۰ څخه زیاتو د پوهنتون استاذانو ته په عملي ډول د کانونو د زده کړې په اړه پرمختللي روزنیز پروګرامونه او شبکې جوړولو غونډې جوړ کړي دي.